د نړۍ مشهوره ټولنیزې شبکې فیسبوک په خپل پیغام لیږونکي اپ یا میسینجر کې د Unsent یا د استولي مسج بیرته پاکولو توکمه ور زیاته کړه.

ددې توکمې په مټ به کاروونکی وکولی شي لیږلی مسج بیرته راوګرځوي او د مقابل لوري له مسنجر څخه ډیلیټ کړي.

لدې وروسته به خلکو ته دا آسانتیا ورپه برخه شي چې ډیرې مودې راهیسې ورته لیواله ول.

د دغه واک په مرسته کاروونکی کولی شي د بل کس له مسینجره په لس دقیقو کې دننه خپل مسج پاک کړي.

خو دا نوی اپشن به د فیسبوک په راتلوونکي اپډیټ ورژن کې اضافه شي.

سرچینه: محصلین ویب