د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي جګړې په تړاو د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان اعلامیه.

د هند ترولکې لاندې کشمير کې په نظامي قطعاتو باندې د ترسره شوي بريد په پايله کې د هند غبرګون او له هغه وروسته جګړه ايز تحرکات يقيناً په دواړو هيوادونو او سيمه باندې د احتمالي جګړې د خطر زنګونه غږوي.
په تېرو څو لسیزو کې د لومړی ځل لپاره د هند بریدګرو جيټ الوتکو د پاکستان په خاوره کې هوايي برید ترسره کړ.
حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان په خپل هېواد کې د روان جګړه ايز ناورين له امله د پيدا شويو ستونځو او اوښتو زيانونو په تړاو درد او درک لري. قطعاً نه غواړو چې خپل هېواد سيمه او نړئ په ناورين کې وي.
مونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ محتمله جګړه د ټولې سيمې، په ځانګړي توګه د افغانستان اوسني نازک، پيچلي او حساس وضعیت ته سخت زیان ګڼو. د سيمې او نړئ له مشرانو څخه هيله کوو چې د خپل اثر او نفوذ کارولو له لارې د دغو دواړو رقيبو هيوادونو ترمنځ د تشنج د زياتيدو مخه ونیسي. مونږ د پاکستان لخوا د سولې د پيغام په توګه د نيول شوي هندي پيلوټ د خوشې کولو ګام ستايو. حرکت جګړه په هيڅ ډول د ستونځو د حل لاره نه ګڼي او تمه لري چې په اټومي وسلو سمبال دواړو ګاونډي هېوادونو مشران د سيمې خراب امنيتي وضعيت درک او له داسې اقداماتو کولو څخه ډډه وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د جګړو اور ته د سون توکو برابرولو په معنى وى.