د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مرام نامه

دارالانشاء ریاست

د تحریراتو مدیریت

هغه مهال چې هېواد د کمونیزم او کفري نظام د تسلط له ګواښ سره مخ و او ټولو متدینو، هېواد دوستو او جهاد پروره هېوادوالو د کفري نظام پرضد د جهاد اړتیامحسوسه کړه؛ په  ۱۳۵۷ه ش  کال کې د یو شمېر جیدو عالمانو ،قومي مشرانو،بااحساسه سرښندونکوځوانانو او په هېواد کې د متدینو سیاستوالو په ګډون د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي تر مشرۍ لاندې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان په نوم یو پیاوړی او افغانستان شموله جهادي تنظیم رامنځته شو . دا تنظیم په حقیقت کې د افغانستان د دیني عالمانو تر مشري لاندې د حق د مجاهدینو له ټولو نه ستر اسلامي ،جهادي او سیاسي حرکت وو. د جهاد او مجاهدینو تر بالیتوب  وروسته ، د وروستیو دوو لسیزو پېښو د حرکت پر  شتون  او فعالیت زیات منفي اغېز درلود، نو ځکه د ډېرې مودې را په دېخوا د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د مجاهدینو، د شهیدانو او غازیانو کورنیو، د هېواد دیني عالمانو،پوهانو، ځوانانو او زیات شمېر هغومېرمنو چې دوی او کورنیو  یې  د جهاد په لیکو کې زیاتې قربانۍ ورکړې دې، غوښتنه کوله ترڅو ددې ستر اسلامي او ملي حرکت سرلاري ، مجاهدین او لارویان یو ځل بیا سره را ټول او د شرائطو سره سم خپلو مبارزو ته دوام ورکړي . همدا انګېزه وه چې  په ۱۳۸۹ه ش  کال  کې د حرکت یو شمېر مخورو او پياوړو غړو د سعادت ملي افغانستان په نوم خپل سیاسي فعالیت پیل او د حرکت د اصلي منشور په چوکاټ کې يې د مجاهدینو او پخوانیوغړو د راټولولو او منظم کولو په لاره کې حرکت شروع کړ.

دا هسته هله لا پراخه شوه کله چې د حرکت پخواني  ټول مجاهدین او مبارزین سره راغونډ شول. دوی تصمیم ونیو چې ګوند باید په خپل اصلي نوم (حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ) بیا را څرګند او په ټول هېواد کې له خپل ټول عظمت او پراختیا سره  په سیاسي، اقتصادي ،فرهنګي او اجتماعي ډګر کې فعال کړای شي،  د افغانستان د اساسي قانون د پنځه دېرشمې مادې او د احزابو د قانون د ۱۶۲ مادې په رڼا کې  ګڼو ګروپونو، احزابو او ټولنو د پرېکړې پر بنسټ د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند را منځته او د ۱۳۹۴ کال د ثور میاشتې په اومه نېټه يې د عدليې له وزارت سره د ۳۳نمبر جواز په ترلاسه کولو سره  په رسمي توګه ثبت او خپل فعالیت پیل کړ.

د حرکت انقلاب  اسلامي مردم افغانستان  په جوړښت کې د هېواد د دېني عالمانو او قومي مشرانو رول ډېرڅرګند او د باور وړ دی. دوی کولای شي په هېواد کې دروان بحران  او کړکېچ د پای ته رسولو په لاره کې د بل هرګوند، قوم او ډلې څخه زیات ګټور او اغېزمن رول ولوبوی. او د منځګړي په توګه ټولو ښکېلو اړخونو ته د باور وړ سرچینه ده او د الله (ج) په مرسته به د روان بحران او بې باورۍ فضا د با کفایتو او سپېڅلو عالمانو او د پاکو افکارو لرونکو ځوانانو په  زیار او قوت  په  بشپړه توګه له منځه یوسي اویابه یې تر ډېره بریده راکم کړي، چې  په دې توګه به په ټول افغانستان کې تلپاتې سوله ،آرامي او سوکالې رامنځته شي .

دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ازاد خپلواکه پاتې شوی او د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي، حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان به د قدرت او واکمنۍ په مهال له ګاونډیو ،نورو هېوادونو  او بین المللي ټولنو سره خپلې اړیکې او معاملات د قانون په چوکاټ کې د متقابل احترام او متقابلو ګټو پر اساس  چمتو کولې.څنګه چې حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د افغانستان د خلکو د اسلامي عقیدو او د ملت د ملي ګټو ساتنې او پالنې ته ژمن دی ، غواړي  ټول ملت د الهي فرمان سره سم، چې فرمایي: (واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا)ال عمران  ۱۰۳.

ژباړه: (د الله تعالی په رسۍ [قران او سنت] باندې سره منګولې ولګوئ او مه سره بېلېږئ) هوسا، باثباته او سرلوړي افغانستان باندې بدل کړي.

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په دې اساسنامه / مرامنامه او نورو اسنادو کې د (حرکت) په مختصر نامه  یادیږي، د خپلو سپیڅلو او مقدسو موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لاندې مرامنامه او اساسنامه لري:

لومړی فصل:

لومړۍ ماده: حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د اسلام د مقدس دین د اصولو او احکامو په رڼا کې د هېواد له اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، خلکو ته د خدمت، په هېواد کې د سولې او امنیت د تامین او د ولسونو ترمنځ د عدالت  رامنځته کولو په منظور خپل ګوندي سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي مبارزې او هڅې ته دوام ورکوي.

دوهمه ماده: د اسلام مقدس دین او ملي حاکمیت د حرکت اساساتو څخه دي،حرکت د هېواد او خلکو ټولې چارې داسلامي شریعت په چوکاټ کې تنظیمول غواړي .

دریمه ماده: حرکت د هرډول تبعیض پرته د اساسي قانون سره سم په سیاسي ډګرکې د ټولو افغانانو پرګډون عقیده لري.

څلورمه ماده: په هېواد کې لوړ حاکمیت د الله تعالی دی او د قانون جوړونې سرچینه به قران کریم، د نبي علیه السلام  سنت، قیاس او اجماع وي. حرکت به همداراز  په خپل ټول توان  ټاکنیز فرهنګ ته  وده ورکړي . حرکت به هڅه وکړي چې د هېواد په تقنیني چارو کې د اسلامی شریعت سره سم  له دولت سره مرسته وکړي او د خپلې واکمنۍ په مهال د هېواد ټول قوانین په بشپړه توګه اسلامې او د عمل په ډګر کې یې عملي کړي .

پنځمه ماده: د هېواد سیاسي نظام به اسلامي ریاستي جمهوریت وي، حرکت هر ډول دیکتاتور او سیکولر نظامونه دهېواد په زیان بولي  .

شپږمه ماده: د هېواد دولتي سیستم به د مقننه، قضائیه او اجرائیه قواوو تر منځ د ولسمشر تر نظارت لاندې د تفکیک په اصولو ولاړ سیاسي نظام وي، حرکت هر ډول غیر متمرکز نظام د هېواد په ګټه نه بولي .

اوومه ماده: په هېواد کې د پرتو پرګنو او قومونو تر منځ د ښه یووالي، پیوستون او نظم  په منظور د هېواد سیاسي نظام د یو متمرکز  ادارې سیستم پر اساس اداره کړي.

اتمه ماده: هر انسان الله تعالی مکرم او عزتمندپیدا کړی دی، د انسان حیثیت، مال، ځان او نور اساسي حقونه له هر ډول تعرض او تېري څخه مصؤن دي، حرکت هڅه کوي له هر ډول تبعیض څخه پرته په عادلانه توګه د قانون په رڼا کې د هېواد کې د  ټولو اتباعو د حیثیت، مال، ځان او نورو اساسي حقونو ساتنه وکړي.

نهمه ماده: په هېواد کې هر وګړی چې عمر اتلسو کلو  ته رسېدلی وي، کولای شي د حرکت غړیتوب ترلاسه او د هرې دندې لپاره ځان نوماند کړي .

لسمه ماده: د دندې ترلاسه کولو لپاره معیار تقوا  او اهلیت دی.

یوولسمه ماده: حرکت  هڅه کوي چې په هېواد کې د کار او اشتغال ښه فرصتونه را منځته  کړي.

