په قطر کې د امریکایي او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته بیا پيلېږي. امریکایي مرکچي زلمي خلیلزاد ته نژدې سرچینې ویلي، پیل شوي بحثونه به د تاوتریخوالي په کمولو او اړوندو نورو مسلو ور ټول وي.

امریکایي مرکچي زلمي خلیلزاد ته نژدې یوه باوري سرچینه وایي، د قطر په دې ځل پیل شویو خبرو کې ډېر تمرکز د تاوتریخوالي پر داسې کمولو دی چې د افغانانو ترمنځ خبرو او اوربند ته لاره هواره کړي.

دې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې نور جزییات ورنه کړل، خو له دې وړاندې دواړو لوریو ویلي و چې پخواني په ټپه درېدلي بحثونه به بیا پيلوي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یوې سرچینې پبي بي سي ته ویلي، په دې خبرو کې انس حقاني، چې کابو درې اونۍ مخکې افغان حکومت له دوو نورو طالب مشرانو سره له بګرام زندانه خوشی کړ، هم ګډون کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د خبرو بیا پیلېدو او اجنډا پر سر خبرې روانې دي.

طالب او امریکایي مرکچیان له نهه پړاوه مخامخ خبرو وروسته د سولې یوې هوکړې ته نژدې شوي و، خو درې میاشتې وړاندې په کابل کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکایي په ګډون ۱۲ کسان په کې ووژل شول، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې لغوه اعلان کړې.

دا خبرې د تېرې سپټمبر میاشتې له لومړیو راپدېخوا درول شوې وې.

یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ډونلډ ټرمپ له ناڅاپي سفر سره هممهاله بېرته د سولې خبرو پيل ته د افغانانو تمې پیدا شوې او خپله ښاغلي ټرمپ هم ومنله چې له طالبانو سره خبرې له سره پيلوي.

نوموړي د بګرام په پوځي اډه کې خپلو سرتېرو ته په وینا کې ویلي و چې طالبان اوربند او هوکړې ته لېواله دي.

هغه مهال بیا طالبانو سملاسي د ټرمپ خبرو ته غبرګون وښود او وې ویل، هر کله چې د دوی او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، دوی به له امریکایي لوري سره اوربند وکړي او بیا به بین الافغاني خبرو کې له افغان حکومت سره په اوربند خبرې وکړي.

د ایران ځانګړی استازی

بل خوا، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره کتلي او د اړیکو پر پراختیا او د افغانستان سولې بهیر په اړه یې بحث او خبرې کړې دي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي طاهریان تهران ته د طالبانو د پلاوي د وروستي سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل چې په وینا یې ایران د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او دا بهیر باید د افغانستان د حکومت په مالکیت او مشرۍ مخته یوړل شي.

د طالبانو – امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

د نومبر پر ۲۳ مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.