د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی برایان هوک وايي، ممکن د ایران وروستیو مظاهرو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي وي.

هغه د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته دا رپوټونه هم رسېدلي چې زرګونه کسان ټپي او لږ تر لږه اوه زره نیول شوي دي.

د هغه په خبره، دا چې د ایران رژیم د مالوماتو د خپرېدو خنډ دی، نو د وژل شویو کره شمېر باندې پوره باور نشي کېدلی.

دغه امریکايي چارواکي دعوه وکړه چې د ایران امنیتي ځواکونو د خوزستان په ماشهر کې ممکن لږ تر لږه سل کسان په ډزو وژلي وي:

“کله چې ډزې ختمې شوې، رژیم مړي په لارۍ کې بار کړل، موږ لا هم نه پوهېږو چې دا مړي یې چېرته یووړل”.

برایان هوک زیاته کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغو زندانونو د چاواکو نومونه د بندیزونو لپاره کانګرېس ته برابر کړي چې د وروستیو لاریونونو ډېری کسان ور وړل شوي دي.

هغه دا هم وویل، چې امریکا د دې بندیانو سملاسي ازادېدل غواړي.

د نړیوال ملاتړ غوښتنه

د هغه په خبره، امریکا کې د ایران له خلکو د ملاتړ لپاره یو نظر دی او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې له ایراني وګړو ملاتړ وکړي:

“د ایران ولس غواړي چې رژیم یې د نیابتي ډلو پر ځای په دوی پانګونه وکړي. دا خلک د رژیم له نیابتي جګړې تر پوزې راغلي دي”.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسنیو وغوښتل چې ایران کې د وروستۍ نارامۍ ارزولو ته پام وکړي.

نوموړي د اعتراضیانو د ځپلو له امله د ایران پر حکومت له نیوکې سره بیا له دې لاریونوالو د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړي.

هغه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: “د ایران رژیم مظاهره چیان وژني، انټرنېټ یې بند کړی چې خلک له پېښو خبر نه شي. غواړم رسنۍ ډګر ته ودانګي او وګوري چې څه پېښېږي، ځکه وضعیت ښه نه دی، حالت وحشتناک دی”.

ښاغلي ټرمپ له دې مخکې هم خپل ټوېتر کې د ایران مظاهرې او د ډېرو کسانو وژل بوږنوونکي بللي او له نړۍ یې غوښتي چې ایران کې پېښو ته پام وکړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ هم ایران کې وروستۍ مظاهرې له خلکو سره د حکومت نامناسب چلن او نارضایتي وبلله.

د ښاغلي ټرمپ په خبره، ایران کې د وضعیت د ښه والي امکان شته، خو د دغه هېواد حکومت دې برخه کې ګام نه پورته کوي:

“یو وخت ایران بریالی هېواد و، خو اوس ډېر وخت کېږي چې کمزوری چلن لري، خو واکمن خلک په ځینې دلایلو سره نه غواړي چې وضعیت ښه شي”.

نوموړي دا خبرداری هم ور کړ چې منځني ختیځ کې د ایران له خوا د امریکا د ګټو ګواښمنېدو سره به متحده ایالتونه ډېر سخت ځواب ور کړي.