عبدالوحید وحيد د حاجي عمراخان زوى په ۱۳۴۰ل کال د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالي په دوبندي کلي کې نړۍ ته سترګې روښانه کړي چې اوسمهال دوبی په کابل او ژمی په ننګرهار کې اوسيږي.

نوموړي لمړنۍ زدکړې د دوبندي په متوسطه کې او بيا د غزني په نور المدارس الفاروقي کې له ديني زدکړو وروسته  په  1357ل کال کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی.

دا نو هغه مهال و چې د کمونیستي رژيم لخوا پر ديني حلقاتو پورې تړلي ځوانان د هغوی سياسي دښمنان ګڼل کيدل، ان تر دې چې په ديني او ملي روحیه سمبال ډيری ملګري له نيول کيدو وروسته داسې تري تم شول چې نه يې د ژوند او نه هم د مرګ درک ولګېد. نوموړی هم د ځینو نورو ملګرو په ملتيا د کمونیستي رژيم لخوا له نيولو، ځورولو، لادرکه کولو، وژلو او نورو وحشتونو څخه د نجات او د کمونيزم د نظريې پر وړاندې د مبارزې په ليکو کې د ګډون او د همدغه سنګر د پياوړتيا په موخه د 1357 کال د جدي په مياشت کې د خپل پلارني ټاټوي په پريښودلو او پاکستان ته په هجرت کولو مجبور شو. حرکت انقلاب اسلامي افغانستان هغه يوازنى جهادي او سياسي حزب و چې د مبارزې مشرانو او ملګرو يې پکې شتون درلود. وحيد د مبارزې په اصالت خپلواکي او سپيڅلتيا باور درلود، نو ځکه ورسره يو ځاى شو او د خپل ديني او ملي مسئوليت سره سم یې له ستونزو، کړاوونو او کږليچونو ډکه، خو ویاړلې مبارزې ته دوام ورکړ.

په ۱۹۸۵زکال کې د مشرانو لخوا تشويق او د معاصرو نړيوالو  ژبو په ملي پوهنتون اسلام اباد کې د انګليسي ژبې په پوهنځي کې ورته د زدکړو فرصت برابر شو او بیا په 1987زکال کې په لوړو نمرو د ليسانس ډیپلوم په ترلاسه کولو وستايل شو.

په 1988 زکال کې يې د IRC د ساينس په تجربوي ليسه کې د ايډوانس او ټافل(TOEFL)   د ازموینې د تیاري په ټولګیو په برخه کې د استاد په توګه دنده پيل کړه.

په 1989 زکال کې پهRC/ELP   کې د انګلیسي ژبې د زدکړو مرکز کې لمړى د استاد او بيا د پروګرام کوارډيناټور په توګه په دنده وګمارل شو.

په 1990 زکال کې د حرکت د مشرتابه لخوا د حرکت انقلاب اسلامي د سياسي کميټې د مشر په توګه دنده ورته وسپارل شوه.

په 1992 زکال د افغانستان د اسلامي دولت د مهاجرينو د ستنيدو وزارت لخوا د پيښور په جنرل کونسلګري کې د مهاجرو د ستنېدو په برخه کې د مهاجرینو د اتشې په توګه په دنده وګمارل شو، په همدې موده کې يې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د لويې کميشنري د اسلام آباد د دفتر د سلاکار دنده هم پرمخ وړله، خو په 1995 زکال کې د سياسي اختلاف له امله له دولتي دندې مستعفي شو.

له 2003 تر 2012 زکال پورې يې له هيوادوال ودانيز شرکت سره د ستر سلاکار په توګه دنده پرمخ بيولې ده.

له هغه وروسته په شخصي توګه د سوداګري په کارونو کې مصروف او تير کال يې د خپل فکري تړاو له مخې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ګوند د سياسي کميټې د مشر په توګه يو ځل بيا مبارزې ته ملا وتړله.