د بنګله‌دېش لوبډلې د غوراوي ډلې غړي حبیب البشر په یوې تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان الف لوبډلې حوصلې او ځیرکتیا حیران کړی دی.

نوموړي د کرېکټ له مشهورې وېبپاڼې«کرېک انفو» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان الف لوبډلې د کرېکت بڼه پر حوصلې ولاړه ده او لوبغاړي یې ډېر زغم لري.

حبیب البشر ویلي، د افغانستان الف لوبډله پر سترې حوصلې ولاړه ده او دوی د کرېکټ د کتاب له منځه لوبه کوي، چې د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته په یوه پنځه ورځنۍ او دوو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې ده.

«د افغان لوبډلې له توپووهنې ډېر اغېزمن شوی، په ځانګړي ډول په پرونۍ لوبه کې چې کله افغان لوبغاړو د بنګال لوبډلې ۲۷۹ منډې هدف په ډېرې ځېرکتیا سره بشپړ کړ چې له ډلې یې په ۱۴۹ توپونو د ابراهیم ځدراڼ ۱۲۷ منډې او په درېیو اورونو کې د شرف الدین اشرف او فضل نیازي حیرانونکې منډې چې په پایله کې یې خپل هېواد ته بریا وګټله.»

حبیب البشر د افغانستان د ملي لوبډلې څخه الف لوبډله جلا یاده کړې ده، چې د ملي لوبډلې په شان په بې حوصله توب لوبه نه کوي، بلکې هر توپ ته په ځیر ګوري.

«د افغانستان دغه لوبډله په ډېره غوره او جالبه بڼه کرېکټ کوي، تر دې چې زه ترې متاثره شوی یم، د دوی ملي لوبډله ډېری وخت د چټکې لوبې هڅه کوي او غواړي لوړ لوړ شاټونه او شپږیزې ووهي، خو دا لوبډله یې بیا هغه شان نه ده، دوی په سنتي توګه کرېکټ کوي چې د دوی لپاره ډېر مختلف دی، حتی که کله د سترو شاټونو هڅه هم کوي؛ په ډېرې ځېرکتیا سره یې وهي، تر دې چې دوی په وروستیو اتو اورونو کې د شفي الاسلام او ابو جاید په څېر له تجربه لرونکو او مجربو توپ اچوونکو ۸۶ منډې ترلاسه کړې. په رښتیا هم باید چې د دوی ستاینه وشي.»

حبیب البشر ویلي، د افغانستان الف لوبدلې ته یې پوره چمتووالی نیولی و او هیله لري، چې راتلونکې درې لوبې ترې وګټو.

حبیب البشر د بنګله‌دېش لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، چې اوس مهال د غوراوي کمېټې غړی دی.

د افغانستان الف لوبډلې د بنګله‌دېش څخه د پنځه ورځنیو لوبلړۍ هم ګټلې وه او د پنځو یو ورځنیو لوبو دوه لوبې یې هم ګټلي دي.

سرچینه: عزم