اعلامیې2019-09-07T10:31:33+00:00

د تحليف رسم، د ولسواکي په لورې د يو بل بريالى ګام په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان اعلامیه!

له تيرو څلورو لسیزو راهیسې زمونږ ستونځه داده، چې حکومتونه د اشخاصو او ډلو په فکري استقامتونو او سليقو چليږي. قانون يا خو يوازې د کاغذ پر مخ شتون لري او يا تر ډيره د ټيټې کچې په خلکو پلئ کيږې. د تأسف مقام ده چې د ولسواکي او ديموکراسي تر نوم لاندې د دوو لسيزو له تيريدو وروسته هم زمونږ په سياست باندې د جګړو زورواکي او مټکور ذهنیت حاکم ده. دعوې ،چيغې او شعارونه د ولسواکي ورکوو خو نه د ولسواک نظام اصول منو او نه هم دهمدغه سيستم له لارې واک ته درسېدلو لپاره وضع [...]

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځي هوکړه لیک په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اعلامیه!

لله الحمد والمنه، هغه جګړه چې امریکا ظاهراً په افغانستان کې ترهګري د ختمولو، نوي ولسواک نظام رامنځته کولو او امنیت ټینګولو په موخه پیل کړې وه، د لسګونو زرو جنګیالیو پر مټ يې مخته بيوله، د جګړې په ډګر کې نه طالبان مات شول، نه د ولس د هيلو او ارمانونو ممثل ولسواک نظام جوړ شو او نه هم په افغانستان کې سوله حاکمه شوه، بلکه ناکامه وګڼل شوه او د خوښئ ځاى ده چې د خبرو په ميز يې د ختمولو په درشل کې لمړى ګام واخيستل شو. د امریکا او طالبانو لخوا د دوه اړخیز [...]

هند کې د تابعیت د قانون په اعتراض کې د تاوتریخجنو لاریونونو په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اعلامیه

هندوستان په نړئ کې تر ټولو  د سترې ولسواکۍ او د ډيموکراسۍ مور هېواد ګڼل کېږي. مونږ منو چې د هندوستان ځينې مشرانو او  احزابو  واک ته له رسېدو وروسته قومونه مذاهب او تمدنونه  په سوله، زغم او د يوبل منلو په روحیه کې ساتلي، خو ځينې مذهبي حکومتونو تل ستونځمنه حکومتولي کړې ده. مذاهب قومونه او تمدنونه يې سره جنګولې دي. حرکت انقلاب اسلامي په هند کې مسلمانانو ته د تابعيت نه ورکول د هندي ديموکراسي په مخ څپيړه او د اوسني حکومت لخوا د مسلمانانو په وړاندي له توپير او تبعیض څخه ډک چلن  د نه [...]

د امریکا او طالبانو ترمنځ د د تاوتریخوالي د کچې په کمولو باندي د هوکړې په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان اعلامیه!

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د هيواد د مظلوم او مجبور ولس د څلورو لسیزو د ارمان د پوره کېدو په استقامت د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوږدو خبرو په پايله کې د يو څو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې هوکړه نيک شګون ګڼي او هيله يې داده چې بنسټيزو موخو د ترلاسه کولو په هڅو کې دغه نوښت نيک پال او بختور پيل وګرزي. رب الجليل ته لاس لپه کوو چې تلپاتي سولې ته د رسيدو لپاره دغه لمړى قدم د بشپړ اوربند لامل وګرزي او بيا د غمونو، ناورينونو، ستونځو او [...]

د ولسمشریزو ټاکنو د نهایۍ پایلو د اعلان په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اعلامیه!

له ټولو ستونځو ناخوالو نيمګړتياو او ترينګلتياو وروسته بيا هم د خوښئ ځاي ده چې زموږ د ولس هڅو نتيجه ورکړه، د ولسمشريزو ټاکنو اخري پايلې بالاخره اعلان او موجوده ولسمشر ښاغلئ محمد اشرف غني دَ دوهم ځل لپاره منتخب ولسمشر وګڼل شو. حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د دافغانستان دولت جوړونکي ټيم او ملت ته د مبارکي مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ له سياسي مخالفينو څخه د زغم حوصلې او په حکومتي چارو کې د حکومت د لارښونو غوښتنه کوي. مونږ پوهيږو چې زمونږ ټاکنيز نظام ولسواکي لا هم بنسټيز شوي نه دي. دلته جګړه جګړه ايز [...]

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو د حرکت ا.ا.م.ا ګوند اعلامیه

خوښ يو چې له ډير ځنډ او جنجال څخه وروسته د مجبور او مظلوم ملت حوصلې، زغم، زحمتونو او متين عزم رنګ راوړ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لمړنئ پايلې اعلان کړي. حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ولسمشرئ د تاکنو د پايلو د اعلان په تړاو او په هيواد کې د ولسواکئ په پياوړتيا او د قانون په پلئ کيدو کې اوسنى ځنډ هم غير موجه او غير مدلل ګڼي، خو دا چې اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړاى شول چې د لمړنيو پايلو اعلان وکړي، مستحسن ګام او د ولسواکئ پر لوري يې [...]

