د امنیتي اندېښنو له امله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې لس لوبغاړي پاکستان کې دریو یو ورځنیو او درې شل اوره سیالیو کې نه لوبېږي.

دا لوبې د سپټمبر وروستیو کې پاکستان کې پیلېږي.

دې لوبغاړو کې د سریلانکا د یو ورځنیو لوبو کپتان دیموت کرونارتني او د شل اوره لوبډلې کپتان لیست ملنګا او انجیلو میتیوز، نیروشان ډویکویلا، کوسل پریرا، دننجیا ډي سلوا، تیاراپریرا، اکیلا دننجیا، سورنګا لکمل او دنیش چندیمل شامل دی.

د سریلانکا لوبډلې تېره میاشت پاکستان کې د دریو یو ورځنیو او دریو شل اوره اتلولیو اعلان وکړ، د سریلانکا لوډله به د سپټمبر له ۲۷ د اکتوبر تر ۹ پاکستان کې وي.

خو دې لوبغاړو د پاکستان په تړاو له امنیتي رپوټ وروسته دا پرېکړه اعلان کړه.

د سریلانکا کرېکټ بورډ وایي، دا امنیتي رپوټ د دې لپاره و چې لوبغاړي پاکستان کې له امنیتي تدبیرونو خبر کړل شي، موخه یې دا هم وه چې د سیالیو لپاره د لوبغاړو تر غوراوي مخکې دوی په دې اتلولۍ کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه وکړي.

د سریلانکا او پاکستان ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې د کراچۍ ملي لوبغالي کې د سپټمبر پر ۲۹ ، ۲۹ او د اکتوبر پر ۲ او شل اوره لوبې د لاهور ښار قذاقي لوبغاړي کې د اکتوبر پر ۵، ۷ او ۹ کېږي.

تېره میاشت د پاکستان او سریلانکا کرېکټ بورډونو د دې اتلولیو تړون لاسلیک کړ.

د لومړني پلان له مخې دوی اکټوبر کې دوه ازمېښت یا ټېسټلوبې کولې، خو وروسته یې پر یو ورځنیو او شل اوره سیالیو سلا وکړه.

پر ۲۰۰۹ کال د پاکستان لاهور کې د سریلانکا پر کرېکټ لوبډله د توندلارو له برید وروسته بیا دا ډله دغه هېواد ته نه ده راغلې.

د وسلوالو په هغه برید کې دوه ولسي وګړي او شپږ امنیتي سرتېري ووژل شول او شپږ لوبغاړي ټپي شول.

د سپټمبر پر ۷ د سریلانکا د لوبو وزیر هیرن فرنینډو بي بي سي ته وویل، چې څو لوبغاړو د خپلو کورنیو د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته له تلو نټه یا انکار کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې چارواکي له دې لوبغاړو سره ګوري او پاکستان ته یې د تلو لپاره هڅوي.

نوموړي دا هم وویل، چې لوبغاړو ته یې ویلي، پخپله پاکستان ته د تګ لپاره ور سره تیار دی.

د سریلانکا کرېکټ بورډ په دې هکله پرون دا لوبغالي هم ور بللي و، خو کوم یې پاکستان ته د تلو لپاره راضي نه کړ.