ژوند لیکونه2020-02-12T19:42:30+00:00

د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند رهبر مولوي عبدالحکیم منیب ژوند لیک

حافظ القرآن الحاج مولوی عبدالحکیم منیب دالحاج محمد نظر زوي چې د سه سنبی په ورځ ۲ /۱۳۵۰/۶ لمریز کال د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې سترګې دنیا ته پرانیستلې. ښاغلي منیب خپلې ابتدایئ اولوړې زده کړې دلیسانس ترکچې په کوثر، انوارالقرآن ، جامعه رحمانیه ،او د نوی ټاون او همدا راز دپیښور په نورالمدارس ، هاشمیه، زړه باړه،دارالعلوم عربیه ګجرات ، مردان،خیراباد مردان، درارالعلوم رستم ،ضیاءالمدارس پيښور بورډ په دینی مدارسوکې ترسره کړي. الحاج عبدالحکیم منیب دعمر په څوارلس کلنۍ کې د قرآن عظیم الشان دیرش سپارې په جامعه انوارالقرآن مدرسه کې حفظ کړي. ښاغلي .منیب. صاحب چې دسیاست سره دشوق اوعلاقې په درلودلو د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ څانګې ته شامل او د نوموړې څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شو. دهیواد سره د مینې او خلوص له امله د کندهار ولایت دمستوفیت په ریاست کې د محاسبې د آمر او د نوموړي ریاست معاون په [...]

د الحاج رحمت الله واحدیار ژوند لیک

د حرکت انقلاب اسلامي.م. افغانستان ګوند عمومي منشي او د ارشاد حج او اوقافو وزارت سلاکار الحاج رحمت الله واحدیار د افغانستان له کلیدي سیاستوالو څخه دی، چې په خپلو ویاړلو سیاسي کارنامو یې لوړ رسمي او ټولنیز مقامونه خپل کړي دي. ښاغلی واحدیار د حاجی فقیر محمد زوی په ۱۳۳۶ هـ ش کال د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ  د کوتې خیلو کلې کې  نړۍ ته سترګې وغړولې. لومړنۍ زده کړې یې د کوتې خیلو ابتدایه ښوونځي کې پیل کړې د ابتدایه زده کړو وروسته  منځنې  دوره  یې په نورالمدارس الفاروقی د غزنی ولایت کې بشپړه کړی، او د لیسې دوره یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د روح المدارس روحاني دارالعلوم کې سرته ورسولې. پاتې نورې زده کړې د پیښور په مشهورو مدرسو او اسلامي مرکزونو کې په شخصې ډول سرته ورسولې. په ۱۹۹۹ م  کال کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په عالی درجه د ډیپلوماسۍ [...]

د عبدالوحید وحيد ژوندلیک

عبدالوحید وحيد د حاجي عمراخان زوى په ۱۳۴۰ل کال د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالي په دوبندي کلي کې نړۍ ته سترګې روښانه کړي چې اوسمهال دوبی په کابل او ژمی په ننګرهار کې اوسيږي. نوموړي لمړنۍ زدکړې د دوبندي په متوسطه کې او بيا د غزني په نور المدارس الفاروقي کې له ديني زدکړو وروسته  په  1357ل کال کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی. دا نو هغه مهال و چې د کمونیستي رژيم لخوا پر ديني حلقاتو پورې تړلي ځوانان د هغوی سياسي دښمنان ګڼل کيدل، ان تر دې چې په ديني او ملي روحیه سمبال ډيری ملګري له نيول کيدو وروسته داسې تري تم شول چې نه يې د ژوند او نه هم د مرګ درک ولګېد. نوموړی هم د ځینو نورو ملګرو په ملتيا د کمونیستي رژيم لخوا له نيولو، ځورولو، لادرکه کولو، وژلو او نورو وحشتونو څخه د نجات او د کمونيزم د نظريې پر [...]