د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد ته د سفیر رابرټ مک‌ایر ستنېدل له وړاندې پلان شوي و، خو بېرته به خپلې دندې ته وروګرځي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:

“په لندن کې کېدونکو غونډو کې د ګډون لپاره د سفیر راتګ یوه عادي خبره ده”.

ښاغلي مک‌ایر د تیرې جمعې پر ورځ امنیتي ځواکونو وروسته له هغه د یوې لنډې مودې لپاره ونیو، چې د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو وروسته یې په یوه غونډه کې برخه واخیسته.

د برتانیا سفیر ویلي و، دې غونډې ته د الوتکې په پېښه کې وژل شویو قربانیانو ته د درناوي لپاره ورغلی و، کله چې ګډونوالو سیاسي شعارونه ورکول پيل کړل، نو دی له هغه ځایه ولاړ، خو څو ساعته وروسته ونیول شو.

ایراني چارواکو ویلي، برتانوی سفیر یې ځکه نیولی و چې دې غونډه کې ګډون یې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف و.

ښاغلی مک‌ایر د تېرې یکشنبې پر ورځ په تهران کې د بهرنیو چارو وزارت ته هم غوښتل شوی و.

د سفیر نیولو ته په غبرګون کې برتانیا ویلي، د ایران دا کړنه د بهرنیو سیاسي استازو له اړوند نړیوالو اصولو سرغړونه ده او په لندن کې د ایران سفیر د اعتراض په بڼه بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و.

په ایران کې په کور دننه هم په یاده غونډه کې د برتانیا د سفیر ګډون ته غبرګونونه ښودل شوي، ځینو چارواکو او رسنیو غوښتنه کوله چې آن له برتانیا سره دې د دیپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټه کړل شي.

په تېرو ورځو کې د ایران په بیلابیلو سیمو کې د پراخو لاریونونو ترڅنګ ، د برتانیا ضد اعتراضونه وروسته له هغه لا پراخ شول چې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د سفیر نیول وغندل او د درېیو اروپايي هېوادونو د هغې پرېکړې ننګه یې وکړه چې له مخې یې غواړي د اتومي پروګرام له هوکړې د ایران د سرغړونې شکایت وکړي.

په تهران کې د تېرې چارشنبې پر شپه د اوکراین بوینګ ډوله ملکي الوتکه د ایران د هوايي دفاع په توغندي وویشتل شوه او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې چې ۱۳ یې افغانان و ووژل شول.

له دې پېښې وروسته ایران ومنله چې دا الوتکه په تېروتنه ویشتل شوې ده او په ایران کې ورسره پراخ اعتراضونه پیل شول.

د دې لاریونونو په تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي.