د کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ د نړیوالې شورا کلنۍ ناسته د افغانستان کرېکټ ته د لاسته راوړنو نه ډکه وه او نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ سره د نویو ژمنو او مرستو ټټر هم وواهه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا کلنۍ ناسته د روانې جولای میاشتې له ۱۵ نه تر ۱۸مې په لندن کې وشوه، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي او اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي هم پکې برخه اخیستې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان له کرېکټ بورډ سره لاندې ژمنې کړي دي.

۱- د کرېکټ نړیواله شورا به افغانستان ته د یادې شورا د بشپړ غړي په توګه په روان ۲۰۱۹ کال کې د ځانګړې شوې بودیجې سربېره ۲،۵ ملیون ډالره هم ورکوي چې په دې سره به د افغانستان کرېکټ بورډ اداره له بودیجوي کسر څخه وژغورل شي.

۲- د روان کال د کرېکټ نړیوال جام د لوبو اړوند بحث مطرح شو او دغه راز د لوبډلو د ګډون اړوند هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

۳- د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د هغو ټولو مواردود ستاینه وکړه چې په ډسپلین یا انظباطي برخو کې یې په اړوند ګامونه پورته کړي او د هغو ټولو مواردو پلټنه یې هم کړې چې د یادې نړیوالې شورا له لوري یې افغانستان ته سپارښتنه شوې وه.

۴- له نړیوالې شورا سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (اې پي ال) کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د اقداماتو راپور هم شریک شو چې پکې د نړیوالې شورا ټولې سپارښتنې په پام کې نیول شوې دي چې په دې سره به سږ کال د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو هم ترسره شي او نړیوالې شورا په دې اړوند هم د افغانستان له کرکټ بورډ ستاینه وکړه.

۵- دغه راز به له دې وروسته د کرکټ په اپلیکېشن یا د اړیکو جوړولو په برخه کې د نورو ژبو سربېره د خلکو د غوره پوهاوي لپاره پر پښتو هم لیکل کېږي، یاده دې وي چې له دې وړاندې په نړیوال جام کې په هندي، بنګالي، اردو او نورو ژبو معلومات شریک کېدل چې له دې وروسته به پر پښتو هم شریکیږي.

۶- د نړیوالې شورا له لوري د شخصي لیګونو ترسره کېدو لپاره پر نویو قوانینو او اصولو خبرې اترې وشوې، چې پر بنسټ به یې شرایطو ته په پام سره ټولې چارې پر مخ وړل کېږي.

۷- همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او اجراییه مشر له لوري د کرکټ د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له سیالو مشرانو او اجراییه مشرانو سره لیده کاته وشول چې په ترڅ کې پر دوه اړخیزو همکاریو، تخنیکي مرستو او په راتلونکي کې له دوی سره د لوبو پر تنظیم خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال په پای کې به هم د نړیوالې شورا د یادو کمېټو د غړو ترمنځ ناسته ترسره شي.

سرچینه: عزم