د افغان شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو کې مس عینک لوبډلې له بند امیر ښامارانو سره د پایلوبې سیالۍ کې په څلورو وېکټو بریا خپله کړه. د دغې سیالۍ پچه مس عینک ګټلې وه او لومړی یې توپ اچوونه وکړه.

بند امير ښامارانو د پايلوبې لومړۍ پاڼې کې مس عينک اتلانو ته ۱۵۵ منډې هدف ټاکلی و. دغې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې.

مس عینک د شپږو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته داسې حال کې هدف بشپړ کړ چې دوه توپونه یې لا هم پاتې وو.

په وروستيو ۲ اورونو کې د مس عینک ۴ لوبغاړي وسوځېدل خو مس عينک اتلانو ورکړل شوی هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ ۴۲، رحمان الله ګربز ۳۶، محمد نبي ۳۰ او احسان الله جنت ۲۵ منډې وکړې. د يادولو ده چې مس عينک اتلانو تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې هم د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي ګټلې وه.

د کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي، د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرف الدين اشرف ترلاسه کړه او د سټايلش لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه.

اعلامیه زیاتوي، د شپږيزې کرېکټ ليګ د شپږم پړاو غوره لوبغاړی کريم جنت ونومول شو او نور احمد د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، نجات مسعود د غوره توپ اچونکي او نور علي ځدراڼ بيا د غوره توپوهونکي جايزې ترلاسه کړې.

د دوی له لوري عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې وکړې. د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق ۳، شرف الدین اشرف ۲، محمد نبي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې تېر پرون اکتوبر شپاړسمه، د محمد نبي په مشرۍ مس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته په ۷ وېکټه ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار موندلې ده.

پرون پنجشنبه بیا په دویمه نیمه پایلوبه کې د راشد خان په مشرۍ بند امير ښامارانو لوبډلې کابل بازانو لوبډلې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدله.

د شپږیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکي ستونزو له کبله و نه شوې چې د شپږیزې شپږم پړاو دغه سیالۍ په یو کال ځنډ ترسره شوې.

په دې کورني لیګ کې د ملي لوبډلې شاوخوا لس لوبغاړو هم برخه درلوده چې دغو لوبغاړو ته تر ډېره د کپتانۍ یا لوبډل مشرۍ دندې ور له غاړې وه.

امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان هغه لوبډلې دي چې د شپږيزې کرېکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره یې سږنیو سیالي کې برخه درلوده.