دوولسمه ماده: دیني عالمان په ټولنه کې د خلکو د اخلاقي او دیني روزنې مسولیت په غاړه لري، حرکت  هڅه کوي چې د ملت او دولت د اخلاقي سمون او اصلاح په لړ کې دوی ته مناسب سیاسي اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي شرایط برابر کړي.

دیارلسمه ماده: ددې لپاره چې د اساسي قانون له مخې په هېواد کې هیڅ قانون د اسلام د احکامو او عقایدو په خلاف نه وي، حرکت هڅه کوي چې په تقنیني چارو کې عالمانو ته د قانون جوړونې په پروسه کې مناسب  واک او صلاحیت ورکړي .

څوارلسمه ماده: حرکت د ژوندانه په ټولو ساحو کې،  دیني عالمانو ته د چارو د لاښه والی په موخه ،  د ظرفیت د لوړولو لپاره مناسب پلانونه او پروژې رامنځته کوي، ترڅو وکولای شي په ملي او دولتي کچه خپل مسولیتونه په ښه توګه ادا کړي .

پنځلسمه ماده: دیني عالمان او قومي مشران په ټولیز ډول د هېواد ټول وګړي د عنعنوي مدنې ټولنې مهم تاریخي عناصر دي، چې د هېواد د تاریخ په مختلفو دورو کې یې د ملت په یووالي او وحدت کې مهم خدمتونه ترسره کړي دي .

شپاړسمه ماده: پوهان، ټیکنوکراتان، او مسلکې کادرونه د هېواد د علمي، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، او مدني پرمختګ او پراختیا په ډګر کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لري، حرکت هڅه کوي چې دوی ته د دوی له مقام سره سم شرائط برابر کړي،ترڅو په آسانۍ وکولای شي، د هېواد په پرمختګ کې خپل ظرفیتونه پر کار واچوي .

اوولسمه ماده: ځوانان چې د افغانستان  د پرمختګ او انکشاف لپاره ستره پانګه  ده، څکه باید دوی ته زیاته پاملرنه  وشي ترڅو د علمي پرمختګ په جامه سمبال شي  .

اتلسمه ماده: میرمنې چې د افغانستان د نفوسو نیمایي برخه جوړوي، او د اسلامي احکامو له مخې د یوې خوشاله کورنۍ جوړونکې، په اخلاقي او علمي لحاظ د اولادونو پالونکې، او د ژوندانه په ډګر کې د نارینه وو  مرستیالانې دي .

نولسمه ماده: مدني ټولنه چې مفکوره یې مدینې منورې ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هجرت په کولو او د یثرب نوم په [مدینه]  بدلولو سره پیل کیږي، د ټولنې په اصلاح کولو له یو بل سره د مرستې او ښېګڼې په کولو د معروف په عامولو او د منکر په له منځه وړلو کې ډېر ارزښتناک رول لري. حرکت به هڅه وکړي  چې د قانون په چوکاټ کې ورسره ممکنې مرستې وکړي . او د خپلو هېوادوالو تر منځ د اسلامي تعلیماتو په خپرولو او د اجتماعي خدماتو په برابرولو سره مدني ټولنې تقویه او اغیزمنې کړي.

دویم فصل:

د بیان آزادي  (مطبوعات)

شلمه ماده: چاپي ،غږیزې،تصویري او نورې خپرونې چې د اسلامي شریعت له احکامو او د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي ازادي او د خلکو په ګټه دي، حرکت غواړي د اسلامي احکامو په رڼا کې د بیان له ازادي څخه په کلکه دفاع وکړي، له دغه نعمت څخه په استفادې سره د دولت په چارو باندې څارونکي او خپل ولس ته د حقایقو بیانوونکی وي.

دریم فصل:

پوهنه او روزنه:

یویشتمه ماده: علم او زده کړه ترلاسه کول د هر افغان نر او ښځې اسلامي اوملی حق دی، چې له لومړنۍ دورې څخه نیولې بیا تر ثانوي دورې پورې به د دولت له خوا په وړیا توګه د هېواد بچیانو ته برابریږي، او د لوړو تحصیلاتو لپاره به دولت له یوې خوا د خپلو اقتصادي امکاناتو په چوکاټ کې دننه لازمې اسانتیاوې برابروي، او له بلې خوا به په دغه ډګر کې د شخصي پانګونې هڅوي.  حرکت به دقانون په چوکاټ کې دننه په علمي ډګر کې د دولت مرسته او د هېوادوالو خدمت کوي.

