حافظ القرآن الحاج مولوی عبدالحکیم منیب دالحاج محمد نظر زوي چې د سه سنبی په ورځ ۲ /۱۳۵۰/۶ لمریز کال د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې سترګې دنیا ته پرانیستلې. ښاغلي منیب خپلې ابتدایئ اولوړې زده کړې دلیسانس ترکچې په کوثر، انوارالقرآن ، جامعه رحمانیه ،او د نوی ټاون او همدا راز دپیښور په نورالمدارس ، هاشمیه، زړه باړه،دارالعلوم عربیه ګجرات ، مردان،خیراباد مردان، درارالعلوم رستم ،ضیاءالمدارس پيښور بورډ په دینی مدارسوکې ترسره کړي.

الحاج عبدالحکیم منیب دعمر په څوارلس کلنۍ کې د قرآن عظیم الشان دیرش سپارې په جامعه انوارالقرآن مدرسه کې حفظ کړي. ښاغلي .منیب. صاحب چې دسیاست سره دشوق اوعلاقې په درلودلو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ څانګې ته شامل او د نوموړې څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شو. دهیواد سره د مینې او خلوص له امله د کندهار ولایت دمستوفیت په ریاست کې د محاسبې د آمر او د نوموړي ریاست معاون په توګه تقرر حاصل کړ. دنوموړی ریاست لږموده نه وه پوره شوي چې د یاد ولایت دمستوفیت درئیس په توګه وټاکل شو. نوموړي دښه تفکر له کبله په ډیرکم وخت کې وکولای شول چې دمخابراتو اوټیکنالوجی وزارت د ادارای معین په توګه تقرر حاصل کړي.

ښاغلی منیب صاحب د ولس په یوالې کې دتجربې اولیاقت په درلودلو سره د سرحدونو چارو وزارت دقومونو اوقبایلو معین په توګه وټاکل شو، نوموړي دیاد وزارت معینیت دزیاتې مودې لپاره په ډیره بریالۍ توګه پرمخ یووړه ،چې وروسته دترانسپورت وزارت دمعین په ټوګه وټاکل شو،دا چې ښاغلی منیب صاحب همیشه دولس سره پاتې شوي په اضطراری او د اساسی قانون په لویو جرګو کې د پکتیا ولایت د ولسونو د استازی په توګه شامل شو، همدارنګه الحاج عبدالحکیم منیب صاحب ددولت په لویو پوستونو باندې دښه برنامو په درلودلو سره په کال ۱۳۸۴ لمریز دارزګان دوالی په توګه ونومول شو. وروسته دافغانستان اوپاکستان ترمینځ دآمن په جرګه ګئ کې دجمهور ريس له لوری په یاده جرګه ګې دغړي په صفت وټاکل شو. او بیا په کال ۱۳۸۹ کې دارشادحج او اوقافو وزارت دمسلکی معین په توګه د زيات وخت لپاره پاتې او د ولس په خدمت کې دعمر شپې او ورځې تیرې کړې. منیب صیب د خپلې سپيڅلي غوره کړنو او ولسي خدماتو په پايله کې  په ۱۳۹۸ کال کې د ارشاد حج او اوقافو د وزير په توګه په دنده وګمارل شو او تر اوسه يې دغه دنده په ښه توګه پرمخ بيولې ده.

داچې ښاغلی منیب ددې ترڅنګ چې په دولتی اوغیردولتی کارونو بوخت وه همیشه یې داسلام دمبین دین په اطاعت او د غیور اومجاهد پروره ملت په یوځای والی کې رغنده رول لوبولۍ ،او د شوروي يرغلګرو په وړاندي يې دمقدس جهاد په لیکوکې دالله تعالی درضا اود اعلاءکلمةالله لپاره نه ستړی کیدونکې مبارزی ترسره کړي دی ، چې بیلګه یې په خوست اوپکتیا ولایتونو کې دجهاد په ګرمو سنګرونو کې دهیواد د استقلال په خاطر دده دقوی مبارزو او کارنامو یادونه کولای شو، ددې ترڅنګ نوموړي په کال ۱۹۹۲ کې دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند دځوانانو د جمیعت طلبه حرکت داجرایه شورای غړی پاتې شوي ده، ښاغلی الحاج عبدالحکیم منیب صاحب په پښتو،دری او عربی ژبو روانې خبرې اولیکنې کولای شي .

په حرکت کې د ډیر محبوبیت او قوي مدیریت په درلودلو سره همیشه د حرکت د علماو د اعتماد څخه برخمن وه، اود همیش لپاره به یې دحرکت ځوانانو سره دناستې پرمهال ښئ اونیکې مشورې ورکولې چې بالاخره په کال 1394 ه ش کې دحرکت پخوانیو او اوسنیو برجسته علماو له لوری دازادو ټاکنو په ترڅ کې دحرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند د مشر او رهبر په توګه وټاکل شو. ښاغلی منیب دهیواد څخه بهر دخپل ولس په استازیتوب زیات بهرنی سفرونه ترسره کړي چې دکوچنې بلګې په توګه يې نومونه په لاندې ډول ذکرکیږي.

  • سعودی عربستان
  • متحده عربی امارات
  • دکویت شاهی دولت
  • عمان
  • دترکیه جمهوریت
  • دهند دولت
  • اندونیزیا • جرمنی
  • تایلند
  • جنوبی کوریا
  • انګلستان
  • روسیه
  • دپاکستان اسلامی جمهوریت