په چين هېواد کې په رسمي ډول د ٥ جي انټرنېټ سرويس فعاله شو، بلکې د دې تر څنګ هېواد يو ځانګړى اعزاز هم په خپل نوم کړ.

اوس مهال په امريکا، برېتانيه او جنوبي کوريا کې د ٥ جي (فيفت جنرېشن يا پنځم نسل) انټرنېټ سرويس په ځينو خاصو ځايونو کې شته، خو چين دا ټول هېوادونه تر شا پرېښودل او لومړنى هېواد شو چې په ټول هېواد کې د ٥ جي انټرنېټ سرويس يې فعاله کړ.

د چين درې شرکتونو، چاينه موبايل، چاينه يونيکام او چاينه ټيليکام په ګډه د ٥ جي سرويس خپلو کاروونکو ته وړاندې کړي، چې د ٣٠ جي بي ډاټا يې په ١٢٨ يوان او د ٣٠٠ جي بي ډاټا يې په ٥٩٩ يوان باندې خلک اخيستلاى شي.

خوندوره خبره دا ده چې د ٤ جي انټرنېټ بيې هم تر دې ډېرې ټيټې نه دي، نو عام خلک هم کولاى شي چې د ٥ جي انټرنېټ نه ګټه واخلي.

د ٥ جي انټرنېټ د چين هېواد درې لويو موبايل شرکتونو فعاله کړى دى، نو له همدې امله دوى ٨٦ زره او ٢٠ پايې هم ورته نصب کړي دي او همدا راز د بيجنګ او شنګهاى په ګډون په ٥٠ مهمو ښارونو کې خلک کولاى شي ٥ جي انټرنېټ وکاروي.

په چين کې د ٥ جي انټرنېټ تر فعالېدو مخکې د دغه سرويس لپاره ١٠ ميليونه کسانو نومليکنه کړې وه. همدا راز د هواوې سل زره يونټې په يوه دقيقه کې خرڅې کړې، چې له دې اندازه کېږي خلک د ٥ جي انټرنېټ ته څومره لېواله دي.

د چين حکومت هيله لري چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به تر ١١٠ ميليون زيات کسان د ٥ جي انټرنېټ وکاروي. ويل کېږي چې د ٥ جي انټرنېټ سپيډ د ٤ جي انټرنېټ په پرتله له ١٠ څخه تر ١٠٠ سلنه ډېر دى.