د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه وېسټ انډیز ته د شل اوریزو سیالیو د لړۍ دېیمه او مهمه لوبه کې په ۲۹ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله. دې لوبه کې رحمان الله ګربز د افغانستان لپاره ښه وځلېد او په ۵۲ توپونو یې ۷۹ چټکې منډې وکړې.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، او په خپلو ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې په ۸ وېکټو ۱۵۶ منډې وکړې.

د افغانستان د پاڼۍ پیل ښه نه و او په لومړي اوور کې یې د حضرت الله ځاځي وېکټه وبایلله. نوموړی د کورټېل په توپ په صفر اوټ شو.

په درېیم اوور کې کورټېل کریم جنت هم یوازې په ۲ منډو وسوځاوه او له دې سره د افغانستان پاڼۍ له پیله تر فشار لاندې راغله. په اتم اوور کې ابراهیم ځدراڼ هم یوازې ۱ منډې جوړولو وروسته رن اوټ شو.

خو رحمان الله ګربز نن یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او یوازې په ۳۷ توپونو یې خپله پنځوسیزه پوره کړه، او ورسره یې د افغانستان پاڼۍ هم تر یوه بریده سمبال کړه.

د ګربز او اصغر افغان ترمنځ د پنځوس منډو ملګرتیا هم وشوه. اصغر افغان په څوارلسم اوور کې خپله وېکټه وبایلله، او په ۲۰ توپونو یې ۲۴ منډې وکړې.

رحمان لله ګربز بلاخره په شپاړسم اوور کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه او په ۵۲ توپونو یې ۷۹ منډې وکړې، چې شپږ څلوریزې او پنځه شپږیزې پکې وې.

نجیب ځدراڼ په ۱۴ توپونو ۱۴ منډې وکړې او راشد خان په لومړي توپ په صفر اوټ شو. محمد نبي هم په ۷ توپونو ۱۴ منډې وکړې او وروستي اوور کې وسوځېد.

د ۱۵۷ منډو هدف لپاره د وېسټ انډيز لوبډلې پیل هم ډېر ښه نه و او هېڅ دوه لوبغاړیې ونه توانېدل چې خپله پاڼۍ کې کومه ډېره اوږده ملګرتیا وکړي.

مجیب ځدراڼ د خپل دویم اوور په لومړي توپ د سایمنز وېکټه واخیسته او په دې توګه یې افغانستان ته په توپ اچونه کې ښه پیل وکړ. ورپسې نوین الحق هم وتوانېد چې کنګ یوازې په یوه منډه وسوځوي.

لیوس هم له ۲۴ منډو جوړولو وروسته د کریم جنت په توپ وسوځېد او ورپسې راشد خان وتوانېد چې هېټمایر هم په لسو منډو وسوځوي، له دې سره افغان لوبډله د لوبې په منځنیو اورونو کې برلاسې شوه.

هوپ په ۴۲ توپونو خپله پځوسیزه پوره کړه او وېسټ انډیز هیلې یې ژوندۍ وساتلي. خو نوین الحق په اتلسم اوور کې کپتان پولارډ په ۱۱ منډو وسوځاوه او ورپسې هوپ هم ژر وسوځېد.

په پای کې د وېسټ انډيز لوبډله وتوانېده چې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو یوازې ۱۲۷ وکړي او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۲۹ منډو وګټله.

د افغانستان ځوان وېکټ کیپر رحمان الله ګربز یو ځل بیا ښه وځلېد او د خپلو چټکو ۷۹ منډو لپاره د دې لوبې غوره لوبغاړی نومول شو.

د ده ترڅنګ کریم جنت د شل اوریزې لوبو د لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په تېره لوبه کې ښه توپ اچونه کړې وه او ۵ وېکټې یې اخستې وې.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره ځوان تېز بالر نوین الحق ښه وځلېد او خپلو ۴ اورونو کې یې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې.

د لوبې نه مخکې د افغان لوبډلې کپتان راشد خان وویل، په تېره لوبه کې لومړی منډې جوړولو د افغان لوبډلې په ګټه تمام شول او له همدې کبله یې نن هم پرېکړه چې لومړی توپوهنه وکړي. په پای کې د ده پرېکړه سمه ثابته شوه.

د نننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې کوم بدلون نه و راغلی او هماغه ۱۱ کسان لوبډله کې اخیستل شوي وو چې تېره لوبه کې هم وو.

د شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وېسټ انډیز او دویمه هغه افغانستان ګټلې وه. له همدې کبله نننۍ لوبه خورا مهمه وه او افغان لوبډلې په خپله بریا سره دا لړۍ هم وګټله.

د افغانستان لپاره د شل اوریزو لوبو د لړۍ ګټل له دې کبله هم ډېر مهم وو چې تر دې وړاندې د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ یې درې/صفر بایللې ده.

د افغان لوبډلې کپتان راشد خان له لوبې وروسته وویل، د دې لوبې ګټل ورته مهم وو، خکه افغان لوبډلو په پنځوس اوریزو لوبو کې ښه نه وه ځلېدلې.

نوموړي وویل، د ځوانانو ترڅنګ اړینه ده چې په لوبډله کې ځیني مشران لوبغاړي هم شته او دا چاره له ده سره په کپتانۍ کې هم مرسته کوي.

یاده دې وي چې له شل اوریزو لوبو وروسته به دواړه لوبډلې د لکنو ښار په همدې اېکانا لوبغالي کې یوه ټېسټ لوبه هم کوي، چې دا به د افغانستان او وېسټ انډیز لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه وي.