د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند اساسانامه

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د هغو موخو او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره چې په مرام نامه کې بیان شوي دي، په لاندې ډول جوړښت لري.

لومړی فصل

لومړۍ ماده:

تشکیلات:

  • لارښوده شورا
  • عالي شورا
  • مرکزي شورا
  • رئیس او مرستیالان
  • دارالانشاء
  • اجرائیه شورا
  • د زونونو ریاستونه
  • ولایتي شورا
  • د ولسوالۍ شورا
  • ساحوي یا حوزوي شورا

دویمه ماده

لارښوده شورا:

  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د تصمیم نیولو تر ټولو لوړه مرجع ګڼل کېږي.
  • لارښوده شورا د ګوند د اساسنامې په رڼا کې پالیسې جوړونکي سرچینه ده.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ریاست لپاره نوماند باید د لارښودې شورا له خوا د تائید څخه وروسته عالي شورا ته د رايي اخیستلو لپاره معرفي شي .
  • لارښوده شورا د ګوند او د ګوند د رئیس ټول کړه او وړه څاري.
  • کله چې د ګوند رئیس د اساسنامې سره په ټکر کې عمل وکړي لارښوده شورا واک لري چې د کافي دلیلونو په درلودلو سره عالي شورا را وغواړي او د نوموړي څخه د باور اخیستلو موضوع ورته وړاندې او د اساسنامې سره سم عمل وکړي .

د لارښودې شورا جوړښت:

  • لارښوده شورا د جیدو عالمانو ،طبيعی علومو متخصصینو، قومي او متنفذو جهادي شخصیتونو څخه جوړېږي چې شمېر به يې د شلو تنو څخه کم نه وي .
  • لارښودې شورا باید دافغانستان د ټولو زونونو داستازوڅخه جوړه وي.

دریمه ماده:

عالي شورا:

  • عالي شورا د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د تصمیم نیولو باصلاحیته سرچینه ده.
  • عالي شورا د اصلي غړو د دوه ثلثه په حاضریدلو سره قانوني بلل کېږي .
  • عالي شورا ځانګړی رئیس ،مرستیال او منشي لري.
  • عالي شورا په کال کې یو ځل غونډه کوي او په غیر عادي حالاتو کې د اړتیا په صورت کې د حرکت د رئیس په غوښتنه ، د لارښودې شورا او یا د مرکزي شورا د دوه ثلثه غړو په وړاندیز هر وخت چې و غواړي دایرېدلی شي.

څلورمه ماده

  • د عالي شورا جوړښت
  • دعالي شورا غړي عبارت دي له :
  • د حرکت رئیس او مرستیالان.
  • د حرکت منشي.
  • د مرکزي شورا غړي.
  • د اجرائیه شورا غړي.
  • د زونونو رئیسان .
  • د ولایتي شوراګانو رئیسان.
  • افتخاري غړي.

پنځمه ماده:

د عالي شورا دندې او  واکونه

  • عالي شورا د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په تشکیلاتو کې د لارښودې شورا څخه وروسته تر ټولو لوړ او صلاحیت لرونکی ارګان او د تصمیم نیولو لوړه مرجع ده.
  • عالي شورا د حرکت د تګلارې، مرامنامې او اساسنامې د تصویبولو، تعدیلولو او حذفولو واک او صلاحیت لري.
  • عالي شورا د حرکت د اساسنامې له اصولو سره سم د ګوند د ادغام او انحلال واک لري.
  • د غیر مصؤنو او بېړنیو حالاتو له امله که د شورا غړي و نه کړای شي چې غونډه دائره کړي، د حرکت رئیس کولای شي چې د عالي شورا پر ځای مرکزي شورا را وبولي، په همدې وخت کې مرکزي شورا ته لاندې صلاحیتونه ورکول کېږي.
  • د حالاتو تر سمیدو پورې مرکزي شورا د عالي شورا د صلاحیتونو لرونکې ده.
  • عالي شورا د حرکت د رئیس د ټاکلو،عزل او سلب اعتماد واک لري په دې شرط چې د شورا دوه ثلثه موافق وي .
  • د حرکت رئیس له عالي شورا څخه د اکثریت د اعتماد رایو له اخیستلو وروسته د عالي شورا د رئیس له خوا د تحلیف مراسم تر سره کوي او ټاکل شوی رئیس سمدستي د حرکت لارښود او رئیس ګڼل کېږي.

