د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان چې د مذهبي پولیسو په جوړولو یې په خپل سر تورنو کسانو ته د سزا خبر ورکړی و، د خپلو کړنو ننګه کړې.

مولوي مجيب الرحمان بي بي سي ته وویل کله چې حکومت د اخلاقي فساد او جرمونو مخه نه شي نیولی، دا د دیني مشرانو دنده ده چې مټې ونغاړي.

ښاغلي انصاري مخکې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په جوړولو ویلي و که یې څوک په غلا یا اخلاقي فساد ونیو پخپله سزا ورکوي. په هرات ښار کې د هغه له خوا لویې تبلیغاتي لوحې هم لګول شوي چې پر یوې یې راغلي: «د ښځو بدحجابي د سړیو بې غیرتي ده»!

د تابلو انځور یو ځل بیا سبب شو چې د مولوي مجیب الرحمن انصاري د دریځ په اړه په ټولنیزو شبکو کې تبصرې او نیوکې رابرسېره شي.

ښاغلي انصاري بي بي سي ته وویل دی د اخلاقي او بل هر ډول فساد د مخنيوي لپاره هغه مهال اقدام کوي چې حکومت خپلې دندې ترسره نکړي.

نوموړي تر دې مخکې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر اداره جوړه کړې او ویلي یې دي چې که یې د ګازرګاه په سیمه کې چې د خواجه عبدالله انصاري زیارت هم په کې موقعیت لري څوک په کوم جرم یا اخلاقي فساد ونیول خپله به د شریعت مطابق جزا ورکوي.

نوموړی وایی “بی له شکه موږ او تاسو مسلمانان یوو. کله چی حکومت کوم کار نشی کولی او د فساد مخنيوی نشي کولی دا د هر مسلمان دنده ده چې د فساد د لا خورېدو مخنيوی وکړي”.

تر دې مخکی د هرات د حج او اوقافو ادارې مشر مولوي سید محمد شیرزادي بي بي سي ته ویلي وو چې د قانون پلي کول او مجرم ته د سزا ورکول د عدلي او قضایي څانګو دنده ده او که هرڅوک په خپل سر تورن یا مجرم ته د سزا ورکولو چاره په غاړه واخلي نو ټولنه کې به ګډوډي جوړه شي.

خو ښاغلی انصاري وایي د تادیب او جزا ورکولو دنده لری. ده زياتوي “د تادیب په اړه هیڅ ستونزه نشته. فقهیان کولی شی، هغه څوک چی خلک پر دۀ حساب کوي کله چی په شواهدو او اسنادو ثابته شوه کولی شي د چا د ادب لپاره هغه تنبیه کړي او جزا ورکړي”.

د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو د ښاغلي انصاري دریځ د توندلارۍ بېلګه ګڼلې او د هغه څه د خورېدو له کبله چی دوی یې افراطیت بولي اندېښنه څرګنده کړې.