لوبې2019-07-27T06:53:04+00:00

د سریلانکا ۱۰ لوبغاړو پاکستان کې له لوبېدلو ډډه وکړه

د امنیتي اندېښنو له امله د سریلانکا کرېکټ لوبډلې لس لوبغاړي پاکستان کې دریو یو ورځنیو او درې شل اوره سیالیو کې نه لوبېږي. دا لوبې د سپټمبر وروستیو کې پاکستان کې پیلېږي. دې لوبغاړو کې د سریلانکا د یو ورځنیو لوبو کپتان دیموت کرونارتني او د شل اوره لوبډلې کپتان لیست ملنګا او انجیلو میتیوز، [...]

کرېکټ: افغانستان ټسټ لوبه کې بنګله دېش په لوی توپیر مات کړ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه کوربه هېواد بنګله دېش ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې په ۲۲۴ منډو لویه ماتې ورکړه. د افغانستان کپتان راشد خان په دې لوبه کې ټولټال ۱۱ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. نن دوشنبه بنګله دېش خپله دویمه پاڼۍ په داسې حال کې بیا پیل [...]

کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش او زمبابوې سره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان د کرېکټ بورډ راتلونکې سپتمبر میاشت کې د بنګله دېش د سفر لپاره د ټېسټ او شل اوریزو لوبو دوه جلا لوبډلې اعلان کړې دي. افغانستان به له کوربه هېواد بنګله دېش سره یوه تېسټ لوبه او بیا له بنګله دېش او زمبابوې سره شل اوریزې لوبې کوي. ټاکل شوې ده چې افغانستان له [...]

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر ۲۹مه»د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شي. دغه سیالۍ چې د فوټبال اته لوبډلې پکې د یو او بل په وړاندې لوبېږي ټاکل شوې تر یوې میاشتې دوام ولري. د افغانستان فوټبال غوره لیګ کمېشنر خالد دلاور نن په یوه [...]

پر میسي درې میاشتې د نړیوالو لوبو بندیز لګول شوی

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبډلمشر لیونل میسي په کوپا امریکا کې د فساد د تور له لګولو له کبله په نړیوالو سیالیو کې د درېیو میاشتو لپاره د لوبېدو بندیز لګول شوی. میسي ۵۰ زره ډالره هم نغدي جریمه شوی دی. د بارسلونا دغه لوبغاړي پر یاد فدراسیون د فساد تور لګولی و. [...]

کرېکټ: د ټېسټ نړيوالې اتلولۍ څه ډول ترسره کېږي؟

د کرېکټ نړيواله شورا يا ای سي سي وايي د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ چې نهه لوبډېلې به په کې ګډون کوي د روان ۲۰۱۹ کال د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه پیلېږي. د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ کې به هند، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلنډ، اسټراليا، سريلنکا، پاکستان، وېسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کوي. د [...]

فوټبال: ۱۶ کلنو ټيټ عمره افغان زلمیانو ایران مات کړ

د افغانستان له شپاړس کلنو د ټيټ عمره ملي لوبډلې د اسیا مرکز اتلولۍ سياليو کې د ایران له شپاړس کلنو ټيټ عمره لوبډله په یو صفر ماته کړه. دا سيالۍ په تاجکستان کې کېږي چې د دغه هېواد د شپاړس کلنو ملي لوبډله يې د ګډونوالو د نوملړ په سر کې ده. افغان تنکي ځوانان [...]

د افغانستان کرکټ بورډ د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړى

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړى دى او ويلي يې دي، چې په شرايطو برابر کسان دې خپل غوښتنليکونه کرکټ بورډ ادارې ته ولېږي. د افغان لوبډلې مشر روزونکى پيل سيمونز دى، چې د ٢٠١٧ کال د دسمبر په مياشت کې يې د افغانستان کرکټ بورډ سره د [...]

فرحان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لنډه اعلامیه کې ویل چې فرحان یوسفزی یې د دې هېواد د کرېکټ بورډ عمومي رییس په توګه ګومارلی دی. نوموړی د عزیزالله فضلي پرځای ګومارل شوی دی د ارګ پر ټویټر او فیسبوک پاڼه خپاره شوي حکم کې راغلي: "‫د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر بنسټ، [...]

کرېکټ بورډ: د نړیوالې شورا کلنۍ ناسته افغانستان ته د لاسته راوړنو نه ډکه وه

د کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ د نړیوالې شورا کلنۍ ناسته د افغانستان کرېکټ ته د لاسته راوړنو نه ډکه وه او نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ سره د نویو ژمنو او مرستو ټټر هم وواهه. د کرېکټ د نړیوالې شورا کلنۍ ناسته د روانې جولای میاشتې له ۱۵ نه تر ۱۸مې په [...]

حبیب البشر: د افغانستان الف لوبډلې حوصلې او ځیرکتیا حیران کړی

د بنګله‌دېش لوبډلې د غوراوي ډلې غړي حبیب البشر په یوې تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان الف لوبډلې حوصلې او ځیرکتیا حیران کړی دی. نوموړي د کرېکټ له مشهورې وېبپاڼې«کرېک انفو» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان الف لوبډلې د کرېکت بڼه پر حوصلې ولاړه ده او لوبغاړي یې ډېر زغم لري. حبیب البشر [...]