خوښ يو چې له ډير ځنډ او جنجال څخه وروسته د مجبور او مظلوم ملت حوصلې، زغم، زحمتونو او متين عزم رنګ راوړ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لمړنئ پايلې اعلان کړي.
حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ولسمشرئ د تاکنو د پايلو د اعلان په تړاو او په هيواد کې د ولسواکئ په پياوړتيا او د قانون په پلئ کيدو کې اوسنى ځنډ هم غير موجه او غير مدلل ګڼي، خو دا چې اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړاى شول چې د لمړنيو پايلو اعلان وکړي، مستحسن ګام او د ولسواکئ پر لوري يې يو نيکمرغه پرمختګ ګڼي.
د تاکنيزو شکايتونو له خپلواک کمیسیون څخه په کلکه غواړو چې د قانون په پلئ کولو کې له هر ډول تخطي تخلف او بيځايه مصلحتونو په نظر کې نيولو څخه ډډه وکړي. د خپلو دندو د ترسره کولو په تړاو خپلواکه چلن وکړي او د بيچاره ولس د لازيات منتظر پاتې کيدو لامل وګرزي.
د ولسمشرئ د تاکنو له نوماندانو څخه په خورا درنښت غواړو چې اړونده اورګانونه پريږدي ترڅو خپلې قانوني دندې سرته ورسوي. ګټونکئ بريا يوه ستر ملي امانت وګڼي. رب الجليل ته د دعا لاسونه پورته کړي چې راتلونکئ حکومت په واقعي توګه د ولس د هيلو د تحقق او ارمانونو ممثل واوسي. له بايلونکو ټيمونو څخه د زغم، حوصلې، تحمل او شکيبايي غوښتنه کوو، د هيواد د سمسورتیا په موخه ورته د مثبت رول لوبولو او په حکومتي کړنو باندې د پياوړي څار توفیق غواړو . هيله مو داده چې په ولسواکي کې ګټل او بايلل د سياسي لوبې برخه وګڼي او په هيواد کې د نه منلو روان دود ته د پاى ټکئ کيږدي.
ومن الله التوفيق