لنډې کیسې2019-07-10T07:24:56+00:00

د پلار مړى مې هېر شو/ محم حکیم بشارت

د ماښام له لمانځه وروسته يې په زوره زوره  د کور دروازه وټکېده، کله چې د کور خاوند دروازه خلاصه کړه ګوري چې يو پېژندګلو يې د دروازې خوا ته ولاړ دى. د کور څښتن ورته حجرې ته د ننوتو بلنه ورکړه، خو راغلي کس وويل، اباد ووسې ځم بېړه مې ده يوځل مې تر [...]

د تاسو دواړو دې خداى دواړه پښې واخلي/ محمدحکیم بشارت

دنګ او پلن سړى  له يوه ځوان زوى سره  د ترکارۍ او مېوې هټۍ و درېد، لومړى يې په لاس  د ژېړو ساعت کې وخت وکوت او بيا يې  هټۍ وال ته  وويل، ګوره زه به د ترکارۍ او مېوو نوم اخلم او ته به يې تلې. هټۍ وال وويل، ښه  قوماندان صيب په سترګو. [...]

د يتيم څپلۍ / محمد حکیم بشارت

د ښوونځي کتابونه يې لاس کې و، په ستونزه يې د څرمنې په شلېدلو څپليو کې قدم اخيسته، له رنګ، جامې او وجود څخه يې داسې ښکارېده چې دغه تنکى ځوان ډېرې  بې وزلۍ او فقر ځپلى، خو له کتابونو يې بيا معلومېده چې هوډ يې پياوړى او موخه يې ستره او سپېڅلې ده. هغه، [...]

د خیاط لمسی / محمد ایاز ترنک

په یوه کلي کې خیاط ژوند کاوه چې کلیوالو ته به یې ښکلې جامې ګنډلې. خیاط یو وړوکی لمسی هم درلود، چې له خپل نیکه سره یې زښته مینه وه او تل به یې د خپل نیکه کارونه څارل. یوه ورځ بوډا خیاط یو ټوکر را واخیست او په خپله قیمتي بیاتي یې څیري څیري [...]

درې وري / محمد ایاز ترنک

درې وري په وښو پسې له خپلو کورونو څخه ووتل، لاره یې ورکه کړه، یو وخت ګوري چې داسې یوې درې ته رسېدلي چې شاوخوا یې غرونه دي. په دې وخت کې یې یوه هوسۍ ولیده چې له دوی څخه په منډه تېرېده. ور غږ یې کړ هوسۍ ودرېده. وریو ورته وویل: موږ لاره ورکه [...]

د یو عالم او ظالم باچا د پند کیسه!/ مولوی عطاالله فیضانی

د امام ابو حنیفه رحمه الله درس ته به یو ښایسته ځوان او په ښکاره سپېڅلي او تقوادار سړی راته. یو وخت یوه نابلده سړي دې ښایسته ځوان ته د امانت په توګه خورا زیات مال کېښود، هغه حج ته ولاړ، چې بیرته راغی او له ده نه یې خپل مال وغوښت هغه انکار وکړ، [...]