د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چارشنبه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو بریالي نوماند محمد اشرف غني ته رسمي باورلیک یا ټاکنیزه وثیقه ورکړه. د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او پخپله ولسمشر غني د خبرو بر مهال ټینګار وکړ چې د ټاکنو پروسه قانوني او رڼه وه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبه له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنیزو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ترڅنګ د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ټاکنو وروستۍ پایله رد کړې ده.

ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه اعلان وکړ چې ټاکنې دوی ګټلې دي او پخپله به یو ټول شموله حکومت جوړوي.

ښاغلی غني او دواړه مرستیالان یې نن چارشنبه کابل کې د باورلیک ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلي وو.

هلته په جوړو شویو مراسمو کې ښاغلي غني وویل، د دوی غېږه پراخه ده او راتلونکي حکومت کې به د ا فغانستان ټول اقشار خپله ونډه ولري.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د پر مخ بېولو لپاره یوې ځواکمنې او ژمنې ډلې ته اړتیا ده، او د ده په ډله کې د افغانستان ټول ملت ګډون لري.