د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه چې ټاکل ولسمشر لوړه وکړي او نوی حکومت رامنځته شي، د اجرائیه ریاست جوړښت به نور له منځه ځي. ښاغلی صدیقي وایي، ولسمشر غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې دا خبره ولس ته سپینه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبه د څو میاشتو له ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنو بل مهم نوماند عبدالله عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل ټول شموله حکومت به جوړوي.

اجرائیه ریاست همدا راز نن چارشنبه په یوه مکتوب کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي ممنوع الخروج دي او له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د قانون له مخې یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي دا حق لري چې یو څوک ممنوع الخروج اعلان کړي.

له دې وړانډې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د اجرائيه ریاست د مکتوب په تړاو ویلي وو، د قانون له مخې یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي حق لري چې یو څوک ممنوع الخروج اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت هره کړنه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي.