د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د سعودي عرب پاچا سلمان د امریکايي سمندري پوځ پر یوه مرکز د سعودي محصل وسله وال برید وحشیانه بللی دی.

ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې وايي، پاچا سلمان د زړه له تله د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ورته ټیلیفون کړی.

د هوايي چلند دغه محصل په فلوریډا کې پخپله له وژل کېدو مخکې د ټوپک په ډزو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

برید ګر د امریکايي رسنیو لخوا د محمد سعید الشمراني په نامه یاد شوی، چې ویل کېږي پر پوځي مرکز برید کې یې د سپکې لاسې وسلې ډزې کړې دي.

د فلوریډا ګورنر یا والي ران ديسانتیس د برید په اړه وویل سعودي حکومت په پېښه کې د زیانمن شویو پوروړی شو

څارګرې ادارې وايي، تر اوسه د برید انګیزه نه ده ورمعلومه شوې، خو په وینا له ترهګرۍ سره د تړاو له اړخه پرې غور کوي.

ولسمشر ټرمپ وايي:

سعودي پاچا د زړه له تله د تسلیت څرګندولو لپاره ټیلیفون کړی و او په برید کې د وژل شویو او ټپي شویو جنګیالیو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ولسمشر ټرمپ زیاتوي:

پاچا وايي، سعودیان د بریدګر د وحشیانه عمل له کبله ډېر غوسه او خواشیني دي او فکر کوي چې دا په هېڅ دلیل د سعودي خلکو د احساساتو استازیتوب نه کوي، چې له امریکایانو سره مینه لري.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په یوه ځانګړې اعلامیه کې دغه بریدبوږنونکی بللی او زیاتوي چې دوی به یې په څېړنه کې بشپړه مرسته وکړي.

سعودي عرب په منځني ختیځ کې د امریکا مهم ملګری هېواد بلل کېږي او دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې پوځي پروګرام تبادله کوي.

خو دغه برید سره له بهره امریکا ته د پوځي زده کړو لپاره د ورتلونکو کسانو ارزونې بهیر په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي. دا روانه اونۍ په امریکايي پوځي اډه کې د ډزو دویمه پېښه ده.