شپږمه ماده:

د عالي شورا د پرېکړو طریقه :

  • د شورا په فیصلو کې هڅه کېږي چې د رایو په اتفاق سره ترسره شي، خو د اختلاف په صورت کې د هغو مواردو پرته چې د دوه ثلثه اکثریت مثبته رایه اخیستل په کې اړین وي، د شورا د حاضرو غړو په ساده اکثریت سره فیصله د حرکت رسمي پریکړه بلل کېږي.
  • عالي شورا، د مرکزي شورا سیاسي، اداري او مالي فعالیتونو کلني رپوټونه اوري او څېړنه یې کوي او د هغوی په رڼا کې د حرکت د لا ښه فعالیتونو لپاره لازم تصمیمونه نیسي او د نوي کال لپاره کاري پلانونه تصویبوي.
  • د عالي شورا هر غړی کولی شي د مرکزي شورا د شل تنو غړو د تایید په صورت کې د حرکت ریاست ته ځان ونوموي.
  • عالي شورا د حرکت د راتلونکي کال لپاره بودیجه منظوروي او د تېر کال د عادي او فوق العاده لګښتونو څیړنه کوي .

اوومه ماده:

مرکزي شورا :

  • مرکزي شورا د عالي شورا څخه وروسته د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د تصمیم نیولو واکمنه مرجع ده.

مرکزي شورا جوړښت:

  • د حرکت رئیس.
  • د حرکت مرستیالان .
  • د اجرائیه کمېټو رئیسان .
  • د زونونو رئیسان.
  • د ولایتونو رئیسان.
  • د رئیس مشاورین.

د مرکزي شورا دندې او واکونه:

  • د اجرائیه شورا غړي د حرکت د رئیس لخوا مرکزي شورا ته وړاندې کېږي چې د رایو په اکثریت سره ټاکل کېږی.
  • مرکزي شورا دنده لري چې د حرکت د موخو او اهدافو د تحقق لپاره د حرکت د مختلفو څانګو کاري او اداري مقررات او لوائح چې د اړوندې څانګې لخوا وړاندې شوي وي له ارزونې وروسته تصویب کړي.
  • د مرکزي شورا ټول غړي دیني او ملي مسولیت لري چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د غړو تر منځ عدل او انصاف رعایت کړي او د ورسپارل شویو دندو او امانتونو بشپړه ساتنه او پالنه وکړي.
  • مرکزي شورا واک لري چې د حرکت له تګلاري، بودیجې او مالي لګښتونو څخه څارنه وکړي او په یو مناسب میکانیزم سره یې له کنټرول څخه ځانونه ډاډمن کړي.
  • مرکزي شورا مسئولیت لري چې په خپل کلني رپوټ کې د حرکت د مالي لګښتونو او عایداتو اندازه، سرچینې او د راتلونکي کال پلان په څرګند ډول عالي شورا ته وړاندې کړي .
  • مرکزي شورا واک لري چې د اړتیا پر مهال د اجرائیه شوراد کمېټو او نورو اړونده ارګانونو چارې وپلټي او له کړنو څخه یې ځانونه ډاډمن کړي.
  • مرکزي شورا کولای شي، د کارونو دلا ښه پرمختګ په موخه، د حرکت د رئیس په موافقه، د کمېټو د رئیسانو په تغیر، تبدیل او عزل کې د رایو په اکثریت سره تصمیم ونیسي.
  • که د هېواد د نامساعدو حالاتو له کبله عالي شورا ونه کړای شي چې خپله کلنۍ غونډه جوړه کړي، په داسې حال کې چې د رئیس کاري موده پای ته رسیدونکې وي، نو مرکزي شورا کولای شي د رئیس د کار موده د شپږو میاشتو لپاره نوره هم وغځوي او د نامساعدو شرائطو په صورت کې د کار د اړتیا پر اساس یو ځل بیا تکرارېدلای شي.
  • مرکزي شورا په شپږو میاشتو کې یو ځل غونډه کوي، خو د د اړتیا پر مهال، د حرکت د رئیس او یا ددغې شورا د یو ثلث غړو په غوښتنه، هر وخت کوالی شي، چې دائره یې کړی.

دویم فصل

  • دحرکت رئیس:
  • دحرکت رئیس تر ټولو لوړ اجرايوي مقام دی او پر ټولو ادارو د څارنې مسئولیت لري،همداراز لارښودې شورا  ته ځواب ورکونکی دی .
  • د حرکت د رئیس د کار موده پنځه کاله ده.

د حرکت  ریاست ته دنوماند شرطونه:

اتمه ماده :

·        د ریاست لپاره کاندید شخص به یوازې د افغانستان تابعیت لري.

  • مسلمان، عادل، تقوا لرونکی او عمر به يې د څلویښتو کلونو څخه کم نه وي.
  • باید د حرکت تګلارې او اساسنامې ته پابند، او په ګوندي کچه به یې په هغه باندې عمل کړی وي.
  • د واکمنې محکمې له خوا به د ملي خیانت په تور نه وي محکوم شوی.
  • مدیریت ، سیاسی پوهه ، کفایت او ښه سابقه به یې د حرکت غړو ته څرګنده وي.

