د ایران پلازمېنه تهران کې افغان سفارت وايي، د دغه هېواد عدلي طب ورته ویلي چې د اوکراینۍ الوتکې پېښه کې د وژلو شویو ۱۳ افغانانو له ډلې یې د ۷ مړي پېژندلي دي.

د افغان سفارت رسمي فیسبوکپاڼه کې ویل شوي د افغان ولسمشر د سپارښتنې له مخې د قربانیانو کورنیو ته د ژر رسېدو لپاره دا سفارت شپه ورځ هڅه کوي.

دې سفارت د دې ۷ کسانو هویت، سکینه احمدي، محسن احمدي، مطهره احمدي، رحیمه کاتبي، شهرام تاجک، مهدي تاجک او مهدي رضايي بللی دی.

سفارت وايي، د قربانیانو خپلوانو ته ډاډ ور کړل شوی چې نن به مړي ور وسپارل شي.

د افغان سفارت په خبره، د دې پېښې د ټولو حقوقي او تخنیکي چارو په ګډون ټول لازم ګامونه په نړیواله کچه او د افغان بهرنیو چارو وزارت په لاس څارل کېږي.

له دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پنجشنبې په ورځ لندن کې غونډه ولري چې الوتکه کې یې وګړي وژل شوي دي.

د دې ناستې موخه د پېښې حقوقي تعقیب او د تاوان ترلاسول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران کې د اوکراین غورځېدلې الوتکه کې ۱۳ افغانان وژل شوي.

عراق کې پر دوو امریکايي اډو د ایران له توغندیز برید څو ګړۍ وروسته تهران کې اوکراین ته تلونکې الوتکه نسکوره شوه.

لومړیو کې چارواکو ویل، چې تخنیکي ستونزې یې درلودې، خو وروسته یې ومنله چې سپاه پاسدران پر دې الوتکه د کروز توغندي ګومان کړی او غورځولې یې ده.