د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړى دى او ويلي يې دي، چې په شرايطو برابر کسان دې خپل غوښتنليکونه کرکټ بورډ ادارې ته ولېږي.

د افغان لوبډلې مشر روزونکى پيل سيمونز دى، چې د ٢٠١٧ کال د دسمبر په مياشت کې يې د افغانستان کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي په حېث دنده پيل کړه.

خو د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عزيزالله فضلي په خپلو خبرو کې ويلي و، چې له پيل سيمونز سره يې دوه کلن قرارداد پاى ته رسېږي او دوى نور نه غواړي چې له هغه سره قرارداد وکړي. نوموړي دا لامل ښودلى و، چې دوى د يوه داسې روزونکي په لټه کې دي، چې هغه افغانستان ته راشي او په افغانستان کې دننه لوبغاړو ته روزنه ورکړي.

همدا راز د ٢٠١٩ نړيوال جام په ترڅ کې پيل سيمونز له يوې نړيوالې رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې هغه نور نه غواړي چې د افغانستان کرکټ بورډ سره خپل قرارداد وغځوي. نوموړي ويل چې قرارداد يې ختم شي نو له افغان کرکټ بورډ سره به دنده پرېږدي.

همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ نوي چيرمېن فرهان يوسفزي هم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې مشر روزونکى د لوبغاړو د استعداد څرګندولو لپاره ډېر مهم دى، نو همدا لامل دى چې دوى اوس غواړي د ملي لوبډلې لپاره روزونکى بدل او مشر روزونکى يو بل څوک وټاکي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکلي دي، چې په شرايطو برابر ټول هغه اشخاص چې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د دندې ترسره کولو لېوالتيا لري، کولاى شي خپل غوښتنليکونه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته راولېږي.

د ځينو اوازو تر مخه، چې کرکټ بورډ له ځينو پاکستاني او هندي پخوانيو لوبغاړو سره خبرې کړې دي، تر څو د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حېث يې وګوماري.