نهمه ماده

د حرکت د رئیس دندې او واکونه:

  • د حرکت رئیس کولای شي د ځان په غیاب کې خپل واکونه یو له مرستیالانو ته وسپاري .
  • د حرکت رئیس دوه ځله د ټاکنو په صورت کې ریاست کولی شي، خو د درېیم ځل لپاره نشي نوماندېدلای البته د یوې او یا څو دورو د تېرېدو نه وروسته هم کولای شي خپل ځان نوماند کړي.
  • د حرکت رئیس دنده لري چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ټول سیاسي،تنظیمي ،تشکیلاتي ،مالي او اداري چارې رهبري او کنټرول کړي.
  • د ګوند د پرمختګ، پراختیا،لوړوالي او یو والي په برخه کې لازم ابتکار او عمل کوي.

د حرکت د رئیس مرستیالان

لسمه ماده:

  • د حرکت مرستیالان د حرکت د رئیس مرستندویان دي چې په اړوندو څانګو کې به د رئیس سره دلارښوونې او کنټرول مسؤلیت لري.
  • د حرکت مرستیالان د مرکزي شورا د لسو تنو غړو په وړاندیز کولای شي مرستیالې ته نوماند شي.

یوولسمه ماده:

مرستیالي ته د نوماند شرطونه.

  • د مرستیالۍ لپاره کاندید شخص به یوازې د افغانستان تابعیت لري.
  • مسلمان، عادل، تقوا لرونکی او د عالي زده کړو خاوند وي.
  • د واکمنې محکمې له خوا به د ملي خیانت په تور نه وي محکوم شوی .
  • د حرکت تګلارې او اساسنامې ته به پابند او وفادار وي او په ګوندي کچه به په هغه باندې عمل کوي.

د مرستیالانو  دندې او  واکونه:

  • د حرکت مرستیالان، کولای شي، حرکت له هغو واکونو او صلاحیتونو سره سم تنظیم او اداره کړي، چې د حرکت رئیس ورته سپارلي او یا هم د کاري لایحې سره سم مرکزي شورا ورته ټاکلې دي.
  • مرستیالان د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د مرکزي شورا کوم غړی او یا څوک چې په خپله د عالي شورا د لسو تنو تائید ورسره وي د مرستیالۍ مقام ته نوماندېدای شي.
  • هر مرستیال باید د اجرائوي چاروکي اړونده اداره کنټرول او رهبري کړي.

دولسمه ماده :

دارالانشاء:

  • دارالانشاء د ګوند د سیاسي ،تشکیلاتي ،او اداري چارو د کړنو مرکز دی .
  • د دارالانشاء په سر کې د ګوند عمومي منشي وي چې د ګوند د غونډو د جوړولو ،همغږۍ، او د تصویب شویو پرېکړو د ثبت او اړوندو ادارو ته د رسمي ابلاغ دندې پرغاړه لري.
  • منشي د ګوند ټولي سیاسي ،مالي ،فرهنګي  او نور اړوند فعالیتونه را ټولوي او راپور یې د ګوند رئیس ته سپاري .
  • له دولت ، سیاسي ګوندونو او نورو سرچینو سره د ګوند ټولې سیاسي او مکاتباتي اړیکې د دارالانشاء مسئولیت دی .

دیارلسمه ماده:

  • اجرائیه شورا، د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او دعوتي چارو نظم او ادارې مسولیت په غاړه لري.
  • د دې شورا غړي باید د حرکت له تګلارې، اساسنامې، او کاري لوائحو څخه په بشپړه توګه خبر، او د هغو د تطبیق او اجرا لپاره په خپل ټول اسلامي، ملي او ګوندي احساس او مسولیت په اخلاص او صداقت سره هلې ځلې وکړي.
  • اجرائیه شورا چي له اداري او مالي، سیاسي، دعوت او تنظیم، ارشاد او فرهنګي، د عالمانو او مسلکي پوهانو انسجام، علمي څېړنې د ځوانانو انسجام د مېرمنو انسجام، د امنیت او څارنې، د ولایتونو انسجام او تفتیش او کنترول کمېټو څخه عبارت ده ، د خپلو چارو د لا ښه تنظیم په موخه ځینې نور تشکیلات هم رامنځته کولای شي .
  • اجرائیه شورا د حرکت د کمېټو او استازو لوایح ترتیبوي او د مرکزي شورا له منظورۍ وروسته یې د تطبیق لپاره اړوندو کمېټو او نمایندګیو ته د کاري لوائحو په توګه سپاري.
  • اجرائیه شورا د ښوونیزو او اصلاحي پروژو او پروګرامونو تطبیق ،ارزونه او کتنه کوي.
  • اجرائیه شورا د مرکزي شورا د پرېکړو او تصمیمونو د تطبیق او اجراء مسئولیت لري.
  • اجرائیه شورا د حرکت د تعلیمي، تحقیقي او اصلاحي مرکزونو او تاسیساتو څخه د راغلو رپوټونو کتنه او ارزونه کوي.
  • اجرائیه د ګوند د مرامنامې، اساسنامې، د مرکزي شورا د مصوبو او نورو مقرراتو د حکم سره سم کاري پلانونه طرح  او په لاره اچوي.

