د حرکت انقلاب اسلامي.م. افغانستان ګوند عمومي منشي او د ارشاد حج او اوقافو وزارت سلاکار الحاج رحمت الله واحدیار د افغانستان له کلیدي سیاستوالو څخه دی، چې په خپلو ویاړلو سیاسي کارنامو یې لوړ رسمي او ټولنیز مقامونه خپل کړي دي.

ښاغلی واحدیار د حاجی فقیر محمد زوی په ۱۳۳۶ هـ ش کال د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ  د کوتې خیلو کلې کې  نړۍ ته سترګې وغړولې. لومړنۍ زده کړې یې د کوتې خیلو ابتدایه ښوونځي کې پیل کړې

د ابتدایه زده کړو وروسته  منځنې  دوره  یې په نورالمدارس الفاروقی د غزنی ولایت کې بشپړه کړی، او د لیسې دوره یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د روح المدارس روحاني دارالعلوم کې سرته ورسولې. پاتې نورې زده کړې د پیښور په مشهورو مدرسو او اسلامي مرکزونو کې په شخصې ډول سرته ورسولې.

په ۱۹۹۹ م  کال کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په عالی درجه د ډیپلوماسۍ او سیاسي علومو  معتبر سند ترلاسه کړه. نوموړي تر دې دمه د هیواد په سیاست کې رغنده رول لوبولی دی .

هغه وخت چې د شوروي یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې سپېڅلی جهاد پيل شو؛ نوموړی هم د  مجاهدینو له لیکو سره د یو ځای او په پکتیا ولایت کې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند له لوري د پکتیا ولایت د عمومي امر په صفت وګمارل شو. د هغه وړتیا او باور له امله چې په نوموړي کې شتون درلود په۱۳۵۹-۱۳۶۰ کلونو کې په سعودي عربستان کې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د استازی په توګه په دنده وګمارل شو.

د سعودي عربستان څخه  د جهادي جذبي او احساس له امله بیرته د جهاد سنګر ته ولاړ. د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند لخوا د پکتیا ولایت د عمومي قوماندان په صفت کار پیل کړ. په ۱۳۶۷ ه-ش کال کې په داسي حال کې چې د پکتیا ولایت د عمومي قوماندان په صفت یی هم دنده مخته وړه، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د حرکت انقلاب اسلامي  افغانستان د عمومي نماینده په توګه وګمارل شوو.

د ښاغلي واحدیار وړتیا ته په کتو د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند لخوا د همدغه ګوند د عمومي منشي او د نظامي کمېټې د رئیس په توګه ۱۳۷۱ کال پورې دروند مسولیت وروسپارل شو. په هیواد کې د شوروي د شکست او د کمونیستي حکومت تر ماتې وروسته، د اسلامي حکومت په دوران کې د لومړنۍ جهادي شورا غړی، د حضرت صیب صبعت الله مجددی (رح) او داستاد برهان الدین رباني(رح) په حکومتونو کې د مهاجرینو وزارت د وزیر په توګه په درایت او شایستګۍ سره دندې ترسره کړي دي.

د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو او شهیدانو د وزارت مسلکي معین په توګه په دنده وګمارل شو.

د حرکت په نوي تشکیلاتو کې د عمومي منشي په توګه د خدمت سربیره په ۱۳۸۹ کال کې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء د سلاکار په توګه یی دنده ترسره کړه . د روان ۱۳۹۸ کال  په لومړیو میاشتو کې د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې د حج د برخې د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شوو، او لا هم د حج په برخه کې د دغه وزارت د فعال سلاکار په توګه دنده تر سره کوي.

نوموړي په پښتو سربېره په دری، عربی او اوردو ژبو روانې خبرې کوي او  په انګلیسی هم علمي تسلط لري.

ښاغلی واحدیار د سیاسي زغم ستر ملاتړی دی هغه په دې باور دی چې  د سیاسي مشترکاتو لټون د یو ملت د پایښت لپاره د حل بنسټيزه لار ده، چې د مهارت او تخصص د شریکولو په اساس یی ترلاسه کولای شو.

ښاغلي واحدیار د افغانستان د ستونځو د هوارې په موخه د جوړی شوی مشورتي لوي جرګې سربیره په نورو سترو او اغیزمنو  لویو جرګو  کې غړی پاتې شوي او د دغو جرګو په مهال د هیواد د ستونځو په تړاو د ستایني او عمل وړ نوښتونه او وړاندیذونه کړي دي.

نوموړي د افغانستان دولت او ولس په استازیتوب، په هیواد د ننه او له هیواد څخه بهر په مهمو ملي او نړیوالو سمینارونو او کنفرانسونو کې  هم ګډون کړی او د هیواد د ستراتېژیکو ګټو او لومړیتوبونو څخه یې په ښه توګه دفاع کړې ده.