د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه ویډیویي کې ویلي، د قانون له مخې یوازې د افغانستان لویه څارنوالي او ستره محکمه کولای شي چې د هېواد یو وګړی ممنوع الخروج اعلان کړي.

ښاغلي رحیمي زیاتوي، پر همدې اساس د کورنیو چارو وزارت هره کړنه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اجرائيه ریاست د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د “ذیصلاح محاکمو تر قطعي پرېکړې” ممنوع ‌الخروج اعلان کړي دي.

د اجرائيه ریاست له خوا نن چارشنبه په یوه خپاره شوي سند کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د دواړو ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو غړي له هېواد بهر د سفر اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

دې کمېسیون د (سلواغې ۲۹/فبرورۍ ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې او ګټونکی دی.

د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایو په ګټلو دویم ځای خپل کړی.

خو ښاغلي عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او یو ټول شموله حکومت به جوړوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه د اجرائیه ریاست لخوا د دې وروستي سند په اړه څه نه دي ویلي، خو نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني پرون خپلو پلویانو ته وینا کې وویل چې د ده په حکومت کې به ټول ګډون ولري او اصلي بریا د ولس ده.