په ډيرې خواشینۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې جناب حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان د مقدس جهاد د مخکښومشرانو څخه دافغانستان داسلامی دولت بنسټ اېښودونکی او د افغانستان د ملی نجات د جبهې مشر خپل روح خپل خالق ته وسپاره .
انا لله وانا الیه راجعون .
حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان دنوموړي دیني علمي جهادي اوروحاني شخصیت چوپړتیاوی د ولس په ذهنونو کې تلپاتې او دهېواد د تاریخ د زرینو پاڼو یوه برخه يې بولي .
دحرکت انقلاب اسلامي مشرتابه د مرحوم درنې کورنۍ ، دوستانو اوټولو خواخوږو ته د دې لويې ضائعې له امله تسلیت او د ارواښاد مړینه یوه لویه تشه بولي.
له الله تبارک وتعالی څخه غواړي چې د ده ټولې نیکې هیلې متحققې اود ده مبارک تش ځای په با ایمانه او متدینو مشرانو ډک کړي،
لوی خدای (ج) دې د مرحوم مجددی صاحب ټولې نيکئ په خپل دربار کې قبولې اود هغوی په برکت په ګران هېواد کې تل پاتې سوله قایمه کړي. امین
د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند