لویې څارنوالۍ د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي چې د مخدره توکو د قاچاق او پېرو پلور په تور نیول شوي وو، له یو کال څخه تر ۱۷ کاله زندان تېرولو باندې محکومت کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر میان احمد لاس په لاس نیولی و چې اوس محکمې په ۱۷ کاله او ۳ میاشتې زندان محکوم کړی دی.

نوموړی وايي، د میان احمد درې نور ملګري د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د کشف امر لمر په ۷ نیم کاله او دوه افسران نور الدین او محمد عیسی په یو نیم یو نیم کابل بندیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر چې پخپله یې ټول ښار ته مخدره توکي رسول او اوس په لویه مافیا بدل شوی و، له خپلو دریو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.

د دغو چارواکو تر نیول کېدو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې پر افغان حکومت غږ وکړ چې له چارواکو سره د فساد پر ضد مبارزه کې جدي اقدامات پورته کړي.