د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان نن جنوري ۲۲ مه د سویلي افریقا په پوتشيفستروم ښار ګوټي کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اوورنو له لوبې وروسته شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۶۵ منډې یې وکړې او متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه.

متحده عربي اماراتو لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۰۵ منډې وکړې او د ۱۶۰ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.

د افغانستان لوبډله بېټنګ یا توپوهنې برخه کې هم ښه وځلیده.

ابراهیم ځدراڼ ۸۷، رحمان الله ۸۱، محمد اسحق ۳۵ او عبدالرحمان ۱۴ منډې وکړې. د متحده عرب اماراتو له لوري ایس ایم شرما، سي ډي ایچ، جي چیتیا، محمد فیروزالدین یوه ـ یوه او کي پي میااپن دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د توپوهنې برخه کې د متحده عرب امارات لوبغاړي یوازې د لوبې تر ۳۲ اعشاریه څلور اوور پورې میدان کې پاتې شول. د دغې لوبډلې کپتان اریان لکرا تر ټولو ډېرې ۲۸ منډې وکړې.

وریتیا ارویند دویم لوبغاړی و، چې تر نورو ملګرو ډېرې ۱۹ منډې یې وکړې.

شفیق الله غفاري دویمه پرلپسې لوبه کې هم د افغانستان له لوري تر ټولو بریالی بالر ثابت شو، چې د ۲۳ منډو بدل کې یې پنځه وېکټې واخیستې.

شفیق الله غفاري له دې مخکې د دې سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره د سویلي افریقا لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او د هغې لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان په دې ګروپ له کاناډا سره یوه لوبه لري، چې د همدې میاشتې پر ۲۴ مه به کېږي. له ننني بري سره نیمه پایلوبو ته د افغان لوبډلې لاره هواره شوه.

د دې سیالیو په لړ کې نن په یوه بله لوبه کې پاکستان زمبابوې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان له لوري په دې سیالیو کې فرحان زاخېل (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، رحمان الله ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفیق الله غفاري، جمشېد میر علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼیوال، فضل حق، عمران میر، زهیب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي برخه لري.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام به د ۲۰۲۰ کال د جنوررۍ میاشتې له ۱۷ د فبرورۍ تر ۹ مې نېټې په سویلي افریقا کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو وېشتل شوې دي. افغانستان په ډي ګروپ کې دی، او ورسره کوربه هېواد سویلي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات هم شته.

په اې ګروپ کې هند، جاپان، نیوزیلنډ او شري لنکا لوبډلې راغلي دي. په بي ګروپ کې بیا د اسټرالیا، انګلنډ، وېسټ انډیز او نایجریا لوبډلې ځای لري. او همدا راز په سي ګروپ کې د پاکستان، بنګله دېش، سکاټلنډ او زمبابوې لوبډلې دي.