روسیه کې حکومت له هغه څو ساعته وروسته استعفا کړې، چې ولسمشر ولادیمر پوتین په اساسي قانون کې داسې پراخ بدلونونه وړاندیز کړل چې د نوموړي لپاره په واک کې د پاتې کېدو لامل کېدای شي.

لومړی وزیر دیمتري مېدیودیف وايي، د ولسمشر وړاندیزونه به په څرګند ډول په روسیه کې د واک انډول بدل کړي.

ښاغلي پوتین له ښاغلي مېدیودیفه غوښتي، د امنیت ملي شورا مرستیال شي، چې ښاغلی پوتین یې مشري کوي.

خو ولسمشر پوتین وروسته د مالیې خدمتونو مشر میخایل میشوستین د ښاغلي مېدیودیف پر ځای د لومړي وزیر په توګه نومولی دی.

دغه ناڅاپي اعلان داسې مهال کېږي چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ښاغلي پوتین د واک پای ته رسېدو لپاره څلور کاله پاتې دي.

د اوسني اساسي قانوني له مخې ښاغلی پوتین د بلې دورې لپاره نه شي درېدای.

روسي مشر له دې مخکې د پارلمان دواړو جرګو ته وینا کې ویلي، د ټول هېواد په کچه به په دې اړه ټولپوښتنه وشي چې له ولسمشرۍ نه پارلمان ته واک ولېږدي.

د روسیې حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، وزیرانو ته د حکومت د استعفا له اعلانه مخکې په دې اړه هېڅ معلوم نه و.

د یوې سرچینې په وینا:

دا په بشپړه توګه حیرانونکی اعلان و.

ښاغلی مدېودیف له اوږدې مودې راهیسې د روسیې لومړي وزیر په توګه کار کړی.

نوموړي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د ولسمشر په توګه هم دنده درلوده، چې وروسته یې له ولسمشر پوتین سره دنده بدله شوه، چې له دې مخکې یې هم دوو دورو کې نوموړي د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده.

د روسیې اساسي قانون له مخې یوازې ولسمشر دوې دورې دنده پر مخ بیولای شي.

هغه مهال چې ولسمشر پوتین د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده، بیا هم نوموړي ته د هغه مهال د ولسمشر مېدیودیف تر شا د اصلي واکمن په نظر کتل کېدل.