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان  مرکزی اداري تشکیلات:

  • دارالانشاء
  • د سیاسي چارو کمېټې
  • د تنظیم او دعوت کمېټه
  • د تفتیش او کنټرول کمېټه
  • د عالمانو او پوهانو د انسجام کمېټه
  • اداری اومالی چارو کمېټه
  • د فرهنګي چارو کمېټه
  • د ولایتي چارو د تنظیم کمېټه
  • د علمي څېړنو او دارالافتاء کمېټه
  • د ځوانانو او محصلینو د انسجام کمېټه
  • د قبائلو او قومونو چارو کمېټه
  • د امنیت او نظارت کمېټه
  • د پارلماني چارو کمېټه
  • د ښځو چارو کمېټه

دریم فصل

ولایتي شورا

څوارلسمه ماده:

  • د ګوند د ولایتي شورا رئیس د هغه ولایت د ولایتي شورا د غړو په اکثریت سره ټاکل کېږي، خو د تائید لپاره یې د ګوند د رئیس توشیح ضروري ده .
  • هره ولایتي شورا یو اجرائیوي پلاوی لري چې غړي به یې له څلورو تنو څخه لږ نه وي.
  • د ولایتي شورا رئیس د ولایت د اجرائیه پلاوي مشر هم دی .
  • که له ولایتي شورا څخه د یو تن غړیتوب پای ته ورسېږي، او یا سلب شي، د ولایت په اجرائیه پلاوي کې یې غړیتوب په خپله پای ته رسېږي.
  • په ولایت کې د اجرائیه پلاوي غونډه له حالاتو سره سم د اړتیا پر مهال د ولایتي شورا د رئیس په غوښتنه سره دائرېږي.
  • د ولایتي شورا غونډه د ټولو غړو څخه د پنځوس جمع یو غړي په حضور سره دائرېږي او پرېکړې يې د حاضرو غړو په ساده اکثریت سره داجرا وړ دي.
  • ټولې هغي پرېکړې چې د ولایتي شورا په غیاب کې د اجرائیه پلاوي له خوا تر سره شوې وي، د ولایتي شورا په لومړۍ غونډه کې تر نظر تېریږي او د بیا کتنې په صورت کې  د دویم ځل  لپاره ورباندې بحث کېږي.
  • د ولایت د اجرایوي څانګې آمران د ولایتي شورا د رئیس په وړاندیز او د ولایتي شورا د اکثرو رایو له تائید څخه وروسته د ګوند د رئیس له لوري ترتوشیح وروسته په کار پیل کوي.
  • د ولایتی امرینو د سلب صلاحیت واک له ولایتي شورا سره دی، خو د ګوند د رئیس موافقه ورسره شرط ده.

د ولسوالۍ شورا.

پنځلسمه ماده:

  • ګوند د ولسوالیو په کچه یوه شورا لري چې رئیس يې د ولایتي شورا غړيتوب لري.
  • د ولسوالۍ شورا رئیس د هغې شورا د غړو د رایو په اکثریت سره ټاکل کېږي چې منظوري او تائید یې د ولایتي شورا د رئیس له لارې په مرکز کې د ګوند د ولایتي چارو له رئیس څخه اخیستل کېږي.
  • د ولسوالۍ شورا په ولسوالۍ کې د ګوند د غړو ترمنځ د محلي انتخاباتو په ترڅ کې تشکیلېږي چې پرانیسته به يې د ولایتي شورا رئیس له لوري ترسره کېږي.
  • د ولسوالۍ شورا د غړو شمېر له لسو تنو څخه کم نه وي.
  • د ولسوالۍ د شورا د غړو د کار موده درې کاله ده.
  • د ولسوالیو شورا مرستیال د رئیس په وړاندېز او د شورا د رایو په اکثریت سره  ټاکل کېږي.
  • د شورا مرستیال د هغه ځای د شورا رئیس مرستندوی دی چې د رئیس په غیاب کې د نوموړي دندې پر مخ وړي.
  • په ولسوالۍ شورا کې د چارو د پرمختګ لپاره یو مدیره پلاوي ته د شورا د غړو له منځه ټاکل کېږي چې مشري یې د ولسوالۍ د شورا رئیس کوي .

