خبرونه2019-04-03T11:31:40+00:00

طالبانو ته په ځینو هېوادونو کې د سیاسي دفتر وړاندیذونه

یوې باوري سرچینې  د بي بي سي  په ګډون رسنیو ته ویلي، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي، او په دې توګه د سولې خبرې د قطر له انحصاره و ایستل شي. سرچینې رسنیو  ته ویلي، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو وړاندیز کړی دی. دغه سرچینه وایي چې دغه خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دي. د سرچینې په باور، لومړنۍ بین الافغاني ناسته به قطر کې کیږي او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامي ارزښت هم لري، ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، دوه ورځې وړاندې یې دوحه کې له یوشمیر بهر میشتو افغانانو سره غونډه کړې ده. طالبانو په دغې غونډه کې د دوی د مرکچي پلاوي د یوه غړي امیرخان متقي خبرې خپرې کړي چې نوموړی په [...]

اپریل 23rd, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

قطر کنفرانس ته د تلونکي پلاوي الوتنه ځنډېدلې

د افغان حکومت باورې  سرچینو   منلې ده چې د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو الوتنه د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلې ده. د دغه سفر لپاره یوه قطري الوتکه چارټر شوې وه. په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) له کابله د قطر دوحې کنفرانس ۲۵۰ ګډون کوونکي قطر له طالب استازو د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي. په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکي بنسټ مشر سلطان برکات پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي  د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي. په افغانستان کې د سولې په لړ کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره دا دویمه غونډه ده چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې جوړېږي. خو وسله‌والو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوي لېست سره [...]

اپریل 18th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

ولسمشر غني: قطر ته تلونکی پلاوی د دولت او ملت ریښتنی استازی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ قطر ته د تلونکي پلاوي ځینې غړو ته وینا کې وویل، چې دا کسان له طالبانو سره خبرو کې د افغان دولت او ملت استازي کوي. ولسمشر غني د قطر دوحه کې د افغان سولې لپاره د خپلمنځي خبرو دا غونډه یو چانس وباله. له کابل دا پلاوی د اپرېل پر ۱۹ قطر ته ځي او پر ۲۰ او ۲۱ نېټه د طالبانو له ۲۵ کسیز پلاوي سره خبرې لري. که څه هم طالبان وايي، چې دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازي ګډون نه شي کولی، خو اشرف غني خپله وینا کې وویل، چې دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د دولت استازيتوت کوي: "تاسو قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظیم واحد ملت استازي کوئ. د هر ماشوم، ښځې، معلول، شهیدې کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازي کوئ، داسې حقونه چې د افغانستان اساسي قانون کې درج دي". اشرف غني [...]

اپریل 18th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سولې د خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه ټینګار کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو لپاره د پسرلنیو بریدونو د لړۍ اعلان غندلی دی. د دغې شوری په یوه وینا، پاڼه کې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. امنیت شورا وايي د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.امنیت شورا زیاتوي، ددغې شوری غړي د سولې لپاره د افغانانو هیلې درک کوي او د طالبانو له خوا تازه اعلان شوي عملیات غندي. امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له شته فرصته ګټه واخلي او د افغانانو ترمنځ پراخه خبرې پيل کړي، داسې خبرې اترې چې په پایله کې افغانستان له سیاسي ټیکاوه برخمن کړي. په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او زیاتوي [...]

اپریل 17th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

چخانسوري: د دوحې کنفرانس لپاره ۲۵۰ ګډونوال نهايي شول

  د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ (وری ۲۷مه) رسنیو ته د دوحې د کنفرانس د ګډونوالو لیست استولی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د لیست سربېره یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، په دې لیست کې د سیاسي ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي کسان ځای پر ځای شوي دي. په دې لیست کې د استاد سیاف نوم هم نشته خو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د رهبري شورا د غړو نومونه په دا لېست کې شته، دا پلاوی به په بین‌الافغاني خبرو کې برخه اخلي چې د جمعې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېلېږي او د اپرېل تر ۲۱مې به دوام وکړي په  غونډه کې د ګډون کوونکو   ۲۵۰ کسانو لېست د لیدو لپاره لاندي لینک کیکاږئ. د [...]

اپریل 16th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

د کابل ښار باراني اوبو خلکو ته ستونزې جوړې کړي

د کابل ښاروالۍ وايي، په دغه ښار کې د یوه کانال جوړول یونیم میلیون ډالر لګښت غواړي. کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې چې په تېرو کلونو کې دغه ستونزه موجوده وه، اوس د کانالونو په جوړېدو له منځه تللې ده. د دغې ادارې ویاند  وايي: "د وزیراباد کانال چې د درېیم پروان له څلور لاري د هوايي ډګر تر شماله پورې رسي او په اساسي توګه جوړېږي، د ۹۷م کال له پسرلي تر ژمي پورې یې ۷۰ فیصده کارونه پرمخ تللي، خو د بارانونو له امله ونه توانېدو چې نور پرمخ لاړ شو، خلکو ته خبر ورکوو چې تر دوو میاشتو پورې لوی کانال جوړېږي، خو د دې لپاره چې ستونزه له کنټروله ونه وځي، کاري ټیمونه په ټانکرونو اوبه تخلیه کوي چې پخوا دا ټانکرونه موجود نه وو." که څه هم کابل ښاروالۍ د واټونو د اوبو د جاري کېدو لپاره په ځینو سیمو کې یو شمېر کانالونه جوړ کړي، خو کابل [...]

اپریل 16th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

افغان حکومت: د قطر ناستې د ګډونوالو نوملړ نهایی شو

د افغانستان یوې حکومتي سرچینې ویلي چې د 'پخلاینې مشرتابه شورا' سره له څو ورځنیو چانو وهلو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی. سرچینه وايي، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي. په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلي. طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د "بین الافغاني" خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوي، نو هلته به مطرح کېدونکي نظرونه شخصي بڼه ولري نه د حکومت [...]

