د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د رامنځته شوي په ټپه ولاړ حالت پای ته رسولو لپاره د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي په یوه علنی غونډه کې معترضو نوماندانو ته قناعت ورکړي.

له همدې امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د روانې لانجې د اوارولو په موخه نن د نوماندانو د ټاکنډلو، ګوندونو او ټاکنڅارو ټولنو تر منځ ښکاره غونډه وربللې ده.

کمېسیون وايي، هڅه به وکړي چې د یوه ازاد بحث له لارې د ټولو اړخونو تر منځ قناعت رامنځته او د لومړنیو پایلو اعلان ته لاره جوړه شي.

خو د یو شمېر نوماندانو شورا وار له مخه دې غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست بي بي سي ته وویل د سیاسي ګوندونو ، نوماندانو او څار بنسټونو غوښتنه وه چې شته ستونزې د هواري لپاره دې دا ډول یوه غونډه جوړه شي.

دده په وینا ټول تورونه او اندیښنې به په همدې غونډه کې په ډاګه کړل شي.

ښاغلی حق پرست وايي که دې غونډه مثبته پایله نه لرله نو بیا د ټاکنو کمېسیون د هغه صلاحیت له مخې چې لري یې لومړنۍ پایلې اعلانوي او په دې برخه کې د ټاکنو کمېسیون پریکنده دریځ لري.

د ټاکنو کمیسیون وايي په نننۍ غونډه کې به ډیر تمرکز پر هغو شاوخوا درې سوه زره رایو وي چې ځینې نوماندان یې په اړه شک لري او تور لګوي چې دې رایو کې درغلي شوې ده او د باطلولو غوښتنه یې کوي.

د ټاکنو کمیسیون نننۍ غونډې داسې مهال را بللې چې د روان بهیر پرضد د لاریونونو لمن پراخه شوې او معترض نوماندان له ټاکنو کمیسیون غوښتنه کوي چې د ټاکنو قانون او اصولو سره سم عمل وکړي خو کمیسیون وايي ټولې چارې یې د قانون له حکم سره سمې دي.