د حلقو جوړول

شپارلسمه ماده:

  • ګوند په سیمه ییزه توګه لوبې او وړې حوزې او حلقې لري.
  • هره هغه حلقه چې د کمیت او کیفیت له مخې یې مرکزي شورا له ولسوالۍ شورا سره برابره وبولي حوزه بلل کېږي، او ادارې تشکیل یې د ولسوالۍ شورا سره برابردي.
  • د هرې حوزې مدیر د ولایتي شورا غړی دی، خو منظورې به یې په مرکز کي د ولایتي چارو له رئیس څخه ترلاسه کېږي.
  • د ګوند وړه حلقه په محل کې د ګوند د هغو فعالو غړو څخه عبارت دی چې په اداري توګه یې تنظیمول اړین بلل کېږي او شمېر یې له درې تنو څخه لږ نه وي، د حلقې مدیر د ولسوالۍ شورا غړی هم دی.

څلورم فصل

او ولسمه ماده:

  • د مسولینو د بې باورۍ یا سلب اعتماد لیک وړاندې کولو لپاره باید لږ تر لږه د پنځو تنو له  لاسلیک وروسته په لیکلې ډول دارالانشا ته وسپارل شي.
  • د بې باورۍ لیک د دارالانشاء له لوري عالي شورا ته د عمومي رایو اخیستلو لپاره وړاندې کېږي چې  تائید يې د عالي شورا د ټولو غړو دوه ثلثه تائیدي رایو ته اړتیا لري.
  • د بې باورۍ د لیک د پاملرنې شخص که د شورا رئیس وي، د سلب اعتماد لپاره د رایي ورکولو غونډې د ریاست لپاره په مؤقته توګه بل تن ټاکل کېږي .
  • د بې باوري سببونه او لاملونه باید د وړاندیز سره یو ځای ناستې ته ورکړل شي، تر څو د بې ځایه تورلګولو او سپکاوي مخنیوی وشي .

له دندو څخه ګوښه کېدل

اتلسمه ماده:

  • هر هغه څوک چې د ګوند غړیتوب له لاسه ورکړې، سمدستي له دندې څخه ګوښه کېږي.
  • که د شورا کوم غړی له شرعي او معقول عذر څخه پرته په قصدي توګه درې ځلې په پرله پسې توګه د شورا غونډو ته حاضر نه شي، له خپلې دندې څخه ګوښه کېدلای شي.
  • که د شورا کوم غړی د شورا له غړیتوب څخه استعفا ورکړي، او د شورا رئیس د هغه استعفا ومني د شورا غړیتوب له لاسه ورکوي.
  • که د شورا اکثریت د کوم غړي په خلاف د بې باورۍ رایه ورکړي، هغه د شورا څخه غړیتوب له لاسه ورکوي.

د نیوکې حق

نولسمه ماده:

  • که د ګوند کوم غړی د مرکزي شورا یا عالي شورا پر کومه پرېکړه شرعي یا اصولي نیوکه ولري، حق لري چې خپله انتقاد په خپله او یا د شورا د کوم غړي په مټ په لیکلي ډول شورا ته وړاندې کړي.
  • شرعي او اصولي انتقاد که د شکایتونو له کمیسون څخه پرته له حرکت څخه د باندې په نورو ځایونو کې مطرح کېږي. د حرکت له اساسنامې څخه مخالفت عمل دی، دشکایتونو کمیسیون کولای شي د دا ډول شخص پر خلاف د مجازاتو غوښتنه وکړي.
  • که کوم غړي په اساسي توګه د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان وفادار وي، خو د ګوند کړني ، د عمل کولو طرز او رویه يې نه خوښېږي، لاندې پولې او حدونه باید په نظر کې ولري:
    • د خپل ځان د ډاډمن کېدلو لپاره باید خپل اصلاحي انتقاد د عالي شورا او یا د ګوند د غړو په عمومي غونډو کې په ښکاره توګه مطرح کړي، او له پټو او سرې غونډو څخه ډډه کوي.
    • د اختلاف په صورت کې د شورا یا غونډې د اکثریت فیصله باید ټولې خواوې په خوشالي سره ومني، او د ګوند د لاپرمختګ لپاره ټول په ګډه سره هلې ځلې وکړي.

د ګوند د غړیتوب شرائط:

هغه کسان چې لاندې شرائط پوره کړي د حرکت غړیتوب ترلاسه کولای شي.

  • دافغانستان تابعیت ولري.
  • مسلمان او د مکلفیت حد یې پوره کړی وي.
  • د نیک نوم او ښه شهرت خاوند وي.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د ټاکلې کړنلارې او سیاست منلو ته چمتو وي.
  • د ملي خیانت په تور د باصلاحیته محکمې له لوري محکوم شوی نه وي.

شلمه ماده:

په ګوند پورې تړلي کسان په لاندې دریو درجو ویشل کېږي.

  1. :عضویت.
  2. :اصلي غړي .
  3. رکن .