اپریل 15th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

زلمى خليلزاد : امريکا پر افغانستان جگړه نه ده تپلې

پر ټويټر د ښاغلي خليلزاد د پيغامونو تازه لړۍ ظاهراً د طالبانو وروستۍ وينا ته ځواب دى. وروسته له هغه چې ښاغلي خليلزاد او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال مېلر د 'الفتح' په نامه د دغه غورځنگ د پسرلنيو عملياتو اعلان وغانده، نو طالبانو دوى دواړو ته په ځواب کې ويلي و چې گواکې جگړه پر دوى تپل شوې ده. افغان سولې لپاره د امريکا استازى په خپل پيغام کې چې د پخوا پرتله ډېر د خوشبينۍ نه برېښي ليکي چې د خبرو اترو پر مهال يې د جگړې کمولو او د وژنو د لړۍ درولو لپاره د لارو چارو وړانديز کړى، خو په وينا يې طالبان له همکارۍ انکار کولو سره د وينې بهېدنې دا لړۍ لا اوږدوي.

اپریل 15th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

ارګ: د جرګې په اړه به د یو شمېر سیاسي ګوندونه اندېښنې واورېدل شي

ارګ  وايي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ د ثبات او هم‌پالنې ټیم د دې مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له دوی سره نه‌ وو شریک کړي. د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې  دا خبره کړې او په دوام کې یې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني به له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري او د هغه اندېښنه او شکایت به واوري. اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په نوم ناسته د افغانستان شته ستونزې نه‌شي هوارولی او دی او ټیم یې په‌کې برخه نه اخلي. له دې سره د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او جرګه کې برخه نه اخلي. دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې کابل کې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې [...]

اپریل 15th, 2019|Categories: Uncategorized, خبرونه|0 Comments

د قطر غونډې ګډونوالو نوملړ پر سر ناندرۍ

قطر پلازمېنې دوحې غونډې ته له یوې اونۍ لږه موده پاتې ده، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی نهايي شوی. ټاکل شوې وه چې دې چارې ته د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړه شوې شورا نن 'شنبه د اپریل ۱۳ ' خپلې چارې بشپړې کړي، خو داسې ښکاري چې د اختلافونو له کبله دا کار ځنډیدلی دی. دا چې څه شمېر کسان قطر ته لاړ شي، له اختلافي مسائلو یوه ده. د پخلاینې د رهبري شورا د تېرې چهارشنبې ورځې غونډه کې په دې اړه هوکړه ونه شوه، د ځینو نظر دا و چې لږ شمېر کسان دې لاړ شي، ځینو نور بیا ویل چې کسان باید ډېر وي، ځکه د دوی په وینا قطر درې - څلور سوه کسانو ته چمتوالی ښودلی دی. دغه موضوع کاري کمېټې ته وسپارل شوه چې خپلې سپارښتنې راوړي، خو هغه لا په دې حد کې نه دي [...]

اپریل 14th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

قريشي: موږ د افغانستان د سولې کلک پلوي یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره د دې پروسې لپاره د ټولو هڅو کلک پلوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې ټوېټرپاڼې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د پيلولو اعلان وغانده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د شنبې په ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي: "پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري، بلکې د افغانستان د شخړې یوازنۍ سوله ییزه حل لاره سیاسي خبرې اترې دي."

اپریل 13th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

زلمی خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ټول افغانان باید د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان وغندي. نوموړی لیکي، امریکا د حکومت په استازیتوب د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان غندي او پر پاکستان او قطر یې غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو دا اعلان وغندي. ښاغلی خلیلزاد وايي، په داسې حال کې چې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دا اعلان ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي. نوموړی زیاتوي، ډېر طالب جنګیالي د دوی د ځینو مشرانو په ګډون د دې اعلان مخالفت کوي.      

اپریل 13th, 2019|Categories: خبرونه, سیمه او نړۍ|0 Comments

تېرو دریو میاشتو کې تر سل زره ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

د روان میلادي کال له پیله تر یو لک ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري یې لامل د امریکا له لورې پر ایران لګیدلې بندیزونه بولي. د نوموړي په خیره، یو شمیر نور شرایط هم سبب شول چې په ایران کې میشت افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې وه، چې د جنوري میاشتې له پیله تر اوسه یو لک او څه باندې ۳۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي. په‌دې راپور کې راغلي دي چې په همدې موده کې څه باندې پنځه نیم زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.  

اپریل 11th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments

په هند کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

په هند کې نن خلک د دې هېواد د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې رایې ورکوي. د دې انتخاباتو په لړ کې د مرکزي پارلمان پینځه سوه او درې څلویښت غړي انتخابېږي. د هند پارلماني ټاکنې د رایې ورکولو په شاوخوا یو میلیون مرکزونو کې په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او د مې میاشتې تر نولسمې به دوام وکړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون په وینا، نژدې نهه سوه میلیونه کسان د رایې ورکولو حق لري. د دې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د مې په ۲۳مه اعلان شي.  

اپریل 11th, 2019|Categories: خبرونه, سیمه او نړۍ|0 Comments

ولسمشر غني ملت ته حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه د وري په ۲۱مه، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پېل کړ. ولسمشر غني په‌دې مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل،  ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او د بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت رپوټ ورکوي. غني وویل، د معلوماتو قانون يې توشیح کړ چې هدف یې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي. هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ د حکومت فعالیت په تحقیقي رپوټونو کې وڅېړي. ولسمشر غني وویل، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالی پرمختګ کړی چې په نورو حکومتونو کې سارۍ نه‌لري.  

اپریل 10th, 2019|Categories: خبرونه|0 Comments