په افغانستان باندې د روسي تجاوز د مفتضحانه ماتې د ديرشمې کليزې په مناسبت مجاهدينو علماو او قوماندانانو ته د درنښت او پېرزوونو وړاندې کولو په وياړ درنه غونډه جوړه شوې وه.

حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په مرکزي دفتر کي په افغانستان باندې د روسي تجاوز د مفتضحانه ماتې د ديرشمې کليزې په مناسبت مجاهدينو علماو او قوماندانانو ته د درنښت او پېرزوونو وړاندې کولو په وياړ درنه غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د هيواد له مختلفو ولايتونو څخه قومندانانو علماو او جهادي شخصيتونوپه ګډون سلګونو تنوهېواد والو ګډون کړئ وه. وتلي جهادي شخصيت انجينر قطب الدین هلال د ختيځ زبرځواک د ماتې او د مجاهدينو د سرښندنو ايثار او قرباني په تړاو خبرې وکړې. نوموړي له علماو په ځانګړي توګه د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له مشرتابه څخه په هيواد کې د جګړې د سرتاسري سولې لپاره د لا زيات رول لوبولو غوښتنه وکړه. غونډې ته د جنوب غرب د حوزې د علماو عمومي رئيس ستر علمي او روحاني شخصيت مولوي خدايداد صالح د وينا پر مهال وویل چې د شوروي لښکرو ماته د شلمې پيړئ معجزه وه چې وياړ يې د افغانستان مسلمان ملت ته ور په برخه ده. نوموړي د حرکت له مشرتابه څخه د علماوو د يووالي ساتلو په هکله سپارښتنه وکړه. د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان امير الحاج مولوي عبدالحکیم منيب د غونډې پريکړه ليک ولوست او د باعزته سولې په تړاو يې خبرې وکړې. غونډه پخوانيو جهادي مشرانو او علماو ته د ډاليو په ورکولو پاى ته ورسېده
.په افغانستان باندې د روسي يرغل د له شرمه ډکې ماتې په مناسبت د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په مرکزي دفتر کي د نننئ غونډې پريکړه ليک
د سلواغې شپږويشتمه, د يوه مسلمان، متعهد او ژوندي ملت د حماسو او نيمګړي ارمان د پوره کېدو ورځ! په تيکنالوژي، باروتو، او اوسپينې باندي د ايمان، هوډ، او عزم د بريا ورځ، د يرغل په په وړاندې د تسليمي لاسونو د پورته کولو پر ځاى د يرغلګرو مرميو ته د سينو نيولو ورځ، د تيري په مقابل کې د يوه عظيم ملت د دفاعي جګړې په پايله کې د ختيځ زبرځواک د په ګونډه کيدو او پاشل کيدو ورځ، او په سکاډ، اوراګان، ټانکونو او الوتکو باندې د ولس د وژلو او ټوټه ټوټه کواو سره سره د دغه عظيم ملت د ژوندي پاتې کېدو ورځ ده. د همدغې ورځې د تقدس په مناسبت باید ووايم چې ددغې اتلولي، شهامت او شجاعت امتياز په يوه شخص، يوې ډلې، يوه قوم او يوه سمت پورې قطعاً تړاو نه لري. دا وياړونه په هغو ټولو پرګنو پورې تړلې دي چې د نړيوالې جغرافيې په خيټه کې پروت د افغانستان په نوم هيواد کې ميشت دي. شوروي يرغلګرو او د هغوى لاس پوڅو زمونږ د هیواد په طول او عرض کې د خپلو ټولو جنګي تجهيزاتو په کارولو د وحشت او بربریت ټولې سرې کرښې شاته پريښودې. د لسګونو زره ژونديو لاس تړليو بنديانو په کندو کې غورځول، د بلدوزرو په واسطه ورباندي خاورې اړول، د کليو بمبارول، په زرګونه انسانان راټول او يوځاي ورباندي مرمئ چلول او داسې نور جنايتونه تر سره کړل چي اوس د تاريخ بوږنونکې بابونه دي. دغه عظيم ملت هرڅه منل، خو د هيواد په خپلواکي باندې يې معامله نه منله. 1367 کال د سلواغې شپږويشتمه هغه ورځ وه چې زمونږ مسلمان، په دين او خپلواکي مين ملت ته يې د خپلو قربانيو، ايثار او حماسو د بريا زيرئ ور په برخه کړ او په اصطلاح نه ماتيدونکئ د ختيځ زبرځواک يې له بشپړې شرمندګي سره زمونږ له هيواد څخه داسې تيښتې ته اړ ايسته چې بيرته يې شاته نه کتل. بايد په زغرده ووايم چې