افغان حکومت د جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا مړی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه کورنۍ او خپلوانو ته وسپاره.

د ناکامورا تابوت د افغانستان په بیرغ پوښلی وو.

د ناکامورا د جسد وړلو لپاره د هغه میرمن، لور او یوشمیر نور خپل خپلوان او ملګري پرون جمعه کابل ته راغلي وو.

د کابل حامد کرزي هوایي ډګر کې جوړو شویو دې مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مدیریت او کرنې برخه کې د ډاکټر ناکامورا خدمتونه وستایل او ویې ویل، ناکامورا خپل ژوند د افغانستان ابادولو ته ځانګړی کړی و.

بل لورته نن په ولسي جرګه کې هم د ناکامورا د وژلو پېښه وغندل شوه او د جرګې غړو نوموړی د افغانستان او جاپان اتل وباله.

افغان ولسمشر د کابل پر هوايي ډګر جاپان ته د ډاکټر تیڅو ناکامورا د جسد انتقالولو پر مهال وویل، د ناکامورا روح به موږ ته ګوري او د خپلو پروژو تکمیل به غواړي، موږ به دا ټولې پروژې بشپړوو.

ولسمشر دا هم وویل، د ناکامورا ټولې پروژې به د هغه په نوم کړي. افغان ولسمشر الوتکې ته د ناکامورا جنازه په خپلو اوږو ولېږدوله.

په دې مراسمو کې، ولسمشر وویل، ناکامورا – چې وروستیو کې افغان ولسمشر د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړ- “له انسانیت سره مینه لرله، ده خپل ژوند د انسانیت خدمت ته وقف کړی وو.”

ولسمشر ژمنه وکړه چې د ناکامورا قاتلین به مومي او قانون منګولو ته به یې سپاري.

د افغانستان ولسمشر وویل، ډاکټر ناکامورا په پښتو داسې تسلط درلود چې چا یې له پښتو ژبې سره د مینې په درلودلو شک نه کاوه.

د تېرې چارشنبې په ورځ، د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې ډاکټر تیڅو ناکامورا او پنځه افغان ملګري یې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شول.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، پر کامورا برید د دوی کار نه دی او وايي د طالبانو تحریک له هغو نادولتي مؤسسو سره ښې اړیکې لري، چې په رغنیز ډګر کې فعالیت کوي او دوی د طالبانو لپاره پوځي هدف نه دی.

ډاکټر ناکامورا چې د افغانستان په ختیځ کې د کاکا مراد په نامه مشهور و په کال ۱۹۸۴ کې پېښور ته له یوې جاپانۍ موسسې سره د افغان کډوالو لپاره د یوه رضاکار ډاکټر په توګه راغی چې د ۶ کلونو له خدمت وروسته په ۱۹۹۱ کې یې درې روغتیايي کلینوکونه په ننګرهار کې پرانېستل.

نوموړي له هغې وروسته وپتیله چې دې ولایت کې باید کانالونه او شاړې ځمکې راجوړې شي. ده په ۲۰۰۰کال کې د ۲۵ کیلومتره په اوږدوالي د کونړ له سیند څخه یو کانال پرانیست چې ۱۶ زره هکتاره ځمکه یې خړوبوله.

د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ناکامورا د وژنې له امله پر افغان حکومت نیوکه وکړه.

د ولسي جرګې یو غړي خالد اسد وویل، د ناکامورا د وژنې پېښه دې په جدی توګه وڅېړل شي او عاملین دې مجازات شي.

له دې مخکې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلی و چی د ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.

ولسي جرګې د تېڅو ناکامورا پر وژنې لس ثانیې چوپتیا وکړه. د ولسی جرګی یوې پارلمانی ډلې بیرلیک داکتر ناکامورا د افغانستان او جاپان اتل یاد کړ.

د ناکامورا وژنې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل، په خوست کې يوه څلور لارې د ده په نامه شوې، په جلال اباد، کابل او خوست او ځینو نورور ولایاتو کې يې يادغونډې شوې دي.