ارګ د اوربند او اجرائیه ریاست د تاوتریخوالي د کمولو پلوي کوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، که طالبان د تاوتریخوالي له کمولو سره توافق وکړي دا بین الافغاني خبرو ته زمینه برابرولی شي خو په وینا یې باید د تاوتریخوالي د کمولو معیارونه مشخص شي څو خلکو ته زیان وانه وړي.

ارګ او سپېدار ماڼۍ چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دوه شریکان دي، د سولې په تړاو د یوې مهمې مسئلې په اړه یو نظر نه لري.

د ارګ لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو تر پیل مخکې اوربند مهمه مساله ده، خو اجرائیه ریاست وايي، لومړی دې تاوتریخوالی راکم شي، چې په پایله کې یې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، باید د تاوتریخوالي د کمولو معیارونه مشخص وي.

هغه زیاته کړه: “موږ هيڅکله د اوربند مخالف نه یوو، که اوربند وشي، او یا تر هغې لوړ ګام واخیستل شي، جنګ بند شي، او طالبان دې نتیجې ته ورسېږي چې کولی شي د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي او بلاخره جګړه د حل لاره نه ده، معلومه خبره ده چې موږ یې هرکلی کوو، خو د تاوتریخوالي او جګړې کمېدل، چې که جزئیات، معیارونه او ژمنې یې مشخصې وي، زموږ په باور کولی شي، د بین الافغاني خبرو اترو پر لور یو ګام وي.”

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ویلي وو، د سولې د خبرو لپاره چې هره طرحه وړاندې کېږي باید روښانتیا ولري.

د صدیقي په وینا، د سولې ټینګښت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په معنی دی، او د سولې د خبرو لپاره اساسي طرحه هم د اوربند ټینګښت دی.

د ولسمشر ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمول عملي اړخ نه لري.

تر دې مخکې څو ځلې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند په اړه اوازې خپرې شوي، خو د ۲۰۱۸ میلادي کال په لوی اختر کې له درې ورځني اوربند پرته دواړو لورو هیڅکله خپلو کې اوربند ته غاړه نه ده ایښې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که چیرې طالبان اوربند ومني، دا به یو اغیزلرونکی اقدام وي، خو د نوموړي په وینا که چیرې د اوربند د اعلان په وړاندې خنډونه موجود وي، د تاوتریخوالي کمول هم کیدای شي افغانستان اوربند ته نژدې کړي، او اړتیا ده چې د سولې بهیر همداسې مخکې ولاړ شي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې د تاوتریخوالي کمښت ټاکلي معیارونه یا مشخص تعریف نه لري او دا نه ده څه څرګنده چې تاوتریخوالي په کومه پیمانه کمیږي.

د افغانستان د اردو یو پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل په کابل کې له نظامي پوهانو څخه دی.

نوموړي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په نظامي برخه کې په دې اړه جګړه یا اوربند، یوازې دوه اصطلاحات دي، او دا د تاوتریخوالي په کمولو باور نه لري، ځکه د ښاغلي امرخېل په وینا کم تاوتریخوالی هم د جګړې د دوام په معنی دی.

هغه زیاته کړه: “جګړه خو به دوام لري. پر پوستو، نظامي مرکزونو او ممهو شخصیتونو به بریدونه دوام ولري او دا جګړه ده، کله چې جګړه وي، د تاوتریخوالي کمول معنی ځکه نه لري چې د جګړې دوام تاوتریخوالی دی، نو په همدې اساس که څوک د سولې نیت لري او غواړي خپلو اهدافو ته د سولې لاره ورسیږي، اول باید اوربند وکړي.”

دا افغان شنونکی وايي، په افغانستان کې د اوربند له ټېنګښت وروسته باید ملګري ملتونه، د امنیت شورا او خپلواک نړیوال بنسټونه د اوربند څارنه وکړي.

کابل کې د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک نهايي شوی دی.

سره ددې چې د امریکا متحده ایالتونو په دې اړه څه نه دي ویلي خو لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا یو وار بیا له طالبانو سره د سولې د توافق هڅه کوي، داسې یو توافق چې په پایله کې یې ښايي له افغانستان څخه یوه برخه امریکايي سرتېري ووځي او په بدل کې به یې طالبان په دې هېواد کې تاوتریخوالی راکم کړي.