دوه ویشتمه ماده: په مسلکي ډګر کې به دولت د ساینسي، صنعتي او تخنیکي زده کړو تحقیقي معلوماتي مراکز په ټول هېواد کې په پراخه توګه تاسیسوي، څو د معاصري تکنالوژي په انکشاف سره هېواد په خپلو پښو ولاړ او تر ممکنه بریده  په ځان بسیا وي، د حرکت ګوند به هڅه کوي چې په اړونده چارو کې په خپله فعال واوسي، او د هېواد شتمن او سوداګر د معاصرې تکنالوژي د حصول او عامولو ته وهڅوي .

درویشتمه ماده: د پوهنې او تخنیک او معاصرې تکنالوژي د پراختیا  په منظور به دولت په خپلو ښونځیو، پوهنتونونو او تحقیقي علمي مرکزونو برسیره شخصي ښونځیو، پوهنتونو او تحقیقي مرکزونه ته چې په معیاري لحاظ له دولتي تعلیمي مراکزو څخه کم نه وي، وده ورکوي او د تشویق او ترغیب لپاره به ورسره ممکنه مرستې کوي.

څلورویشتمه ماده: دیني مدارس په هېواد کې د خلکو د اخلاقي او دیني پوهنې او روزنې په میدان کې مهم رول لوبوي، حرکت به هڅه وکړي چې په هېواد کې داسې دیني مدارس رامنځته کړي، چې ددیني مضامینو تر څنګ عصري مضامین هم ورکې تدریس شي، چې  په دې توګه دیني عالمان په هر ډګر کې د هېوادوالو د خدمت وړ او د مشرتابه مرکزونه وګرځي.

څلورم فصل:

دفاع او امنیت

پنځویشتمه ماده: د افغانستان ملي پوځ، ملی پولیس او ملی امنیت چې د هېواد د اسلامي او ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او په ولس کې د عامه نظم د رعایت، او د قانون د تطبیق او تنفیذ مسولیت په غاړه لري، دولت  به یې د ایمان، تقوا او سر ښندنې په لوړه روحیه روزي، او د هېواد او خلکو په خدمت کې به له تبعیض او توپیر څخه پرته وړاندې کوي.

شپږویشتمه ماده: حرکت  د معاصرو مېکانیزمونو پر بنسټ د هېواد ملي اقتصاد ته پر وده ورکولو باورلري .

اوه ویشتمه ماده: حرکت هوډ لري چې د کلیوالي سیمو او د کوچیانو اقتصادي پرمختګ ته به کلکه پاملرنه وکړي، څو د دوی په ژوند کې  بدلون رامنځته شي.

اته ویشتمه ماده: په کلیوالي سیمو او د کوچیانو په ساحو کې به ښوونې او روزنې، روغتیا، کرنې او صنعت ته ښه پاملرنه کېږي، څو له یوې خوا د ښاري ژوند او اطرافي ژوند تر منځ فاصله کمه، او له بلې خوا د متوازن انکشاف په رامنځته کولو سره د هېوادوالو تر منځ د بې وزلې او بې عدالتي احساس له منځه یوړل شي.

حرکت انقلاب اسلامی مردم  افغانستان ګوند بهرنۍ پالیسي :

دا چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ازاد خپلواکه او مستقل هېواد پاتې شوی، او د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، حرکت به د قدرت او د واکمنۍ پر مهال له ګاونډیوهېوادونو او بین المللي ټولنو سره خپلې اړیکې  او معاملات د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د متقابل احترام او متقابلو ګټو پر  اساس  سمبال کړي .

نه ویشتمه ماده : د حرکت انقلاب اسلامي مردم  افغانستان مرامنامه  له بیا کتنې او تجدید نظر څخه وروسته په یوه سریزه  څلورو فصلونو او نه ویشتو (۲۹) مادو کې د عالي شورا  له خوا تصویب او منظورشوه، چې له   نېټې څخه وروسته قانوني بڼه لري.