روغتیا او پالنه2019-07-24T07:56:38+00:00

“هرکال افغانستان کې د سرطان ۱۵ زره ناروغان مري”

افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې په سرطان د اخته ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. نن (سې شنبه، فبروري ۴مه/ سلواغه ۱۵) له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له سرطان سره د مبارزې افغان بنسټ وايي چې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره تنه په دغه ناروغۍ اخته کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له ډلې یې شاوخوا ۱۵زره مري. کابل کې [...]

افغانستان کې د ډي اېن اې ازموینې وسایل شته، خو معاینې بهر ته استول کېږي

افغانستان له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ډي اېن اې معاینات نه کیږي. خو د افغانستان د عدلي طب اداره وايي له کلونو انتظار وروسته يي د ډي اېن اې ټیسټ لپاره د لابراتوار اتیا سلنه تجهیزات اخیستي خو لا يي هم د ژر فعالیت تمه نشته. دا وخت عدلي طب له کاناډا سره د یوه تړون له مخې د ډي اېن اې [...]

پکتیا کې د سلګونو رواني ناروغانو لپاره یوازې یو ډاکټر

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي، نژدې ٥٠ سلنه افغانان چې د هېواد نيمايي جوړوي په يو ډول نه يو ډول له رواني ناروغيو کړيږي. وزارت دا خبره د رواني روغتيا له نړيوالې ورځې سره هم مهاله کړې چې نن ده. تاوتريخوالى او جګړې، بې وزلي او بې روزګاري او ککړ چاپيريال هغه لاملونه بلل کېږي چې وايي، خلکو یې له امله خپله رواني روغتيا بايللې ده. پکتیا کې د [...]

افغانستان کې هرو سلو کسانو کې ۲۱ د زړه له ناروغۍ مري

د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ۲۱ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله ده. د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د زړه د ناروغۍ په اړه څېړنه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مشر سید حبیب الله اروال بي بي سي ته وویل، په نړۍ کې [...]

نورستان کې د روغتیاپالو کمی؛ ۱۳۰۰ ناروغانو ته یوه قابله

د افغانستان ختيځ نورستان ولایت روغتيايي چارواکي وایي، د روغتيایي مرکزونو او ښځينه کارکوونکو د کمي له امله ډېرې مېرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم په افغانستان کې د مړینې کچه په سلو زرو مېرمنو کې درې سوه مېرمنو ته راښکته شوې، خو په نورستان کې دا شمېره لا هم لوړه ده. په نورستان کې ۶۰ قابلې نژدې اتيا زره مېرمنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، [...]

د بوتلونو ګرمې شوې اوبه روغتیا ته زیان اړوي

په موټرو کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لری، مه یې څښئ؛ ځکه چې روغتیا ته زیان لري. په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله ګرمېږي او د انسان روغتیا ته جدي زیان اړولی شي. په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراده لوړېږي او د یاد بوتل پلاستیکي مواد چې په ترکیب کې کیمیاوي مواد لري، د ګرمۍ له امله له [...]

د دې خوراکي توکیو استعمال مو له ګرمۍ ژغوري

ځینې یوازې دا فکر کوي، چې له ګرمۍ د خلاصون لاره ایرکنډیشنې، پکي، کولرې او یخې سیمې لرل دي. خو داسې نه ده؛ پردې سربېره نورې حل لارې هم شته، چې که ترې استفاده وشي د ګرمۍ په کمیدو کې مرسته درسره کوي. په دې برخه کې ځینې خوراکي توکي د هېرولو نه دي. دلته دغه خوراکي توکي یادوو، څو استفاده ورڅخه وکړئ او د ګرمۍ له شره وژغورل شئ: بادرنګ [...]