د اټومي انرژۍ نوم چې یاد شي، خلک فکر کوي چې اټوم بم او یا هستوي وسلې به جوړوي، دا فکر تر ډېره د هغو هېوادونو په برخه کې صدق هم کوي چې اټومي وسلې لري او یا یې د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.

دا مهال د نړۍ له ۱۹۵ هېوادونو یوازې ۹ هغه یې (روسیه ، امریکا متحده ایالتونه، هند، پاکستان، فرانسه، چین، برتانیا، اسراییل او شمالي کوریا) اټومي وسلې لري.

پاتې نور هغه هېوادونه چې د اټومي انرژۍ په برخه کې فعالیت لري، دغه فعالیت یې سوله ییز دی.

افغانستان هم له همدغې ډلې هېوادونو دی.

د افغانستان د اټومي ټیکنالوژۍ لنډه تاریخچه

د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې په کال ۱۹۵۷ م کې یعنې ۶۳ کاله پخوا د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سازمان یا د (International Atomic Energy Agency) په لنډ ډول (IAEA)د ۲۲ غړي هېواد په توګه خپل کارونه پيل کړي دي.

دې غړیتوب ته په کتو اړتیا وه چې افغانستان باید داسې یوه اداره جوړه کړي چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس منډیټ یا اصولنامه پلې کړي.

د داوود خان په وخت کې چې کله دا اداره فعاله شوه لومړی کار یې دا و چې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې یې د هستوي فزیک لابراتوار فعال کړ.

وروسته بیا د کابل په علي اباد روغتون کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړ، چې “کوبالت ترافي” ورته وایې او د راډیولوژۍ په واسطه یې د سرطان درملنه کوله.

چارواکي وایې په هغې وخت کې په سیمه کې دا مرکز چې د نړیوالې اټومي انرژۍ آژانس به لګښت جوړ شوی وو تر ټولو عصري مرکز وو چې ان له ګاونډیو هیوادونو به ناروغان د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره ورته راتلل.

وروسته په میوند تدریسي روغتون کې د زنانه رحم تمور تشخصیه مرکز جوړ شو چې پکې د راډیو اکتیو ستنې کارولې او د رحم تمورونه یې پرې تداوي کول.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي رییس پوهاند زلمی احمدزی وایي دا ټول مرکزونه په کابل کې د خپلمنځي جګړو پرمهال له منځه تللي او اوس داسې څه نه لري چې پرې حساب وکړي:

“له کورنیو جګړو مخکې موږ دلته پر مختللی لابراتوار درلود چې محصلینو به پکې د هستوي انرژۍ په برخه کې عملي زد کړې کولې او تجربې به یې حاصلولې خو اوس هېڅ هم نه لرو، یوازې دا څو الې دي چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس راکړې، چې د اوسني عصر له پرمختګونو سره هېڅ سر نه خوري.”

د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون

دا مهال چې په سیمه او نړۍ کې د هستوي انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو افغانستان له شپیته کلن مزلو وهلو وروسته لاهم پدې برخه کې لومړني ګامونه اخلي.

د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون د یوه کوچني خپلواک اداري واحد په توګه په پلازمېنه کابل کې فعال دی چې یوازې یو میلیون ډالر بودیجه لري او ۱۲۰ تنه دایمي او همکار کارکوونکي لري.

ددغه کیمسیون رییس ډاکټر طاهر شاران وایې په تېرو نولسو کلونو کې د کمیسیون د فعالیتونو پراختیا لپاره د پام کار نه دی شوی او دوی کومه خاصه لاسته راوړنه هم نه لري:

“په سیاسي کچه دې برخه کې پانګونې لپاره کومه لېوالتیا نه لیدل کېږي، دا مهال زموږ فعالیتونه په هېڅ حساب دي، د ګوتو په شمېر متخصصین لرو، حال دا چې اوس مهال موږ له ۱۵۰۰ زیاتو متخصصینو ته اړتیا لرو. هڅه مو دا ده چې چارواکو ته قناعت ورکړو چې دې برخو ته پاملرنه وکړي.”

