مونږ څوک یوو؟

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند تاریخچه

د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان موسئس مولوي  محمد نبی محمدي

حرکت انقلاب اسلامي په کال ۱۳۵۷ کې  د یو شمېر تکړه عالمانو، قومي مشرانو او با احساسه ځوانانو له خوا د ارواښاد مولوي محمد نبي محمدي تر مشرتابه لاندې تاسیس او په هېواد کې یې هغه مهال د یو ستر جهادي ګوند په توګه فعالیت کاوه.

وروستیو دوو لسیزو د یاد ګوند پر فعالیتون او موجودیت سیوری غوړولی و، له همدې امله مجاهدین، عالمان، قومي مشران او هغه میرمنې چې د جهاد په دوران کې یې د حرکت تر چتر لاندې زیاتې قربانۍ ورکړې وې، د بیا راټولیدلو اراده وکړه، تر څو له ټول پخواني برم سره، یو ځل بیا راښکاره شي، په همدې خاطر د حرکت غښتلیو غړو، د اساسي قانون د ۳۵مې او د ګوندونو د قانون د ۱۶۲ مې مادې پر بنسټ د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان، په نوم ګوند تشکیل کړ، چې د ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب تر رهبرۍ لاندې په رسمي توګه فعالیت کوي.

د حرکت موخې:

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د اسلام د مبارک دین او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د ټیکاو، سراسري سولې او ټولنیز عدالت په موخه سیاسي، ټولنیزه، اقتصادي او فرهنګي مبارزه کوي، همدا راز د افغانستان د ټولو میشتو قومونو یووالی او د یو مرکزی ادارې له خوا د سیاسي نظام را منځته کیدل، د حرکت له مهمو موخو څخه دي.

ـ حرکت هڅه کوي تر څو د قانون جوړولو په پروسه کې دیني عالمانو ته ونډه ورکړل شي او د دیني عالمانو ظرفیت لوړول د منظم پلان له مخې تر سره شي، چې په دې توګه وکړای شي خپل مسوولیتونه په سمه توګه پر مخ بوځي.

ـ حرکت په هېواد کې په ریاستي جمهوري نظام باور لري او هر ډول دیکتاتوري نظام افراط او تفریط چې هېواد له خطر سره مخ کوي او ملي ګټې له ستونزو سره مخ کوي، د هېواد په زیان ګڼي.

ـ حرکت به له هر ډول تبعیض څخه پاک او په عادلانه ډول د اسلامي احکامو او نبوي لارښوونو په رڼا کې د خپلو هېوادوالو د مال، ځان او ټولو حقونو څخه ساتنه کوي.

ـ حرکت تصمیم لري چې ځوانانو ته د کاري فرصت د لاسته راوړلو په خاطر جدي مبارزه وکړي، تر څو خلک له فقر څخه خلاص او یوه پر مختللي ژوند ته مخه کړي.

ـ ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، حرکت د خپل اسلامي آو ملي درک له مخې د دې قشر اسلامي حقونو ته ژمن دی او د پوره اسلامي چاپیریال په چوکاټ کې د دولت د هر ډول علمي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي فعالیت ملاتړ وکړي.

ـ د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند داسلامي احکامو په رڼا کې د بیان له ازادي څخه دفاع کوي او په دې باور لري چې دا ستر نعمت تل د دولتي اجراتو د سمون او د ټولنیزو واقعتونو د ښه انعکاس په ورکولو کې لازمه مرسته کوي.

د حرکت انقلاب اسلامي معاوین مولوي نصرالله منصور

تشکیلات:

+ رهبري شورا

+ ریس او مرستیالان

+ اجراییه شورا

+ ولایتي شورا

+ سیمه ییز شورا

+ عالي شورا

+ دارالانشا

+ د زونونو ریاست

+ د ولسوالي شورا

د حرکت د مرکزې ادارې تشکیلات:

+ د دارالانشا ریاست

+ د ځوانانو ټولنه

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند ریس مولوي عبدالحکیم منیب

+ د عالمانو مجمع

+ مالي او اداري ریاست

+ د ولایتي چارو د تنظیم ریاست

+ د اقوامو قبایلو چارو ریاست د تنظیم ریاست

+ د ښځو چارو ریاست

+ سیاسي چارو ریاست

+ د دعوت او تنظیم ریاست

+ د کنټرول او پلټنې ریاست

+ د فرهنګي چارو ریاست

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د دارالانشاء ریس الحاج رحمت الله واحدیار

کړنې:

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند یادو موخو ته د رسیدو په موخه ګڼې کړنې تر سره کړې دي، لکه د افغانستان د مختلفو ولایتونو له عالمانو او د حرکت ګوند له پخوانیو مجاهدینو سره ناستې تر سره کړې، تر څو له دې لارې په مختلفو ولایتونو کې ساحوي دفترونه خلاص او له مرکزه لرې پراته ګوندي غړي له همدې لارې له مرکز سره ونښلوي، د حرکت د عالمانو مجمع همدا راز په کابل او ختیځ زون کې د سیرت النبي سترې سیالۍ کړې، چې څه کم څلور زره ځوانانو په کې ونډه اخیستې، چې ګټونکي ته د حج او عمرې تر څنګ مختلف سوغاتونه ورکړل شول، حرکت د ځوانانو څانګې له خوا په کابل کې د مختلفو سپورټي ځوانانو تر منځ سیالي تر سره کړه، تر څو ځوانان له نشې راوګرځي او لوبو ته مخه کړي.