دهسکې مینې د غمیزې په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اعلامیه

د ژور تأسف مقام ده چې افغانان لاهم په مختلفو نومونو او توجيهاتو د جګړو د وحشتونو په لمبو کې سوځي. مونږ د جګړو د وحشتونو په جزئياتو خبره نه کوو، خو دومره وينا خپل حق ګڼو چې تر څو د افغانستان په خاوره کې جګړه روانه وي، ملکي خلک به نه په ښار، نه په کور، نه په کلي او نه هم په مسجد کې خوندي وي. وحشتونه به دوام مومي. د تأسف مقام ده چې دلته لاهم توپک، بم، الوتکې، توپ او ټانک د بيګناه افغانانو سينې غلبيلوي. دلته لاهم د بيګناه ملکي افغانانو وژل په [...]

په زابل او خوږياڼيو کې ملکي وګړو ته د اوښتي ځاني او مالي زيان په تړاو د حرکت اعلامیه!

د ژور تأسف مقام ده چې افغانان لاهم د خپلو افغان وروڼو وژل په يو او بل نوم توجیه کوي. حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د جګړو د وحشتونو په جزئياتو خبره نه کوي. بايد ومنو چې تر څو د افغانستان په خاوره کې جګړه روانه وي، ملکي خلک به وژل کيږي او وحشتونه به دوام مومي. په جګړو کې د ملکي بي ګناه افغانانو وينه تويول جنايت او د جګړې د مشروعیت نفى کوي. د جګړو ټولې خواوې لاهم د ملکي افغانانو د ژوند ژغورلو ته هيڅ ډول ژمنتیا نه ښئي. دلته لاهم توپک، بم، الوتکې، توپ [...]

د علمأ کرامو، روڼ آندو وروڼو، افغانانو، د اسلاميت، مدنيت او انسانيت مخورو دوستانو د وروستیو هڅو په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان اعلامیه!

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان علمأ کرامو، روڼ آندو وروڼو، افغانانو، د اسلاميت، مدنيت او انسانيت مخورو دوستانو. په منيب صاحب باندي د ملاتره خيل او ورسره نورو جاهلانو د وحشيانه حملې په تړاو له غونډو، غندنو، تشويش پوښتنې ملاتړ او غمرازي څخه مو نړئ مننه.ستاسو ملاتړ مو افتخار ده. ډاډ درکوو چې حرکت د زورواکي، توپکواکي، فساد او غصب په وړاندي د مبارزې کلک او نه ماتيدونکئ هوډ کړئ ده. مونږ له هيواد څخه د دغو سرطاني غودو د ريښو ايستلو لپاره مستحکمه اراده او مضبوط عزم لرو. دغه سپيڅلي مبارزه به زمونږ له ټولنې څخه [...]

د څو زورواکو له لوري د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان امير او د ارشاد، حج او اوقافو د محترم وزیر پر وړاندې د سپکاوي، تحقیر او فزیکي شخړې په اړه رسنیزه اعلامیه!

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان امير او د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب د ارګ په جامع جومات کې د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کاوه، چې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل ، د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل، د دوي ورور داد الله او د کورنۍ د دوو نورو غړو له لوري توهین، تحقیر او بیا یې ورسره فزیکي شخړه وکړه. دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلي له ټوپک او زور څخه د غیر قانوني او غير انساني ګټې اخیستنې [...]

د زرمت د وروستي ناورين په تړاو د حرکت اعلامیه!

د ا وخت چې د سولې مذاکرات دوام لري، ولس تلپاتي او باعزته سولې ته د رسيدو لپاره د انتظار شيبې تيروي، نو جګړه ايزې مانورې وړاندې کول قطعاً ملت ته د منلو وړ نه دي. راځئ له هوايي او خيالي نړئ څخه راووزو او د حقائقو په هنداره کې وګورو. د وخت او ځانګړې زماني مقطع حساسيت درک کړو. دلته روانه جګړه زمونږ جګړه نه، بلکه د افغانانو د نابودي، رسوايي او د ارزښتونو د له منځه وړلو جګړه ده. د وحشتونو له غندلو او د حکومت لخوا د سپيناوي کمېسيونونو ټاکلو له خوسا او بې ګټې [...]

د کشمیر په سر د هند او پاکستان د شخړې په اړه د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اعلامیه!

د کشمير له سيمې څخه پورته کيدونکي د اور سپرغيو ته تيل ورشيندل د هيچا په ګټه نه ده. دوه ګاونډي او اتومي وسله درلودونکي ځواکمن هېوادونه هند او پاکستان یو ځل بیا له يو بل سره د ټکر تر کرښې پورې رسیدلي دي. دواړو هېوادونو د کشمیر په سر دوه ځلې جګړه کړې ده چې دواړو ګټه نه، بلکه زيان ليدلئ ده. جګړو که ستونځې حل کولاى، نو مونږ به هيڅ ستونځه له هيچا سره نه درلوده. متاسفانه انګریزانو له خپلو مستعمره هيوادونو څخه د وتلو په مهال خپلو استعماري موخو ته په بل شکل د دوام [...]