د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تر ۵۴ زره ښوونکو ته اړتیا شته چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زدکوونکو ته دوه سوه دوه ویشت زره ښوونکي زدکړي ورکوي.

د غزني ښار کې ګڼ شمېر زدکوونکي په یوه کورس کې د زدکړو لپاره راټول شوي. ډېری دا زدکوونکي د غزني د ولسوالیو د لېسو او منځنيو ښوونځیو زدکوونکي دي. دوی له لیرې ولسوالیو غزني ښار ته راغلي دي.

دوی وايي، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د درسونو ټیټ کیفیت د دې سبب شوی، چې د ژمي په سړه هوا کې له ستونزو او ډېرو لګښتونو سره سره د ښوونځیو د مضمونونو درسونه په خپل لګښت په خصوصي کورسونو کې مخته بوځي.

د اندړو ولسوالۍ یو زدکوونکی صمیم وايي:

“د اندړو له ولسوالي دلته د غزني ښار ته راغلی یم. غواړم دلته د ژمي رخصتیو کې د زدکړي کورسونه تعقیب کړم. دا چې زموږ په ښوونځیو کې مسلکي او د عصري علومو ښوونکي نشته، نو هڅه مې وکړه دلته خپله وړتیا لوړه کړم. که څه هم دلته لګښتونه هم زیات دي.”

د انګلیسي ژبې او نورو ساینسي علومو د مضمونو زدکړه هغه څه دي چې د صمیم په څېر لسګونو ځوانان يې اړ کړي پښه يې تر ښاره را ورسېږي.

په دې کورسونو کې د راغلو زدکوونکو او ځینو ښوونکو لپاره دهر مضمون زد کول له ۵۰۰ تر دوو زرو افغانیو لګښت لري، چې دا لښګت د ځینو بېوزلو کورنیو لپاره ستوزمن دی.

سلیم کروندگر د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ په یوه دولتي ښوونځي کې د انګلیسي ژبې ښوونکی دی.

هغه وايي دولت د ښوونکو د تدریس لوړولو لپاره په زړه پورې کړنلاره نه لري، نو له همدې امله پخپله هڅه کوي، چې په خصوصي کورسونو کې د وړتیاوو لوړولو ته مخه کړي.

نوموړی وايي:

“زه د وردګو ولایت د جغتو ولسوالي څخه دلته راځم. د ورځې شاوخوا ۴۵ دقیقې پلی لار وهم. وروسته هم لاره خرابه ده. د ماینونو خطر هم شته. زه هالته په یوه ښوونځي کې ښوونکی یم. له حقوقو فارغ یم، خو په ښوونځي کې د انګلیسي ژبې ښوونکی یم. نو اوس دلته غواړم انګلیسي ژبه زده کړم او کورسونه تعقیب کړم.”

د غزني په څه د پاسه ۶۰۰ ښوونځیو کې شاوخوا نهه زره ښوونکي تدریس کوي، چې شاخوا درې زره يې نامسلکي او ځینې يې لا تر دوولسم ټولګي هم ټیټې زدکړي لري.

د غزني د پوهنې ریاست د تدریسي چارو مرستیاله نجما وايي دوی د ښوونکو د وړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري.

د مسلکي ښوونکو نشتوالي نه یوازې په غزني ولایت کې سرخوږی جوړ کړی بلکې د غزني په ګاونډ میدان وردګ ولایت کې هم د چارواکو په خبره ـ ۴۰ـ سلنه د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله سرټکوي.