په داسې حال کې چې د عراق بغداد کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي، امریکا وايي، عراق کې یې د ایران پلوو شیعه ملېشو پر درېیو مشرانو – چې بشري سرغړونې یې کړې، – اقتصادي بندیزونه لګولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د عراقي لاریونوالو د ځپلو او بشري حقونو سرغړونو کې ایران پلوو عراقي ډلو مشران ښکېل دي او ناپېژاندو وسلوالو بغداد کې ۱۸ کسان وژلي.

د امریکا متحدو ایالتونو پر درېیو مشهورو عراقي مشرانو اقتصادي بندیزونه لګولي او دوی یې له ایران سره د تړلو ملېشو مشران بللي.

په دغو درېیو عراقي مشرانو کې د ایران له ملاتړ د برخمنې اهل الحق ډلې مشر قیس الخز علي او هغه ورور لیث الخز علي چې د همدې ډلې یو قومندان دی، شامل دي.

همدارنګه د ولسي پاڅون د ځواکونو د امنیت مسول حسین فالح اللامي هم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “عراقي ولس د خپل هېواد بېرته ستنېدل غواړي او د سمون غوښتونکی دی.”

“ناڅرګند وسلوال”

په ورته وخت بغداد کې د جمعې په ماښام لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي چې څلور پکې پولیس دي او ۶۰ نور ټپیان شوي. پر دوی نا پېژاندو وسلوالو برید کړی دی.

د عراق د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي، له تېرو کابو دوو میاشتو راهیسې د عراق روانو لاریونونو او اړودوړ کې لږترلږه ۴۶۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

مظاهرې د تېرې اکتوبر میاشتې په پیل کې د فساد او کمزورو چوپړونو پرضد پیل شوې چې بیا وروسته لاریونیانو په سیاسي نظام کې د بشپړ سمون غوښتنې هم راپورته کړې.

دا لاریونونه تر ډېره پلازمېنه بغداد او د هېواد په سوېلي شیعه مېشتو سیمو کې دي.