په افغانستان کې د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون فعالیتونه هم سوله ییز دی یعنې د طبابت، کرنې، صنعت، امنیت، کانونو، اوبو او انرژۍ، د ډله ییزې سلاح پر کارونې د ممنوعیت په برخو ورټول دي.

د اټومي انرژۍ ادارې بل کار دا دی چې لابراتوارونو ته اجازه لیک ورکوي چې د اکسرې او سټي سکن له دستګاوو چې راډیو اکټیو شعاوې پکې تولیدیږي استفاده وکړي.

هغه ماشینونه چې راډیو اکټیو او اکس شعاوې تولیدوي له خطره خالي ندي او کاروونکي یې باید رسمي جواز لیک ولري.

خو د عامې روغتیا وزارت د لابراتوارونو رییس ډاکټر نصیراحمد ستانکزی وایي د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې او په ټوله کې د طبابت په برخه کې د هستوي ټکنالوژۍ کارونې امکانات ډېر محدود دي.

له ایران سره د همکاریو تفاهم لیک او اندېښنې

د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون وایې دې ادارې ته نه پاملرنه ددې لامل شوه چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په غوښتنه له ایران سره د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړي ترڅو خپلې کمۍ پرې پوره کړي.

دغه کمیسیون په وروستیو کې د ایران له اټومي انرژۍ ادارې سره د دوه اړخیزه همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې له افغانستان سره خپلې تجروبې شریکوي، متخصصین به ورته روزې او مالي مرسته به هم ورسره کوي.

خو د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه چې د اټومي انرژۍ له درکه د امریکا له فشارونو او بندیزونو سره هم مخ دی په دا ډول ستراتیژیکه موضوع کې د تفاهم لیک لاسلیکول له نیوکو او پوښتنو سره مخ دي.

د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې پخوانی رییس ډاکټر محمد تنها اندېښنه لري چې له ایران سره ددې تفاهم لیک لاسلیک کول د افغانستان لپاره له خطره خالي نه دی او ښایي له ګټې یې تاوان ډېر وي:

“له ایران سره ددې تفاهم لیک په لاسلیک کې بیړه شوې، لومړی دا چې دا یوه ستراتيژیکه مسله ده او له یوه ګاونډې سره چې افغانان ترې ښې خاطرې نه لري د دا ډول تفاهم لاسلیک کول له خطره خالي نه دي، بل دا چې ایران نن سبا ډېر منزوي دی چې لامل یې هم هستوی ټيکنالوژي ده، په داسې حال کې چې موږ د یوه مستقل هېواد په توګه ورځو او تړون ورسره لاسلیک کوو دا پدې مانا ده چې مونږ ایران ته کریډیټ ورکوو یا یې فعالیت ته مشروعیت ورکوو، ځکه ایران کولای شي له دې تړونه د ځان خلاصون لپاره کار واخلي.”

ښاغلی تنها وایي ایران (NSG) Nuclear Suppliers Group غړی نه دی او ددې ګروپ غړي هغه هېوادونه دي چې هستوي انرژي تولیدي او په نورو هېوادونو یې پلورلی شي یا یې وړیا ورکولای شي، خو ایران دا یو کار هم نه شي کولی، نو موږ ته د ایران هېڅ ګټه نه شته.

نوموړی وایې هستوي انرژي هر هېواد په خپلو ځانګړو مشخصاتو تولیدوي او ټول تخنیکي اړخونه یې هغوی ځانته ارزولي دي په داسې حال کې به افغانستان په ایران پورې تړلی وي او که یوې وړې منبع ته هم ضرورت پيدا کېږي نو افغانستان به د ایران لمن نیسي یا به یې ایران نه ورکوي او که یې ورکوي په ډېره لوړه بیه به وي.

خو د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون رییس طاهر شاران بیا وایي، له ایران سره دغه تفاهم لیک مشروط دی او پکې دواړو هېوادونو ته صلاحیت ورکول شوی چې ترې ووځي او یا پکې بدلون راولي.

د یادولو ده چې افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون د درلودلو ترڅنګ، له اټومي انرژۍ د استفادې قانون هم لري او دارنګه له وړانګو د ځان ساتنې مقرره، د راډیو اکټیو موادو د ساتنې مقرره، له دې موادو د چاپېریال د ساتنې مقرره هم د اجرا وړ دي.