د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې د درې اړخیزه کرېکټ سیالیو لړ کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ شل اوریزه لوبه افغانستان په ۲۸ منډو وګټله.

د دغې لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان د ټولو شلو اوورنو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او زمامبوې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي لوبه کې زمبابوې د ټولو ۲۰ اورنو له لوبې وروسته ۱۶۹منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د زمبابوې له لوري رګیس چاکابوا تر ټولو ډېرې ۴۲ منډې وکړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان له لوري راشد خان او فرید احمد دوې، دوې او کریم جنت او ګلبدین نایب یوه- یوه وېکټه تر لاسه کړه.

د افغانستان لپاره محمد نبي یوازې په ۱۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې، خو د افغانستان پاڼۍ نجیب الله ځدراڼ جوړه کړه چې یوازې په ۲۷ توپونو یې ۶۹ چټکې منډې تر لاسه کړې.

له دې مخکې محمد نبي د چتارا په څلورو پرلپسې توپونو څلور پرلپسې شپږیزې ووهلې. ورپسې نجیب الله ځدراڼ پر دریو پرلپسې توپونو، درې شپږیزې ووهلې. دې سره افغان لوبډلې له ۷ پرلپسې توپونو ۴۲ منډې ترلاسه کړې.

افغان لوبغاړو دې لوبه کې ۱۲ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې ووهلې، چې ورسره یې د منډو شمېر په چټکۍ سره ډېر شو.

اصغر افغان له ۱۴ او نجیب تره کی هم د ۱۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. له ده مخکې حضرت الله ځاځی د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته کیچ اوټ وسوځېد او ورپسې رحمان الله ګربز له ۲۴ توپونو د ۴۳ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد.

حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. د دویم اوور پر څلورم توپ رحمان الله ګربز د لوبې لومړۍ څلوریزه او پر پرلپسې دویم توپ بله څلوریزه ووهله.

دغه راز رحمان الله د دویم اوور پر وروستي توپ د لوبې لومړنۍ شپږیزه ووهله. د پنځه اعشاریه یو اوور لوبه کې افغان لوبډلې پنځوس منډې تر لاسه کړې.

حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب تره کی، اصغر افغان، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز، راشد خان، فرید احمد او مجیب الرحمان د افغانستان له لورې دې لوبه کې برخه درلوده.

افغانستان د ای سي سي نړیوالو شل اوریزو سیالیو جدول کې دا مهال اووم ځای لري.

پرون د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد بنګله دېش زمبابوې له یوې سختې لوبې وروسته په ۳ وېکټو مات کړ.

افغانستان تر دې دمه له زمبابوې سره ټولټال ۸ شل اوریزې لوبې کړې دي‌ او ټولې یې ګتلې دي.

که څه هم بنګله دېش لوبډلې ته په خپل کور کې لوبې اسانې تمامېدلی شي، او شنونکي وایي‌ چې افغان لوبډله په شل اوریز کرېکټ کې پر دواړه مخالفو لوبډلو برلاسې ده.‌

افغانستان به دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه کې سبا یکشنبه له بنګله دېش سره مخامخ کېږي.‌

یاده دې وي چې له دې لوبو وړاندې افغانستان په یوازینۍ ټسټ لوبه کې هم بنګله دېش د ۲۲۴ منډو په لوی توپیر مات کړی و.‌