د افغانستان د عامې روغتیا وزارت عدلي طب په لومړي ځل نن د DNA د څېړنو مرکز پرانیزي.

د ډي، این، اې، هغه معاینات دي چې د یوه کس جنیتیک هویت او د ډېرو ارثي او جنايي کړنو رېښه معلوموي، ډاکټران وايي د مور ـ پلار او نسب د معلومېدو لپاره د DNA معاینه تر ټولو مهمه او ښه لار ده.

له دې وړاندې افغانستان د ډي، این، اې د برخې معاینات کاناډا ته لېږل چې د عدلي طب د مسوولینو په خبره، دغه چارې به له دې وروسته په خپل هېواد کې تر سره کېږي .

افغانستان له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ډي اېن اې معاینات نه کېږي، خو د افغانستان د عدلي طب اداره وايي له کلونو انتظار وروسته يې د ډي اېن اې ټېسټ لپاره د لابراتوار اتیا سلنه تجهیزات اخیستي، خو لا يې هم د ژر فعالیت تمه نه شته.

ډي اېن اې ګرانبیه طبي معاینې دي چې په افغانستان کې د نه کېدو له کبله د دغه هېواد محکمې هم د قضیو د څېړنو په وخت کې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

ډي،این، اې، یا “د نوکسي نیکولیک اسید، جن” د ژوندیو موجوداتو کروموزومونه دي چې له یونسل څخه بل ته ارثي ځانګړتیاوې لېږدوي.

دا وخت د ډېرو هېوادونو په محکمو کې د عادلانه پرېکړې او یا هم د تورن د بې ګناهۍ یا جرم د ثابتولو لپاره دې معاینو ته مخه کېږي، خو په افغانستان کې لا هم د امکاناتو د نشتوالي له کبله DNA معاینې نه کېږي.

په افغانستان کې د عدلي طب د جوپړونو د برخې مشر ډاکټر خلیل احمد پښتونیار وايي دوی د اړتیا پر مهال د ډي اېن اې معاینې کاناډا ته لېږي.

دی وايي افغانستان تازه د ډي اېن اې معاینو ځينې ماشینونه اخیستي او په پام کې ده چې تر یوې بلې میاشتې په افغانستان کې د ډي اېن اې اړوند ځينې ساده او لومړنۍ معاینې تر سره کړي.

خو ښاغلی پښتونیار وايي د اړتیا وړ ډي اېن اې معاینو لپاره ممکن لږ تر لږه دری کاله نور کار پاتې وي.

له دې وړاندې وخت نا وخت امریکايي ځواکونو د افغان ادارو د غوښتنې پر مهال د بګرام په اډه کې د ډي اېن اې ټيسټونه کړي، خو هغه لابراتوار هم اوس افغان لوري ته سپارل شوی، مګر ګټه ترې نه اخیستل کېږي.

په افغانستان کې د دې معاینو امکاناتو د نشتوالي له کبله په ځينو مواردو کې محکمې هم له ستونزو سره مخ دي، چې ځینې پېښو کې د ډي اېن اې ټېسټونو ته اړتیا وي لکه جنسي تېري او جنايي یا ډله ییزې وژنې.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مرستیالې نجلا راحل بي بي سي ته وویل په افغانستان کې د ډي اېن اې معاینو امکاناتو د نشتوالي له کبله ځينې دوسیي تر میاشتو میاشتو ځنډېږي:

“په ځانګړي ډول د وژنو، تېري او د نسب د ثابتېدو لپاره د DNA معاینې هم ډېر اهمیت لري او هم ورته اړتیا ډېره ده، په قانون کې دې معاینو ته اشاره شوې، خو موږ يې په افغانستان کې نه لرو” .

د هغې په خبره، هر ځل چې محکمه، څارنوالۍ یا د قضيې یو لوری د دې معاینې غوښتنه کوي دویږ په دوه برخو کې له ستونزو سره مخ وي:

“یو دا چې دا معاینې باید له هېواده بهر ولېږل شي بل دا چې دا ګرانبیه دي او ډېر موکلین يې وس نه لري”.

په عدلي او قضايي برخه کې د DNA معاینو د مخ پر زیاتېدونکې اړتیا تر څنګ ډېری افغانان د امریکا او اروپايي هېوادونو د ویزې اخیستلو په وخت کې پلارتوب او مورتوب د ثابتېدو او عمر معلومولو لپاره پاکستان او هندوستان ته له کړاو او مصرف ډکه لار وهي.

د افغانستان د عدلي طب ادارې د معلوماتو له مخې، هغه ډي اېن اې معاینې چې دوی يې کاناډا ته لېږي، پرې شاوخوا ۵۰۰ ډالره لګښت راځي، خو که له نورو لارو لېږل کېږي بیه يې دوه برابره کېږي.