زمونږ د هيواد ديني علماو چې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان په اډانه کې راټول شوي وو د فقهې فتواوو، علمي لارښوونو په شکل او عملاً د جهاد په مقدس ډګر کې له خپل ملت سره اوږه په اوږه رغنده، فعال او بارز رول درلوده. د ازادي مقدس هدف ته د رسيدو په کاروان کې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د مشرانو او قومندانانو علماو د شهادتونو اوږده لړئ اظهر من الشمس واقعیت ده. شک نشته چې د شوروي يرغل په مهال لويديزوالو، په ځانګړي توګه امريکا د خپل شرقي زبرځواک رقيب د ماتولو، ځينو نورو هيوادونو په افغانستان باندې د روسي يرغل په تناظر کې په بالفعل او بالقوه توګه د ورپيښو ګواښونو له مينځه وړلو او ځينو هيوادونو له لويديځ سره د همغږئ پر بنسټ په مختلفو نومونو او نيرنګونو د جهاد په لوجستيکي برخه کې نقش درلوده، خو زمونږ ملت يوازې د خپل ديني رسالت او ملي احساس له مخې د خپلواکي جګړه پر مخ بيوله. مونږ د جهاد سپيڅلتيا د غربي او شرقي بلاک د رقابتي سياستونو په تناظر کې نه، بلکه د دغه ستر ملت د ديني مقدساتو او ملي ارزښتونه په چوکاټ کې ارزوو. د وخت نه شتون له امله دا موضوع نه څيړم چې د شوروي يرغلګرو له شړلو وروسته بيا څه وشول ؟ ايا افغانانو د دغې بريا او سترې فتحې په ياد کوم جشن ولمانځه؟ يوازې دومره وايم چې مونږ د شلمې پېړئ دا ستر وياړ او بريا د نورو د لوجستيکي مرستو په خورجين کې قطعاً نه اچوو او نه هم دغه مقدس جهاد د پرديو د مرستو مرهون ګڼو. مونږ وو چې جهاد مو په تشو لاسونو پيل کړ او دا هم مونږ وو چې خپل هېواد او نړئ مو د کمونېزم له حصار او دوزخ څخه وژغورله. مونږ د جګړې ګټونکي شو، خو د يوه ازاد خپلواک او اسلامي نظام په جوړولو کې پرون هم پاتې راغلي يو، نن هم پاتې يو او يقيناً سبا هم دغه منزل ته له رسيدو وړاندې لاهم ډير مزلونه په مخکې لرو. سره له دې چې مونږ د يوه هېواد استوګن يو، يو مو دين ، يو مو دود ، ګډ ژوند او سلګونه مشترکات لرو، خو بيا هم د يو بل په اړتياو انديښنو او لومړيتوبونو نه پوهيږو. موږ لاهم موخو ته رسيدل د ټوپک له شپيلئ سره تړو. مونږ لاهم د علم، منطق، استدلال، موعظه حسنه او تيکنالوژي په ژبه نه پوهېږو، مونږ لاهم په خپل مينځي جګړو نه يو ستړي شوي او مونږ لاهم د ماضي سهوې غلطئ، جګړې او مسلسلې ناکامئ لاملونو څيړلو پرځاى د دغو شومو پديدو د توجیه کولو هڅه کوو. راځئ همدا نن يوه خپلمنځي ژمنه وکړو چې د پرديو د وحشت، بربريت، کبر او حيواني غرور پر ځای به د خپلو وروڼو سهوې او جفا زغمو، د پرديو د ژغورلو پرځاى خپل وروڼه ژغورو، د نورو د غلامي پر ځای به د خپلو وروڼو غلطيانې سمول او رغول غوره ګڼو او په پردديو باندې په اتکا کولو پرځاى پر خپلو افغانانو باور کول زده کړو. راځئ همدغه تګلاره خپله کړو تر څو د دلوې شپږويشتمې نيټې له شورويانو څخه د خلاصون ورځې په شان بيا د واک په سر جګړه کې ښکيل نشو او بيا د خپلو او پرديو د خندا وړ و نه ګرزو. د حرکت انقلاب اسلامي ګوند له شوروي اتحاد څخه ازادي اخيستل د افغان ملت د ايثار او سرښندنو پایله ګڼي او پوره باور لري چې هیڅوک به ونشي کولای چې له افغانانو څخه د ازادئ احساس لیري او د غلامئ کړئ په غاړو کې ورواچوي. نن يو ځل بيا له خپل رب ولس، او د شهيدانو له وينو سره کلکه ژمنه کوو چې د خپلو اسلافو په قدم به قدم ږدو او د يوه سوچه اسلامي نظام درلودلو په موخه به د خپل توان په کچه د هيڅ ډول هڅو او هاند سپما نه کوو. همدغه شان حرکت د هغو شهیدانو کورنیو ته تسلیت وايي چې په دې پاکه لاره کې یې د کورنیو نازولي غړي له لاسه ورکړي دي.