پاکستاني پوليسو محسن دوړ او د پښتون ژغورنې د غورځنگ لسگونه نور غړي نيولي دي.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال خداى نور ناصر وايي د پوليسو په وينا ښاغلى دوړ او لسگونه نور احتجاجيان وروسته له هغه ونيول شول چې غوښتل يې په لاريون ووځي.

پوليس چارواکو ويلي دوى ته يوازې په يوۀ ټاکل شوي ځاى کې د يوې احتجاجي غونډې ويل شوي و، خو احتجاجيانو غوښتل چې د غونډې له ځايه ووځي او پر لارو او سړکونو احتجاجي لاريون وکړي.

دا احتجاجي غونډه د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته جوړه شوې وه او د غورځنګ یو بل مشر علي وزیر هم هلته و. ياده غونډه کې افراسیاب خټک، بشرا ګوهر، عصمت شاه جهان او یو شمېر نورو سیاستوالو او فعالانو هم ګډون درلود، خو په یادو سیاستوالو کې یواځې عصمت شاه جهان نیول شوې. علي وزیر تردې احتجاج وروسته بي بي سي ته په لېږل شوي غږیز پېغام کې ویلي، دی په خوندی ځای کې دی او ملګري يې ورغوښتي، تر څو د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي.

افغانستان او پاکستان کې لاريونونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر او مشر منظور پښتین په ملاتړ د پاکستان په گڼو ښارونو کې پراخ احتجاجونه روان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پر خپل ټوېټر پاڼې د گڼو ښارونو د احتجاجونو انځورونه خپاره کړي او وايي لاريونوال د منظور پښتين د پرېښودو غوښتنه کوي. اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال خداينور ناصر وايي کوېټه او پښتونخوا کې لاريونونه روان دي خو په اسلام اباد کې تازه په پيلېدو دي.

پېښور کې د وتلي لاريون کډونواله او پښتون ژغورنې د غورځنگ غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وويل ” د غورځنگ مشر يې په دې نيولى چې ولې يې د اساسي قانون د نيمگړتيا خبره کړې. دى خو د يوۀ غورځنگ مشر دى ان دا د يوه عادي وگړي حق دى چې ووايي يو قانون يې د حقونو ساتنه کوي او که نه.”

افغانستان کې لاریونونه

د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې هم لاریونونه وشول.

د کونړ مرکز اسعداباد کې هم سلګونه ځوانانو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې منظور پښتین سملاسي خوشی کړي.

د دې لاریون یوه ګډونوال او منتظم ادریس غروال بي بي سي ته وویل، چې لاریون ولس او مدني ټولنو جوړ کړی و.

جلال اباد ښار کې هم لاريونوالو د ښاغلي پښتين د نيونې غندله کوله او پر پاکستاني چارواکو يې د نوموړي د سملاسي پرېښودو غوښتنه کوله

ه خوست او پکتيا ولايتونو کې هم د ښاغلي پښتين په پلوۍ احتجاجونه شوي او پلازمېنه کابل کې بيا لاريونوال د پاکستان سفارت مخته ور ټول شوي او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.

د احتجاجونو پلان

د پښتون ژغورنې د غورځنگ يو مشر محسن داوړ پرون بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لاريونونه به نه يوازې د پاکستان په ټولو ښارونو بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي. د نوموړي په وينا “د نړۍ په هر هغه ښار کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود وي احتجاج به وشي، ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته به مالومه شي چې حکومت له هغو سياسي فعالينو سره څه راز چلند کوي چې د بنسټيزو او قانوني انساني حقونو خبره کوي.”