عضویت :

هغه څوک چې په حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان  کې د شمولیت غوښتنه کوي، لومړی باید خپله لیکلې غوښتنه  د حرکت مرکزي یا محلي ارګانونو ته وړاندې کړي، او د حرکت په ټولو حزبي مسولیتونو به ځان پوه کړي، په بریالیتوب سره د شپږ میاشتنۍ  دورې په تېرېدو سره نوموړی د حرکت ازمویښتي دوره پای ته رسوي.

اصلي عضو.

هغه څوک چې په حرکت کې د شاملیدلوغوښتنه وکړي د تعهد څخه شپږ میاشتې په تېرېدلو د حرکت د کوم مسئول مقام  څخه کارت ترلاسه کړي اصلي عضو بلل کېږي.

رکن:

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان اصلي غړی چې په تنظیم کې د حرکت د اصولو سره سم  دوه کاله ژوند تېر کړي د حرکت رکن بلل کېږي.

د حرکت څخه دغړي خارجول

یویشتمه ماده:

  • له حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان څخه یو غړی هغه مهال ایستل کېږي چې:
  • په اسلامي عقیده کي يې څرګنده نیمګړتیا پيدا شوې وي او پر هغه ټینګار کول. په قصدي توګه فرض پرېږدي او پر کبیره ګناهونو ټینګار کوي .
  • په نورو تنظیمونو کې یې عضویت ثابت شي او یا د حرکت په داخل کې د نورو حزبونو په ګټه کار کوي.
  • د حرکت د شوراګانو د پرېکړو له منلو انکار وکړي او په نتجه کې یې د ګډوډې رامنځته کېدلو امکانات برابرکړي وي.
  • هر هغه عمل چې په کړنلاره کې د ثبت شویو او اخلاقي سپڅلتیا خلاف ګڼل کېږي، غړي ته له اخطار ورکولو وروسته بیا هم اصرار کول د مرتکب کس غړیتوب سلبیوي.
  • که د حرکت کوم غړي ته ثابته شي چې د حرکت کوم مسول شخص د حرکت له اصولو سره سم د اخراج وړ وګرځي، سمدلاسه باید خپل رپوټ په خپله او یا هم د خپل رئیس په واسطه مرکزي شورا ته ورسوي.
  • د غړي د اخراج یا ایستلو په هکله به وروستۍ پرېکړه د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان عمومي رئیس کوي.
  • هر هغه څوک چې د اخراج شرایط ورکې محقق وي ،د دعوت او تنظیم کمېټې د رئیس په وړاندیز سره د دارلانشا له لارې عالي شورا ته وړاندې او د اکثریت رایو په موافقه له ګوندڅخه  ایستل کیږي .

د حرکت مالي سرچینې

درویشتمه ماده:

  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مالي سرچنې په لاندې ډول دي:
    • ګوندي حق الشمول
    • د غړو حق العضویت
    • د ګوند د غړو مرستې
    • د هېوادوالو صدقات او مرستې
    • له ګوندي نشراتو څخه ترلاسه کېدونکي عوائد
    • له خیریه بنسټونو څخه قانوني او بې غرضه مرستې
    • له قانون سره سم ټولې هغه پروژې چې د حرکت له خوا د حرکت په پانګه د غښتلتیا لپاره تطبیق کېږي.
    • حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د خپلو مالي چارو د تنظیم او ساتنې په منظور یو ځانګړی بانکي حساب لري، چې د هېواد دننه په یو بانک کې پرانستل کېږي او د حرکت ټول عواید به په هغه کې د یو طرزالعمل له مخې را ټول او ساتل کېږي.
    • مالی کمېټه د حرکت د شتمنۍ او د مالي کارونو د تنظیم مسولیت په غاړه لري .
    • مالي کمېټه مکلفیت لري چې د خپلو ورځنیو مالي او اداري اجراتو د روڼوالي او د پروسې د اسانه کولو او حساب ورکولو په خاطر طرزالعمل ترتیب او جوړ کړي. او د مرکزي شورا څخه یې منظوري واخلي .

پنځم فصل

د شورا ځای او د بحث اجنډا

څلور ویشتمه ماده:

  • عالي شورا د غونډې ځای د رئیس له غوښتنې سره سم ټاکل کېږي او د هغه په هکله د منشي له خوا په لیکلې توګه ټولو غړو ته خبر ورکوله کېږي.
  • په اصولي توګه اجنډا د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د رئیس په لارښودنه د منشي له خوا د شورا د غونډې له جوړېدلو یوه ورځ مخکې ټولو غړو ته ورکوله کېږي په ناسمو حالاتو کې د حرکت رئیس کولای شي غونډه سمدستې جوړه کړي.
  • که د حرکت کوم غړي له اعلان څخه وروسته وغواړي کومه موضوع اجنډا ته د بحث لپاره وړاندې کړي، نو په لیکلې توګه یې باید د غونډې له جوړېدلو مخکې دارالانشا ته وسپاري که هغوی لازمه وګڼله، نو بحث ورباندې کېدلای شي.

په شورا کې د بحث ترتیب

پنځه ویشتمه ماده :

  • د شورا رئیس د بحث موضوعات د غونډې منشي ته سپاري، تر څو یې د بحث لپاره په رسمي توګه ترتیب او په اجنډا کې شامل کړي.
  • د مالي کمېټې رئیس د تېر کال د عوایدو او مصارفو د رپورټ او دبودیجې نقلونه دوې ورځې مخکې د عالي شورا غړو ته د مطالعې لپاره سپاري.
  • کومه موضوع چې یو ځل په شورا کې بحث او تصویب شوه، ددویم ځل لپاره د بحث وړ نه بلل کېږي، مګر کله چې یې د غونډې اکثریت د دویم ځل لپاره د بحث وړ وګڼي.
  • شورا کولای شي د کار دویش او چارو د ښه سمبالښت په منظور یو شمېر کمیسیونونه ایجاد کړي. په شورا کې د کمیسیون مشربه د هغه کمیسیون د غړو له خوا ټاکل کېږي.
  • د کمیسیونونو د کار رپوټ به په لیکلي ډول د لازمو اجرااتو لپاره دارالانشا ته سپارل کېږي.
  • د شورا مجالس د داخلي طرز العمل له لارې تنظمېږي.

       شپږم فصل

د عالي شورا د غړیتوب شرطونه

  • د شورا هر غړی به د الله (ج ) د اوامرو اطاعت او د رسوالله (ص) پیروي تر بل هرڅه وړاندې ګڼي.
  • د شورا هر غړی به د حرکت په تنظیم او ټولنه کې د نیک شهرت او سابقې خاوند وي.
  • د شورا هر غړی به په سیاسي مسائلو کې د تحلیل او ارزونې توان لري.
  • د شورا هر غړی مکلف دی چې په غونډو کې په منظمه توګه ګډون وکړي.

د نصب او عزل اصول

اوه ویشتمه ماده:

  • په ګوند کې د تقرر، تبدیل ، عزل او نصب ټولې چارې به د دیانت ، تقوا ، اهلیت ، کفایت او ښې سابقې پر بنسټ ترسره کېږي.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان عمومي رئیس د عالي او مرکزي شورا غړي د ولایتي شورا رئیسان او غړي به هغه لوړه او ژمنه ترسره کوي، چې د عالي شورا له خوا منظور شوی او په اساسنامه کې لیکل شوی دی.

مکافات او مجازات

اته ویشتمه ماده:

  • مکافات د حرکت هغو غړو ته ورکول کېږي چې په مادي یا معنوي ډول یې د حرکت په پرمختګ کې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړې وي، د یو چا په هکله د مکافاتو فیصله او د هغه نوعیت ټاکل په مرکزي شورا کې تر سره کېږي او د حرکت د عمومي رئیس له خوا ورکول کېږي.
  • مجازات د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان هغو غړو ته ورکول کېږي چې په مادي یا معنوي دول یې د حرکت د پرمختګ په لاره کې خنډونه پیدا کړي وي او په ور سپارل شویو دندو کې یې د غفلت او یا اشتباهاتو مرتکب شوی وی ، د یو چا د مجازاتو فیصله او د هغه د نوعیت ټاکل په مرکزي شورا کې تر سره کېږي، او د حرکت د عمومي رئیس له خوا، د توصیې، اخطار، د غړیتوب په ځنډولو او په پای کې له حرکت څخه په ایستلو سره ورکول کېږي.

د حرکت بیرغ او سمبول

نه ویشتمه ماده:

حرکت د خپل حرکتي پیژندنې لپاره ځانګړی بیرغ او نښان لري، چې بڼه او محتوی یې د مرکزي شورا له خوا ترتیب او د عالي شورا له خوا منظورېږي.

د حرکت مرکزي دفتر.

دېرشمه ماده:

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مرکزي دفتر په کابل ښار کې موقعیت لري، خو نور دفترونه به یې د اړتیا پر اساس په هېواد کې دننه او بهر د دغې اساسنامې له حکمونو او د هېواد له نافذه قوانینو سره سم جوړېږي، چې اداره او لارښونه یې د حرکت د اړونده مسولینو له خوا تر سره کېږي.

د حرکت ادغام او انحلال

یودېرشمه ماده:

د حرکت ادغام او انحلال د اسلام او ملي ګټو په منظور یواځې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د عالي شورا د دوه ثلثه رایو په تائید سره تر سره کیدای شي، او د اغام یا انحلال په صورت کې به د حرکت ټول مالي حسابونه او هر ډول شتمنۍ د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کیږی .

د اساسنامې تصویب

دوه دیرشمه ماده:

د حرکت کړنلاره له بیا کتنې او تجدید نظر څخه وروسته په اوو (۷) فصلونو او دوه دېرشو (۳۲) مادو کې د عالي شورا  له خوا تصویب او منظوره شوه، چې له ۱۳۹۳ کال له        نېټې څخه وروسته قانوني بڼه لري.

