د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې “د سمون یا اصلاحاتو چټک اجراات” دې وځنډېږي.

په هغه حکم کې چې د سلواغې په ۱۳مه نېټه خپور شوی راغلي، د ملي یووالي حکومت د هوکړې او د ملي او نړېوالو ګټو د خوندیتوب لپاره “په دې حساس وخت او د ټاکنیزو پایلو د اعلانېدو درشل کې” باید د بهرنیو چارو وزارت په مرکز او سیاسي استازولیو کې له اقداماتو ډډه وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پروګرامونو او حکومتولۍ مرستیال محمد هارون چخانسوري په وروستیو کې د ولسمشرغني له خوا د د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او چارسمبالى ټاکل شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د نوموړي اړوند فرمان کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ښاغلی چخانسوري به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پرغاړه ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې له ولسمشر غني سره په مشوره یې په دې وزارت کې سمون ترتیب او نهايي کړی دی.

د دې سمون پر بنسټ ښايي په دې وزارت کې ۱۷۸ بستونه لغوه شي.

ویل شوي دې سمون پسې به دې وزارت ته ځانګړې شوې کلنۍ بودیجه کې یو میلیارد افغانۍ سپمېږي او دا پیسې به پر همدې بنسټ بېرته ولګول شي.

دا سمون وروسته له هغه پیل شو کله چې عبدالله عبدالله ته نږدې کس او د دې وزارت پخواني سرپرست صلاح الدین رباني دنده پرېښوده.

د ښاغلي رباني په پېر کې د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات وو.

کله چې چخانسوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى وټاکل شو، ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته اعلان وکړ چې د ارګ وروستۍ پرېکړې او ګمارنې ورته د منلو نه دي او د ملي یووالي حکومت له ارګه لوړ دی.

ښاغلي عبدالله په ځلونو ټینګار کړی چې د ملي یووالي حکومت کار به ترهغه دوام کوي چې د ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوې او ارګ دې د دې هوکړې خلاف ورزي نه کوي.

د ۲۰۱۴ کال جنجالي ولسمشریزو ټاکنو پسې د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې واک د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ وویشل شو.

د افغانستان د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښاغلی غني او عبدالله سره اصلي یا مخکښ سیالان دي.

د ټاکنو د لومړنيو پایلو له مخې ښاغلی غني له ۵۰ سلنې د زیاتو رایو په ترلاسولو سره لومړی او ښاغلی عبدالله په دویم کتار کې راځي.

ښاغلي غني ۹۲۳ زره رایې چې ۵۰،۶۴ سلنه جوړوي او ښاغلی عبدالله ۷۲۰ زره رایې چې ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي ګټلې دي.

ټاکل شوې د زرګونو ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.

دواړه مخکښې ټاکنډلې ځان بریمن بولي.