د هیواد دوو سترو مخورو او پېژندل شوو شخصیتونو(د حرکت.ا.م.ا ګوند رهبر او د ارشاد حج او اوفاقو وزیر محترم الحاج مولوي عبدالحکیم منیب او د ولسي جرګې پخواني استازي محترم مولوي تره خیل محمدي) د یوې سترې او شانداره غونډې په ترڅ کې د پښتنو عنعنوي جرګې پرېکړې ته لبیک ووایهٔ.
د هغه پېښې له امله چې د دغه دوو محترمو شخصیتو ترمنځ په ارګ کې رامنځ ته شوې وه. د هیواد بیلابیلو سیمو مشران په ځانګړي ډول د جنوب او جنوب ختیځ زون درانه مشران، د مشرقي زون قدرمن شخصیتونه، د مرکزي زون درانه سپین ږيري، د لوې پکتیا سرتاسري شورا مخور، د مموزیو او زرمت شوراګانو مشران، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشران، د مجلسینو درنو غړو او د دولت بیلابیلو سطحو چارواکو دا وپتېله څنګه چې دواړه لوري د اسلامي درېځ درولودونکي او دیني عالمان دي د پښتنو عنعنوي جرګې ته یې کښېنوي، په همدې خاطر یې د جرګې پلاوی وټاکه او له دواړه لوریو څخه یې په توی وړی واک واخیست، دغه جرګه د څوارلس تنه غړو(الحاج رحمت الله «واحدیار»، قاري سید عمر «هوتک»، سناتور محمد عثمان «رحماني»، جنرال محمد زمان «مموزی»، مولوي محمد خالقداد، ډاکتر میرویس«دانش»، حاجي قندهاری «خلیل»، حاجي خواني «جهاني»، حاجي ګلام خان «احمدزی»، حاجي محمد، استاد عبدالوحید«وحید»، حاجي عبدالرحمن «ځدراڼ»، سناتور حاجي اکبر «ستانکزی» او قاري خواجه الدین) څخه جوړه وه، ورسته له دقیقې او هر اړخیزې پلټې د پښتنو د عنعنوي جرګې د اساساتو مطابق په ځای او ټول منلې پرېکړه وکړه چې نن چهارشنبه د ۱۳۹۸لمریز کال د مرغومي په ۲۵مه نیټه د صلحې په هوټل کې د یوې سترې او پرتمینې غونډې په ترڅ کې د جرګې پرېکړه اعلان شوه. په دغه غونډه کې د کابینې غړو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو، دیني عالمانو، د هیواد نامتو سیاسي شخصیتونو، قومي مخورو، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشرانو، د جنوب او جنوب ختیځ زون مشرانو، د ختیځ زون مخورو، د مرکزي زون مشرانو، د لوې پکتیا سرتاسري شورا، د زرمت شورا او د مموزیو شورا مشرانو د د رسنیو د استازو په ګډون شاوخوا دوه زره کسانو برخه اخستې وه.
د غونډې درېځ چلونکی د عدلې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي ؤ، پروګرام د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو چې د هیواد نومیالي قاري شیخ القراء الحاج برکت الله سلیم له خوا قراءت شو، له تلاوت څخه وروسته ټول ګډونوال د ملي سرود آورېدلو ته په احترام ودرېدل.
ورپسې د جرګې د غړي قاري سیدعمر هوتک له خوا د جرګې پرېکړه ګډونوالو ته اعلان شوه. په پرېکړه کې راغلي وو: د هغه شخړې له امله چې د مولوي صیب تره خیل محمدي د کورني غړو لخوا په ارګ کې د ارشاد حج او اوقافو د درانه وزیر مولوي عبدالحکیم منیب پر وړاندې رامنځ ته شوې وه؛ موږ دا لازمه وګڼله چې مولوي صيب تره خیل «محمدي» دې، درې سوه زره امریکایي ډالر د پور په توګه؛ درې پسونه او یو غوايی د پښتنو د عنعنې له مخې د وزیر صيب کور ته د ننواتې په توګه ورولي؛ یو پسه د مموزیو شورا ته، یو پسه د زرمت شورا ته، دوه پسونه د پکتیا سر تاسري شورا ته، دوه پسونه د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند دفتر ته، دوه پسونه د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته او پنځه پسونه دې ارګ ته چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی د ننواتې په توګه ورولي.
د پرېکړې تر اعلان څخه وروسته مولوي ترخیل محمدي په خپل وینا کې د الحاج مولوي عبدالحکیم منیب څخه معذرت وغوښت او زیاته یې کړه چې د جرګې پرېکړه ټکي په ټکي منم، نوموړي وزیر صیب مولوي عبدالحکیم منیب خپل تره وباله او زیاته یې کړه چې له دې و روسته د نوموړي سره هیڅ ستونزه نه لري.
ورپسې وزیر صیب مولوي عبدالحکیم منیب درېځ ته تشریف راوړ د ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چې د روغې جوړې په پروسه کې یې هلې ځلې کړي وي او په غونډه کې یی ګډون وکړ. همدارنګه نوموړي وویل چې د جرګې پرېکړه ورته د منلو وړ ده؛ خو د جرګې له خوا د ټاکل شوي پور په اړه یې وویل چې د دې پور ډېره برخه بېرته د الله تعالی(ج) د رضا لپاره ملاتره خیل محمدي ته وربښم او ډېره کمه برخه یې په دې خاطر اخلم تر څو د جرګې د عنعنې په اساس داسې فکر ونشي چې ماخپل پور ورباندې قرض پرېښودهٔ. نوموړي وویل چې ما مولوي صیب تره خیل او د کورنۍ غړي یې د الله تعالی(ج) د رضا په خاطر او د پښتنو د عنعنوي جرګې د پرېکړې په اساس وبښل، تر دې وروسته په دولت او څارنوالۍ کې د نوموړي په اړه هیڅ شکایت نه لرم او ټولې ستونزې مې ورسره حل دي.
ورپسې د مولوي صیب تره خیل له خوا وزیر صیب مولوي عبدالحکیم منیب ته د درناوي په خاطر لنګۍ ورپه سر شوه او د جرګې غړو ته لنګۍ ډالۍ شوې، همدارنګه د وزیر صیب له خوا هم د جرګې غړو او مولوی صیب تره خیل ته د قدردانۍ په خاطر لنګۍ ډالۍ شوې. د غونډې په پای کې د قاضي محمد امین وقاد او نورو ګډونوالو لخوا په افغانستان کې د سرتاسري سولې د راتګ په خاطر دعا وشوه.