اووم فصل

لوړه او  ژمنه

شپږویشتمه ماده:

الف: د لارښودې شورا  لوړه

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ  [الانعام /۱۶۲]

زه (                                 ) د (                                ) زوی چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان  د لارښود شورا د غړي په توګه ټاکل شوی یم،  د لوی الله جل جلاله په مبارک نوم ژمنه او تعهد کوم چې:

  • د اسلامي شریعت له حکمونو څخه به پیروي کوم، په خپلو ټولو چارو کې به مې دالله جل جلاله رضا او خلکو ته خدمت کول، لوړه هیله وي او امانت او عدالت به په نظر کې لرم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مرامنامه او اساسنامه منم او را سپارل شوې دنده او چارې به په خپل ټول اخلاص او صداقت سره تر سره کوم.

والله علی ما اقول وکیل

ب: د عالي شورا د غړو لوړه

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ  [الانعام /۱۶۲]

زه (                                 ) د (                                ) زوی چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان  د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی یم،  د لوی خدای جل جلاله په مبارک نوم ژمنه او تعهد کوم چې:

  • د اسلامي شریعت له حکمونو څخه به پیروي کوم، په خپلو ټولو چارو کې به مې دالله جل جلاله رضا او خلکو ته خدمت کول، لوړه هیله او امانت او عدالت به په نظر کې لرم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مرامنامه او اساسنامه به منم او را سپارل شوې دنده به په خپل ټول اخلاص او صداقت سره تر سره کوم.

والله علی ما اقول وکیل

 

ج: د حرکت د رئیس لوړه

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ  [الانعام / ۱۶۲ ]

زه (                               ) د (                                ) زوی چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم  افغانستان  د مرامنامې او اساسنامې له حکمونو سره سم د رئیس په توګه ټاکل شوی یم، د لوی خدای جل جلاله په مبارک نوم ژمنه کوم چې:

  • د الله تعالی د حکمونو اطاعت د محمد [ صلی الله علیه وسلم] د سنت پیروي او د اسلامي شریعت پابندي به تر هر څه مخکې ګڼم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د تګلارې په پلې کولو کې به د حرکت له اساسنامې سره سم خپل ټول توان پر کار اچوم او په بشپړ صداقت او اخلاص سره به د حرکت د غښتلتیا او پرمختګ لپاره زیار باسم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګټو او مصالحو ته به په شخصي ګټو او مصالحو باندې ترجیح ورکوم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د غړو تر منځ به په خپلو کړو وړو کی عدالت او انصاف کوم، او له دوی سره ګوندي اړیکې به مې د شخصي مناسباتو او معاملاتو تر اغیز لاندې نه راځي.
  • د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مرامنامه او اساسنامه به منم او د راسپارلې شوې دندې او امانتونو به په بشپړه توګه ساتنه کوم.

والله علی ما اقول وکیل

د: د مرکزي شورا د غړو لوړه

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ  [الانعام /۱۶۲]

زه (                                             ) د (                                          ) زوی چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د مرکزی شورا د غړي په توګه ټاکل شوی یم، د لوی خدای جل جلاله په مبارک نوم لوړه کوم چې  :

  • د الله تعالی رضا او خلکو ته خدمت کول به مې ستره هیله وي او د حرکت په ټولو چارو کې به تقوا امانتداري او عدالت په پام کې نیسم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مرامنامه او اساسنامه به منم، او راسپارل شوې چارې به په خپل ټول توان،اخلاص او صداقت سره تر سره کوم.
  • له خپلو حرکتي ملګرو او کارکونکو سره به د را سپارل شویو چارو په اجرا کی مرسته کوم او د هیڅ چا په وړاندې به ستونزې نه را منځته کوم.

ه: د حرکت د غړو لوړه:

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ  [الانعام /۱۶۲]

زه (                    ) د (                       ) زوی چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان  د وفادار غړي په توګه  د لوی خدای جل جلاله په مبارک نوم تعهد کوم چې:

  • د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان اسرار او رازونه به ساتم او پر خلاف به یې له چا سره مرسته نه کوم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مرامنامه او اساسنامه به منم، تقوا او عدالت به رعایت کوم او د حرکت د لا پرمختګ لپاره به په اخلاص او صداقت سره دعوت کوم.
  • د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره به رښتنی زیار باسم او په دې لاره کې به له هیڅ راز ممکنه مرستې او سرښندنې څخه ډډه نه کوم.
  • د اسلامي مبارزې او هېواد د خدمت په لاره کې هیڅ ډول ستونزې او تکلیفونه زما د فعالیتونو او هلو ځلو په وړاندې خنډ نشي ګرځېدای.

والله علی ما اقول وکیل