د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي دي چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېداى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي.

دغه چارواکي وويل، د تاوتريخوالي کمېدو په اړه له دغې لومړنۍ موافقې وروسته به په لسو ورځو کې بين الافغاني خبرې پيل شي.

د اسوشیټېډ پریس خبري آژانس له دغې امریکایي سرچینې نقل قول کړی چې امریکایان او طالبان پر یوه لنډ مهال اوربند موافقې ته رسېدلي چې په راتلونکو ورځو کې به پلې شي. که دغه هوکړه بریالۍ وي، د رسمي اوربند، په بله میاشت کې به د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او په اوږدمهال کې د امریکايي سرتېرو د وتلو لامل شي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، پر اووه ورځني تاوتریخوالي کمولو هوکړه کې به د افغان حکومت امنیتي ځواکونو په ګډون ټول افغانستان شامل وي.

دغه مسؤل امریکايي چارواکي چې اجازه یې نه درلوده په دې اړه علني خبرې وکړي ویلي، ښايي د دې اونۍ په پای کې دغه هوکړه لاسلیک شي. سرچینې ویلي طالبانو ژمنه کړې چې ځانمرګي، د سړک غاړې بریدونه او چاودنې به دروي.

د طالبانو یوې سرچینې چې په خبرو اترو کې یې برخه درلودلې ویلي ټاکل شوې ده دویمه هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ چې د کب لسمه کېږي لاسلیک او بین الافغاني خبرې به د مارچ میاشتې پر لومړۍ چې د کب ۱۱ مه کېږي، پیل شي.

بل لور ته بیا د ناټو کلنۍ امنیتي غونډه د افغانستان د کړکېچ اوارولو لپاره د عملي ګام اخېستو او سولې ته د ټوکېدلو هیلو پر ورځو ترسره کېږي چې په کې ناټو هم له خپل طرفه زرغون څراغ ښيي.

د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ وايي، که طالبان د تاوتریخوالي کمولو په لړ کې خپله وړتیا او ژمنې پر ځای کړي، نو دوی به هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تنظیم کړي.

د ناټو مشر په جرمني کې د ناټو په کلنۍ امنیتي غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر لږولو او راتلونکې تګلارې سلا مشورې روانې دي:

“ناټو دا وخت په افغانستان کې ۱۶ زره پوځیان لري او که طالبان رښتیانی توان او نیت وښيي چې تاوتریخوالی کمولی شي نو ناټو د خپلو ځواکونو تنظیمولو ته چمتو ده. څه چې ناټو د سولې په بهیر کې کولی شي دا دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي چې طالبان هم پوه شي چې د جګړې په ډګر کې یې نه شي ګټلی باید کښېني او خبرې اترې وکړي.”

ښاغلي سټولتنبرګ پر ټویټر لیکلي چې له ولسمشرغني سره یې د افغانستان کړکېچ ته د سوله ییزو او پر خبرو اترو د ولاړې حل لارې موندلو خبرې کړي.

له نورو لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو ډېر جزییات لا نه دي څرګند شوي، خو په وروستي عکسونو کې چې د جرمني د مونیخ له ښاره د ۵۶ امنیتي کنفرانس له ځنډو خپور شوی، تر ټولو مهمې څېرې په کې لیدل کېږي، افغان ولسمشر محمداشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د دفاع وزیر یې مارک اسپر، د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ او د افغانستان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو چارسمبالي.

له ارګه خپاره شوي معلومات وايي چې ولسمشر غني د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو مقاماتو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې، امنیتي او نوور اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړي.

د بي بي سي داود اعظمي په خپل تحلیل کې وایي، دغه ډول څرګندونې او غونډې دا ښکاره کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون لاسلیکېدل اوس د ورځو خبره ده او کېدای شي، په دوو یا درېیو اونیو کې دا چاره تر سره شي. طالبان او امریکایان اوس پر دې غږیږي چې د تشدد د لږوالي ورځ به کله پیلېږي.

له دې ورځې وروسته به د تاو تریخوالی کچه ډېره ټيټه وي، لوی بریدونه به نه کېږي او دواړه خواې به په دفاعي حالت کې وي.

ټاکل شوې چې د ”تشدد لږوالي” له پیل ورځې به شاوخوا یوه اونۍ وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیکېږي.