د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړیوال ۵۰ اوریزه جام لوبو کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه. دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو کم هدف وټاکه چې افغان لوبډلې دا هدف د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته د لوبې په ۲۵ اوور کې بشپړ کړ او لوبه یې د ۷ وېکټو په توپير سره داسې حال کې وګټله چې ۱۵۰ توپونه یې لا پاتې وو.

د افغان توپ وهونکو له ډلې عمران میر۵۷ او ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې. د افغانستان له لورې شفیق الله غفاري د ۱۵ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان لوبډلې دغه هدف د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته د لوبې په ۲۵ اوور کې بشپړ کړ او لوبه یې د ۷ وېکټو په توپير سره داسې حال کې وګټله چې ۱۵۰ توپونه یې لا پاتې وو.

د سویلي افریقا لوبغاړو برایس پارسون تر ټولو ډېرې ۴۰ او کواټزي ۳۸ منډې وکړې. شفیق الله غفاري د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې د سویلي افریقا شپږ لوبغاړي یې له میدانه بهر کړل.

نوراحمد او فضل حق بیا هریوه دوې-دوې ویکټې ترلاسه کړې.

ابراهیم ځدراڼ (۵۲) او عمران میر (۵۷) د افغانستان له لوري پنځوسیزې بشپړې کړې.

برېس پېرسن د سویلي افریقا له لوري تر ټولو ډېرې ۴۰ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې د کرېکټ په لوبه کې افغانستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړې.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان له لوري په دې سیالیو کې فرحان زاخېل (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، رحمان الله ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفیق الله غفاري، جمشېد میر علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼیوال، فضل حق، عمران میر، زهیب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي برخه لري.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال د جنوررۍ میاشتې له ۱۷ د فبرورۍ تر ۹ مې نېټې په سویلي افریقا کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو وېشتل شوې دي. افغانستان په ډي ګروپ کې دی، او ورسره کوربه هېواد سویلي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات هم شته.

په اې ګروپ کې هند، جاپان، نیوزیلنډ او شري لنکا لوبډلې راغلي دي. په بي ګروپ کې بیا د اسټرالیا، انګلنډ، وېسټ انډیز او نایجریا لوبډلې ځای لري. او همدا راز په سي ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې دي.

افغانستان به په ډي ګروپ کې له خپلې لومړنۍ لوبې وروسته د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه له متحده عربي اماراتو سره او د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه له کاناډا سره لوبه کوي.