تېره ورځ پاکستان واکي کشمیر او بلوچستان کې د پرلپسې باران او واورې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان د طبیعي پېښو اداره وايي، د چتونو لوېدو له امله تراوسه دلته ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پرون د کلا سیف الله په مهترزی کې د سختې واورې له امله ګاډي ایسار او سلګونه خلک له ستونزو سره مخ وو، خو اوس چارواکي وايي، دا کسان یې ژغورلي دي.

د ژوب کمشنر سهیل خان وايي، دغه سیمه کې تودوخه منفي ۱۳ درجې ده او له امله یې پر سړک پوره چلښت نه کېږي.

چارواکي وايي، د کوټې- ژوب سړک په مهترزی کې تړلی دی، ځکه لا هم سخته واوره روانه ده.

د بلوچستان سر وزیر یا اعلا وزیر له خلکو غوښتي چې د شپې سفر ونه کړي.

له بلې خوا د پاکستان واکي کشمیر د طبیعي پېښو ادره وايي، تېره دوو ورځو کې دلته د واورې ښویېدو او چتونو لوېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپي شوي دي.

دا اداره زیاتوي، نیلم ولسوالۍ کې ۲۲ کورونه او څلور دوکانونه یو مخ یا کم وران شوي دي.